صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۷ میلیارد افغانیو په ارزښت د سـړک، روغتـیا او برښـنا ۱۱ تړونـونه منظـور کـړل

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۷ میلیارد افغانیو په ارزښت د سـړک، روغتـیا او برښـنا ۱۱ تړونـونه منظـور کـړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۷ میلیارد افغانیو په ارزښت د سـړک، روغتـیا او برښـنا ۱۱ تړونـونه منظـور کـړل

دافغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون غونډه په ارګ کې د يو شمېر کورنيو او بهرنيو څارونکو په ګډون ترسره شوه.

د ملي تدارکاتو کمېسيون په دې غونډه  کې د بېلابېلو تدارکاتي ادارو پر يو شمېر پروژو له بشپړ بحث وروسته د ۳.۷ ميليارد افغانيو په ارزښت دغه  ۱۱ لويې پراختيايي پروژې منظور شوې:

تر تايمني پورې، له سراي شمالي څخه تر ګولايي حصه اول پورې، له ګولايي حصه اول څخه تر قلعه نجارا پورې او له قلعه نجارا څخه تر خشت هوختيف پورې

- د غزني ولايت اړوند د قره باغ ــ جاغوري لومړۍ برخې دسړک د جوړولو قرارداد.

- د کابل ــ لوګر د دوهم لين د سړک د جوړولو د قرارداد ورکړه.

- د دايکنډي ولايت له رباط څخه تر ميرامور ولسوالۍ پورې د سړک د جوړولو قرارداد.

- له شبرغان تر سرپل پورې د سړک د جوړولو قرارداد.

- پنجشېر ولايت کې د ۱۰۰ بستريز روغتون جوړولو قرارداد.

- د کابل ښار اړوند د پنځو روغتونونو لپاره (وزير محمد اکبر خان، ابن سينا، صحت طفل، د خير خانې او جمهوريت ۱۰۲ بستر) د عاجلو شعبو او جدي مراقبتونو د اړتيا وړ  درملو قرارداد.

- د کابل برېښنا رياست د برېښنا د ۱۲۳ قلمه تجهيزاتو د تدارک قرارداد.

- د پروان ولايت اړوند پشته سرخ څخه تر غوربند ولسوالۍ پورې د برېښنا د سب اسټېشن د ۱۲ قلمه تجهيزاتو د تدارک قرارداد.

- د کورنيو چارو وزارت اړوند د پنځه قلمه غير البسوي مصرفي توکو د تدارک قرارداد.

- او د ملي دفاع وزارت اړوند د پنځه عراده اور وژونکو موټرو د تدارک قرارداد.

سربېره پردې د ملي تدارکاتو کمېسيون د ملي اردو د يونيفورم د ګنډلو د قرارداد د وخت تمديد او انرژۍ او اوبو وزارت اړوند له عادي څراغونو څخه کم مصرفه ځراغونو ته د تبديلي د پروژې د آفر د ارزونې  د اجازې غوښتنليک تائيد کړ، مګر د ۲۰۱سېلاب قول اردو د صحرايي تحکيماتي ۱۶ قلمه موادو د قرارداد د فسخې په اړه د ملي دفاع وزارت اړوند وړانديز يې  د تخنيکي ستونزې د له منځه وړلو په غرض بېرته ور وګرځاوه.

د ملي تدارکاتو کمېسيون په دې ناسته کې د کمېسيون پر رئيس او غړيو سربېره د کورنيو او بهرنيو څارونکو په ګډون د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسيونونو، سيګار، سېستيکا غوڅ ملاتړ او د افغانستان د روڼتيا څار ادارې برخه اخستې وه.

- د کابل ښار اړوند د خيرخانې د سړکونو جوړول او قيرول، د قلعه نجارا له څلورلارې څخه 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha