صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | دلاجوردو لارې تړون په ترکمنستان کې د »ریکا« په اوومه غونډه کې لاسلیک شو

دلاجوردو لارې تړون په ترکمنستان کې د »ریکا« په اوومه غونډه کې لاسلیک شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دلاجوردو لارې تړون په ترکمنستان کې د »ریکا« په اوومه غونډه کې لاسلیک شو

د لاجوردو د لارې قرارداد د ترکمنستان په مرکز عشق‌اباد کې د "ريکا" د سيمه‌ييزو اقتصادي همکاريو د سازمان په اوومه غونډه کې لاسليک شو.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح‌الدين رباني وويل چې دغه قرارداد په اساسي پروژو د پانګې لګونې له لارې د ټرانسپورت او سوداګرۍ د پراختيا لپاره د ګډو زيارونو په نتيجه کې لاسليک شو.

د لاجوردو د لارې قرارداد د افغانستان، ترکيې، ترکمنستان، اذربايجان او ګرجستان ترمنځ لاسليک شو.

د لاجوردو لاره په ترکمنستان، اذربايجان او ګرجستان تېرېږي بيا په تور سمندر ترکيې ته رسېږي.

افغانستان چې سمندر ته مستقيمه لار نه‌لري د لاجورد په لار ازادو اوبو سره ځان نښلوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د "ريکا" يا د سيمه‌ييزو اقتصادي همکاريو په غونډه کې د نورو اقتصادي لاسته راوړنو يادونه هم وکړه.

صلاح‌الدين رباني وويل افغانستان ته د ترکمنستان د ۵۰۰ کېلو ولټ برېښنا د لېږد د ګډې اعلاميې لاسليک هم يوه لويه لاسته راوړنه ده چې د سيمه‌ييزو اقتصادي همکاريو دوامداره پرمختک څرګندوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان او هند ترمنځهوايي دهلېز ته هم اشاره وکړه او ويې‌ويل چې په تېرو ۵ مياشتو کې د افغاني سوادګرو ۱۱۵۰ ټنه اقلام هند ته صادر شوي دي.

د بهرنيو چاور د وزير صلاح‌الدين رباني تر څنګ د افغانستان له لوري د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش هم په غونډه کې برخه اخيستې.

د سيمه‌ييزو اقتصادي همکاريو سازمان يا "ريکا" په ۲۰۰۵ کال تأسيس شوي دي.

مخکنۍ غونډې يې په کابل، استانبول، نوې ډهلي او اسلام‌اباد کې شوي دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha