صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | د ملي تدارکاتو کمیسېون غونډې، پر ۱۲ قراردادونو بحث او مشخصې پرېکړې وکړې

د ملي تدارکاتو کمیسېون غونډې، پر ۱۲ قراردادونو بحث او مشخصې پرېکړې وکړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ملي تدارکاتو کمیسېون غونډې، پر ۱۲ قراردادونو بحث او مشخصې پرېکړې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کميسيون غونډې چې په ارګ کې جوړه شوه، پر ۱۲ قراردادونو بحث او مشخصې پرېکړې وکړې.پروژې او پرېکړې په لاندې ډول دي:

د کابل ښاروالۍ اړوند د کابل ښار وزير اباد کانال جوړولو منظوري؛

د ګرشک چاه انجير پروژې څارنې قرارداد د مودې غځولو تائيد؛

د کاپيسا ولايت د کوهبند ولسوالۍ دُر نامه کلي د ۱۳ کيلو متره سرک پخولو مودې د غځولو تائيد؛

د ۱۳۹۷ مالي کال نوي قراردادونو پورې د کورنيو چارو وزارت د محابسو او توقيف خانو د عمومي رياست اعاشوي او محروقاتي قراردادونو د تعديل تائيد؛

د سيد جمال الدين افغان دارالمعلمين کمپلکس د نجونو او هلکانو ليليې ودانۍ جوړولو

پروژې مودې غځولو اعاده؛

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ودانۍ جوړولو پروژې لپاره د نظارتي کمپنۍ استخدام قرارداد اعاده؛

غونډې د بغلان ولايت د خنجان او اندراب ولسوالۍ د ۰،۴ کيلو ولټ شبکې اړتيا وړ برقي تجهيزاتو تدارک قرارداد رد کړ او لارښوونه يې وکړه چې ياد قرارداد دې بيا داوطلبۍ ته وړاندې شي؛ همدارنګه کورنيو چارو وزارت موظف شو چې د ۱۳۹۷ کال قراردادونو ارزونه سخته او چټکه کړي او د عامه محافظت تصدۍ د اعاشوي او محروقاتي  قراردادونو په اړه د هغه وزارت د وړانديز په اړه لارښوونه وشوه چې د ۱۳۹۷ مالي کال د قراردادونو په اړه د عاجلې اړتيا د رفع کولو په موخه  اقدامات وکړي.

د هېواد جمهور رئيس وويل: په نوي مالي کال کې به د شرکتونو د ذي نفع مالکيت تشخيص او د هغوي مالياتي تصفيه او د پانګونې لپاره قرارداد به د يو نوي اصلاحي  مېتود او د شفافيت د پياوړتيا په توګه په پام کې ونيول شي.

په دې غونډه کې اداري فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د افغانستان د روڼتيا د څار، د ملي شورا د اقتصادي کميسيونونو، سيګار او سيستيکا ادارو ملي او بين المللي څارونکو هم حضور درلود.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha