صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | حکيمي:۴میاشتې وروسته په کابل کې د سولې په اړه غونډه جوړېږي

حکيمي:۴میاشتې وروسته په کابل کې د سولې په اړه غونډه جوړېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
حکيمي:۴میاشتې وروسته په کابل کې د سولې  په اړه غونډه جوړېږي

د افغانستان د ماليې وزير وايي، افغان ولسمشر د «سام» په ناسته کې نړيوالې ټولنې ته ويلي چې نېږدې څلور مياشتې وروسته به په کابل کې د سولې په اړه مهمه او يوه لويه غونډه جوړه شي.

اکليل حکيمي وايي چې کابل د سولې لپاره جوړېدونکې غونډې ته چمتووالي نيسي.

ښاغلي حکيمي چې د سام نړيوالې غونډې مسؤوليت يې په غاړه درلود د جمعې په ورځ يې له خبريالانو سره د غونډې معلومات شريکول وويل چې د سولې جوړېدونکې غونډې ته هيله من دي.

نوموړي زياته کړه:

"افغان ولسمشر تصميم نيولي چې نېږدې څلور مياشتې وروسته به يوه لويه ناسته چې په کې به نړيوال دوستان، د سيمې لوبغاړي ګډون ولري او کابل يې رهبري کوي جوړه شي، په ځانګړې توګه زه ورته هيله من يم، څو مياشتو وروسته به په دې برخه کې د ښو پرمختګونو شاهدان واوسو."

د ښاغلي حکيمي په خبره دغه غونډه چې د روان کال د دلوې په پنځمه په کابل کې جوړېږي، افغان چارواکي، د سيمې د هېوادونو او نړيوالې ټولنې استازي به په کې ګډون وکړي.

اکليل حکيمي سام غونډه بريالۍ وبلله او وايي چې په ټولو رخو کې يې د نړيوالې ټولنې استازو غوښتنې منلې او د افغان سولې د پروسې لپاره يې ژمنې تازه کړې دي.

ښاغلي حکيمي زياتوي د «سام» بل غونډه چې په راتلونکې کال کې د مرسته کوونکو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډون جوړېږي، د نړيوالې ټولنې استازي به د خپلو مرستو ژمنې يو ځل تازه کړي.

له دې وړاندې د افغانستان جمهوري رياست ويلي و د «سام» غونډه د افغانستان لپاره برخليک ټاکونکې ده چې د اقتصادي مسايلو ترڅنګ به په امنيتي وضعيت هم په کې خبرې وشي. وروسته له هغې چې امريکا د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره خپله استرتيژۍ اعلان کړه او د پاکستان په خاوره کې د تروريستانو د ځالو پر له منځه وړلو باندې ورکې ټينګار شوي، کابل هيله من دي چې له وسله والو طالبانو سره به د سولې خبرې پيل او ښه نتيجه به ورکړي.

افغان حکومت وايي، د «سام» په غونډه کې ورته معلومه شوې چې په راتلونکې څو مياشتو کې د سولې لپاره هيلې زياتې شوې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تداميچي ياماموتو چې له اکليل حکيمي سره په ګډه خبرې غونډه کې خبرې کولې وويل له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې زياتې مهمې دي.

نوموړي زياته کړه:

"دغه غونډه زياته مهمه ده ځکه په دغه پروسه کې به د افغان حکومت محور د سولې لپاره پر هڅو راڅرخي، له شک پرته به ټول هېوادونه له دغې غونډې ملاتړ وکړي، هغه څه چې مهمه دي هغه دادي چې د سولې لپاره ټولې هڅې به تر يو چتر لاندې راشي او رهبري به يې د افغانانو په لاس کې وي، همداشان نړيواله ټولنه سولې ته زيات اهميت ورکوي او په هره لاره چې وي له افغان حکومت سره به په دغه بهير کې مرسته وکړي."

دا چې په افغانستان کې د سولې د پلي کېدو د څرنګوالي لپاره هيلې زياتې شوې، خو له دې وړاندې هرځل وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړې، اوس به وليدل شي چې د کابل تازه هڅې څه نتايج له ځان سره لري که څنګه؟

له دې ټولو سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د افغانستان د سولې په بهير کې له پاکستان او چين وروسته د روسې رول مهم بولي.

  رحمت الله افغان

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha