صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | د ۴۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا د تولید د ۳ پروژو تړونونه لاسلیک شول

د ۴۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا د تولید د ۳ پروژو تړونونه لاسلیک شول

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ۴۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا د تولید د ۳ پروژو تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان د اوبو او انرژۍ او يو شمېر خصوصي شرکتونو ترمنځ په کندهار، هرات او بغلان کې​ د ۴۶۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د برېښنا د توليد د درېيو پروژو تړونونه په اجرائيه رياست کې لاسليک شول.

د افغان حکومت اجرائيه رئيس داکتړعبدالله عبدالله د دغو تړونونو د لاسليک مراسمو ته په وينا کې د اوبو او انرژۍ وزارت او د پروژو د پلي کوونکو شرکتونو نه وغوښتل چې دغه پروژې دې په بنسټيز ډول پلي کړي.

اجرائيه رئيس وويل:

"زموږ د نن ورځې د کار اساس چې د اوبو او انرژۍ وزارت او شرکتونه بايد ورته متوجې وي، هغه د دغو پروژو بنسټيزوالي دي. زموږ د کار کيفيت بايد داسې وي چې خلک مو څو لسيزې پرې ډاډه او خاطر جمع وي."

اجرائيه رئيس وويل، دا چې افغانستان لا پهخپلو پښو ولاړ نهدي، نو هغه مرستې چې د نورو هېوادونو او نړيوالو بنسټونو لهخوا کېږي بايد په اساسي ډول ولګول شي.

په يادو درېيو تړونونو کې د کندهار د دهلې د برېښنا بند چې ۳۲۲ ميليونه ډالر پرې لګښت راځي، په اساسي ډول رغول کېږي، دا ‌شان د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د دوه نيم ميليونه ډالرو په اررښت د لمريزې برېښنا د يوه مرکز او د پلخمري د برېښنا بند د څلورو دروازو جوړول شامل دي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به شااوخوا ۱۰۰ زره کورنۍ د برېښنا له نعمته برخه‌مندې او څه باندې ۶۰ زره هکتاره ځمکې به هم خړوبې شي.

د دغه وزارت د مسؤلينو په خبره په دې پروژو ټولټال ۴۶۰ ميليونه ډالر لګښت راځي چې ۳۲۲ ميليونه‌يې د اسيا پراختيايي بانک لهخوا ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان د ماليې وزارت او د اسيا پراختيايي بانک ترمنځ د څه باندې ۴۴ ميليونه ډالرو په ارزښت، د سروبي ولسوالۍ په نغلو سيمه کې د لمريزې برېښنا د يوه سټېشن د جوړولو تړون لاسليک شو.

بلخوا د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني بيا يادو مراسمو ته وويل چې د برېښنا د توليد د نويو بندونو د جوړولو تر څنګ دغه وزارت د اوبو د مديريت پلان هم وروستي کړي دي.

علي احمد عثماني وويل:

"د افغانستان د اوبو د مديريت پلان نږدې نهايي شوي، دغه پلان د دې تر څنګ چې د افغانستان د اوبو د مديريت تګلاره روښانوي په‌کې د اوبو د ريفورم موضوع ته هم اساسي پاملرنه شوې."

ښاغلي عثماني وايي، که څه هم د برېښنا د بندونو د جوړولو په برخه کې ستونزې شته، خو دغه وزارت هڅه کوي په هر ځاي کې چې د برېښنا د بندونو جوړولو امکان وي، هلته بندونه جوړ کړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha