صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | د ۱۰ زره متریک ټنه اصلاح شویو کرنیزو تخمونو ویش پیل شو

د ۱۰ زره متریک ټنه اصلاح شویو کرنیزو تخمونو ویش پیل شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ۱۰ زره متریک ټنه اصلاح شویو کرنیزو تخمونو ویش پیل شو

د کرنې اوبو لګولو وزارت په يوه وخت د هېواد په ۳۴ ولايتونوکې د ۱۰ زره متريک ټنه اصلاح شويو کرنيزو تخمونو د وېش لړۍ پيل کړه او په پام کې ده چې دغه کرنيز غنم په ټول هيواد کې ۲۰۰ زره اړو کروندګرو ته ورکړل شي.

د دغه غنمو د ويشلو په ترڅ کې به ۴۰۰ زره جريبه کرنيزه ځمکه د کښت تر پوښښ لاندې راشي او مالي لګښت يې ۶ ميليونو ډالرو ته رسيږي چې د کرنې اوبو لګولو وزارت له خوا ورکول کيږي.

د يادونې وړ ده چې د غنمو هره يوه بوجۍ کروندګرو ته  د ۷۲۶ افغانيو په بدل کې برابره شوې ده.

د کرنې اوبو لګولو وزارت سرپرست او نوماند وزير نصير احمد "دراني" د دغو اصلاح شويو کرنيزو غنمو د وېش په  لړ کې وويل:"  تمه کيږي چې د راتلونکي کال په بهيرکې په هغو سيموکې چې اصلاح شوي کرنيز تخمونه  کرل شوي دي؛ د غنمو د حاصلاتو کچه په سلوکې له ۲۵ څخه تر ۳۰ پورې زياته شي.

د کرنې اوبو لګولو وزارت د روان کال د پروګرام په اساس به ياد اصلاح شوي کرنيز تخمونه د هېواد د ۳۴ ولايتونو په ۳۷۱ ولسواليو کې ووېشل شي او له دغو غنموڅخه به هر ولايت ته  د شته کرنيزې ځمکې او کروندګرو ته د ټاکل شوې برخې په ترڅ کې ورکړل شي.روان کال چې کوم اصلاح شوي غنم ويشل کيږي، د دولت لخوا د  ۶۰ سلنې بلا عوض (سب سايدي) او د  کروندګرو د ۴۰ سلنې برخې په اخيستو سره  برابر شوي دي".

په کابل کې د ويشل شويو اصلاح شويو کرنيزو غنمو د ويش  اندازه ۲۰۰ متريک ټنه ده او ددې ولايت د ۱۴ ولسواليو په ۴زره کروندګرو به وويشل شي.  هغه کروندګر چې د روان کال په لړ  کې د غنمو  اصلاح شوي کرنيز تخم  تر لاسه کوي، تر راتلونکو ۵ کلونو پورې به بيا ددې اړتيا  نه لري، چې د دوهم ځل لپاره دې غنم ورکړل شي او دوي کولاي شي چې هر کال له دغو غنمو څخه د لاسته راغلو حاصلاتو په صورت کې د کښت لپاره يوه اندازه غنم وساتي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha