صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د ملي وحدت حکومت ۳ کلنې لاسته راوړنې

په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د ملي وحدت حکومت ۳ کلنې لاسته راوړنې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د ملي وحدت حکومت ۳ کلنې لاسته راوړنې

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ملي يووالي حکومت په تېرو درېيو کلونو کې د سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې لاسته راوړنې لري او پرمختګونه په کې شوي دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياند د د فتر سرپرست شاه حسين مرتضوي وايي، افغان حکومت په تېرو درېيو کلونو کې، د اقتصاد، سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخو کې لاسته راوړنې لري.

مرتضوي زياتوي:

"د سوداګرۍ، ټرانزيټ او اقتصاد په برخو کې څرګندې لاسته راوړنې لرو، نن زموږ پرمخ ګڼې لارې خلاصې دي، د چابهار له بندره نيولې، تراقينې او د اورګاډي پټلۍ، ځمکنۍ او هوايي لارو پورې،همدارنګه د منځنۍ اسيا د هېواد ونو په لور د لارو د خلاصولو په حال کې يو، او د منځني اسيا له هېوادونو سره په ښو اړيکو کې يو."

ښاغلي مرتضوي د هرات په ولايت کې د سلما د بند پرانيستو ته اشاره کوي وايي، د اوبو د مديريت په برخه کې هم ګامونه پورته شوي او اوس د اوبو د لسګونو بندونو کارونه روان دي.

افغان حکومت په تېرو دريو کلونو کې د سوداګرۍ، اقتصاد او ترانزيټ په برخو کې د پام وړ کارونه کړي او ځينې لويې اقتصادي پروژې يې، د سيمي او په تېره د منځنۍ اسيا د هېوادونو په مرسته،افتتاح کړي دي.

د ټاپي د پروژې پرانيسته، د اقينې بندر، د کاسا زر پروژه، د چاه بهار بندر د پروژې موافقنامه، په هرات ولايت کې د سلما د بند، د افغانستان او چين ترمنځ د اورګاډي پټلۍ، د هند او افغانستان ترمنځ هوايي دهليزاو بېلا بېلو هېوادونو ته د افغان چارواکو سفرونه او ورسره د سوداګريزو او ترانزيټي تړونونو لاسليک کېدل، د ملي يووالي د حکومت هڅې دي.

افغانستان چې پخوا تردې يې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د ناظر هېواد په توګه ګډون کاوه، په ۱۳۹۴ کال کې يې د دغه سازمان بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ.

د ترانسپورټي ستونزو هوارېدل، د صادراتو او کورنيو توليداتو زياتوالي او له نړيوالو بازارونو سره د افغانستان يوځاي کېدل، هغه اسانتياوې دي چې د افغان چارواکو په خبره، د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د افغانستان له غړيتوب سره، رامنځته کېږي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha