صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | مشرانو جرګې د ۱۳۹۷ لمريز کال د بودجې طرحه تائید کړه

مشرانو جرګې د ۱۳۹۷ لمريز کال د بودجې طرحه تائید کړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
مشرانو جرګې د ۱۳۹۷ لمريز کال د بودجې طرحه تائید کړه

د افغانستان مشرانو جرګې د ۱۳۹۷ لمريز کال د بودجې طرحه تائيد او د تصويب لپاره‌ يې ولسي جرګې ته واستوله.

د افغانستان د ۱۳۹۷ مالي کال په ملي بودجې د مشرانو جرګې د غړو له تندو انتقادونو سره سره دغه بودجه د سې شنبې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۳۰ مه تائيد شوه.

د دغې جرګې په عمومي غونډه کې اکثرو سناتورانو انتقاد وکړ چې ياده بودجه متوازنه نه ده او د ولايتونو لپاره په ځانګړې شوې بودجه کې توازن يا انډول په پام کې نه دي نيول شوي.

خو د دغې جرګې دوهم مرستيال محمد اصف صديقي وويل چې ماليې وزارت سناتورانو ته ډاډ ورکړ چې د دوي نظريات به په بودجه کې په پام کې ونيول شي.

ښاغلي صديقي زياته کړه:

"په مشورتي ناسته کې په ټولو مسايلو بحثونه وشول او کوم انتقادونه چې سناتورانو په بودجې لرل، د ماليې وزير ډاډ ورکړ چې د دوي مشورې به په بودجه کې ځاي کړي او بالاخره دغه بودجه، د سناتورانو له خوا تصويب شوه."

د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بودجه په ټوله کې 357.6 ميليارده افغانۍ ده چې ۲۶۷ ميليارده افغانۍ يې عادي او ۹۰ ميليارده افغانۍ يې پراختيايي بودجه جوړوي چې 47.5 سلنه‌ يې د حکومت او پاتې نوره يې د مرستو له لارې تمويلېږي.

د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي د سناتورانو د اندېښنو او انتقادونو په تړاو هغوي ته ډاډ ورکړ چې نظريات به يې په بودجه کې شاملوي او په وينا يې چې د ۱۳۹۷ کال په مالي بودجه کې ډېره پاملرنه هغو ولايتونو ته شوې چې کم انکشاف يې کړي دي.

ښاغلي حکيمي وويل:

"زه ژمنه کوم چې ستاسي ټول نظريات به د ۱۳۹۷ مالي کال په ملي بودجه کې په پام کې نيول کېږي او د دې لپاره چې تاسې ډاډه شئ، هغه تاسې ته اعلانېږي، موږ د نورو ولايتونو په پرتله هغو ولايتونو ته چې ډېر کم انکشاف يې کړي، په دې بودجه کې ډېر پام کړي او تاسې ته په پوره ډاډ ويلاي شم چې دوه چنده پاملرنه شوې ده."

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، په کابينه کې د بودجې د وړانديز شوي پلان له تائيد وروسته، لومړي دا بودجه مشرانو جرګې او بيا ولسي جرګې ته لېږل کېږي.

خو تر اوسه لا نه‌ ده معلومه چې ولسي جرګه به کله د ۱۳۹۷ لمريز کال پر بودجې بحث وکړي او په وړاندې به يې خپل دريځ روښانه کړي.

  ناجيه ساپۍ

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha