صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | د ماليې وزير د تخار له والي سره د ټولګټو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ماليې وزير د تخار له والي سره د ټولګټو پروژو په اړه خبرې وکړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ماليې وزير د تخار له والي سره د ټولګټو پروژو په اړه خبرې وکړې

ماليې وزير اکليل حکيمي، د تخار له والي ډاکټر فضل الله مجددي سره د ټولګټو پروژو په اړه خبرې وکړې.

د ماليې وزارت د عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: دواړو لوريو د تخار ولايت په وضعيت، د خلکو لومړيتوب په پام کې نيولو سره د ټولګټو پروژو په پلي کولو، د ماوراء کوکچې سړک جوړولو په کار په دوام، د ښار د سړکونو په بيا رغولو او نورو اړوندو مسائلو بحث او خبرې وکړې.

پرېکړه وشوه، چې د دې ولايت د خلکو اړتيا او لومړيتوبونو له مخې، يوه معلوماتي بسته دي جوړه او د اړوندو ادارو له همغږۍ سره سم دي امکاناتو ته په کتو د راتلونکي کال په بودجه کې شامله شي.

ديو بل خبر له مخې، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د افغانستان لپاره د اسيا پراختيايي بانک له رئيس ښاغلي ساموئل تاميوا، سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوريو د پنځو هيوادونو (افغانستان، ايران، تاجکستان، قرغزستان او چين) تر منځ د ريل پټلۍ په نښلېدو، د ملي بودجې له لارې د لومړيتوب له مخې د پروژو او پروګرامونو په ملاتړ، په هيواد کې د سراسري ريل پټلۍ په جوړېدو، د لوړ پوړي پلاوي (SOM) ناستې ته په چمتووالي، سيمه ييزه همکارۍ، د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) پروګرام په وړتيا جوړولو او پياوړتيا، پانګونې ته په هڅولو، د دې بانک مرکزي څانګو ته د افغانانو په ګومارلو او د اسيا بنسټيزې پانګونې بانک (AIIB) سره په همغږۍ د پروژو په مالي ملاتړ بحث او خبرې وکړې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha