صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | د اقتصاد عالي شورا د افغان ټیلي‎کام او چینا ټیلي‎کام مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک تائید کړ

د اقتصاد عالي شورا د افغان ټیلي‎کام او چینا ټیلي‎کام مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک تائید کړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اقتصاد عالي شورا د افغان ټیلي‎کام او چینا ټیلي‎کام مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک تائید کړ

د اقتصاد عالي شورا غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمداشرف غني په مشرۍ جوړه شوه.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، د دولتي بانکونو د مډرن کولو پر طرحه، د خصوصي سکتور د پراختيا اجرايوي کمېټې، د افغان ټيلي کام او چينايي ټيلي کام مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ پر تفاهم ليک، چين څخه افغانستان ته د نوري فايبر پر تفاهم ليک د واخان بندر له لارې، په افغانستان کې د نوري فايبرترانسميشن د سيمه ييز او ښاري شبکو د نصب او فعاليت  لپاره د جواز صادرولو د پاليسۍ پر طرحې او د پرانيستي لاسرسي پر نوې شوې طرحې بحث او خبرې وشوې.

په پيل کې د ماليې وزارت معين خالد پاينده، د دولتي بانکونو د مدرن کولو ستراتيژيک پلان غونډې ته وړاندې کړ او وې ويل، په دغه پلان کې د مالي سکتور اوسني وضعيت، عمومي انتخابونه، د دولتي بانکونو د اوسني وضعيت مدرن کولو او د عملي حل لارو ارزونه شامل دي. هغه همداراز د دغه پلان د عمومي ګټو او ننګونو په اړه معلومات ورکړل.

د اقتصاد وزارت سرپرست مصطفي مستور وويل، په دولتي بانکونو کې د ظرفيت کمښت سره مخ يوو چې دا د ستونزو لامل شوي. هغه زياته کړه: مونږ بايد دولتي بانکونه تخصصي کړو او مشابه کارونه يو بانک ته وسپارو.

د ښار جوړولو چارو وزير سيد سعادت منصور نادري، د دولتي بانکدارۍ پر ارزښت ټينګار وکړ، وې ويل، د ښې بانکدارۍ اساس، د خلکو اعتماد او د مډرن خدمتونو وړاندې کول دي.

د ولسي جرګې وکيل عبيدالله رامين، پر خصوصي بانکونو د دولتي بانکونو په ارزښت ټينګار وکړ.

همداراز د مرکزي احصايې رئيس احمد جاويد رسولي، په بانکونو کې د واحد الکترونيکي سيستم پر جوړولو ټينګار وکړ.

د ولسي جرګې وکيل قدرت الله ذکي وويل، په دولتي بانکونو کې ستونزې شته او د افغانستان بانک دقيق څارنه نه ده کړې.

جمهوررئيس غني په دې اړه وويل، د بانکدارۍ فرهنګ يو عظيم فرهنګ دي. هغه د ښاغلي زابلي د کارونو يادونه وکړه او وې ويل، زابلي په څلورو کلونو کې ملي بانک په بين المللي بانک بدل کړ او ملي بانک په افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ بنسټ کېښود.

جمهوررئيس ددې ترڅنګ چې په افغانستان کې يې د بانکي کارونو لپاره د مرحوم عبدالمجيد زابلي له تجربو څخه استفاده مهمه وبلله، د بانکونو د پياوړې او بنيادي څارنې او معياري کولو لپاره يې پر بنيادي طرحې ټينګار و کړ.

د هېواد جمهوررئيس څرګنده کړه، بانکونه بايد روښانه ستراتيژي او موخه ولري او پر بانکونو اقتصادي پانګونې ته اړتيا ده. هغه ټينګار و کړ، چې بانکداري بايد مسلکي وي او د دولتي بانکونو مسلکي ظرفيت بايد وارزول شي.

جمهوررئيس غني وويل تر دې د مخه د بانکونو د فعاليت جواز په غير معياري توګه ورکړل شوي. هغه د ماليې وزارت او مرکزي بانک مسولينو ته دستور ورکړ چې د بانکدارۍ د احيا لپاره په يوه جامع طرحه کار وکړي.

همداراز جمهوررئيس وويل، په نوې بانکدارۍ کې مديريتي موضوع، معيارونه او له ټکنالوژۍ څخه استفاده مهم دي.

وروسته د سوداګرۍ وزير همايون رسا د خصوصي سکتور اجرايي انکشاف کمېټې او د دې کمېټې د کاري ډلو په اړه چې مالي او بانکدارۍ، کرنه، سوداګرۍ، کوچني او منځني تشبثات، زيربنا، ځمکه، انرژۍ او حقوقي برخې په کې شاملې دي، معلومات ورکړل.

جمهوررئيس غني د احصائيې په ارزښت ټينګار وکړ وې ويل، عنعنوي احصايې زموږ د عصر د مديريت ځواب ويونکي نه دي او بنسټيزو کارونو ته اړتيا ده، تر څو وتوانېږو د يوې معياري ټولنې په توګه ټولو برخو ته لاسرسي ولرو. هغه زياته کړه: هغه اقدامات چې د برېښنايي تذکرې او احصائيې په برخه کې شوي دي، د دې ستونزې په حلولو کې به مرسته وکړي.

جمهوررئيس وويل، موږ بايد د ستونزو د تشخيص لپاره اراده ولرو او لومړيتوبونه بشپړ کړو.

اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وويل، د استخدام په ځانګړي ډول د سي بي آر په برخه کې دې چټکتيا رامنځته شي، ترڅو تازه دمه انساني ځواک چې د شاخصونو په تطبيق کې مرسته کوي، استخدام شي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون رئيس احمدنادر نادري وويل، د استخدام پر اولويت بندۍ کار دوام لري او د استخدام پروسې ته سرعت (چټکتيا) ورکول کېږي.

دغه راز د جمهوررئيس سترسلاکار ډاکټر محمد همايون قيومي، د ولسي جرګې غړي عبيدالله رامين او خانجان الکوزي د خصوصي سکتور اجرايي انکشاف کمېټې په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او د هغې پر اولويت بندۍ يې ټينګار وکړ.

ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت سرپرست شهزاد اريوبي د افغان ټيليکام او چينا ټيليکام مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ تفاهم ليک او د واخان دهليز له لارې له چين څخه افغانستان ته د نوري فايبر د تفاهم ليک په اړه معلومات ورکړل.

اريوبي د افغان ټيليکام او چينا ټيليکام مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ تفاهم ليک په اړه معلومات ورکړل وې ويل، دا تفاهم ليک د مخه د افغانستان او چين ولسي جمهوريت لاسليک کړي دي.

جمهوررئيس غني د نوري فايبر شبکې په اړه وويل، د نوري فايبر شبکه منځنۍ او جنوبي اسيا سره د چين د نښلولو مهم او لومړني ګام دي. هغه د افغانستان حکومت او خلکو په استازيتوب د چين حکومت او خلکو څخه مننه وکړه.

د اقتصاد عالي شورا د دې ترڅنګ چې ياد تفاهم ليک يې تائيد کړ د هغه د مالي سرچينو د تامين په لټولو يې هم ټينګار وکړ.

د غونډې په پاي کې د اترا ادارې رئيس نجيب عزيزي په افغانستان کې د نوري فايبر ترانسميشن د سيمهييز او ښاري شبکو د نصب او فعاليت لپاره د جواز صادرولو د پاليسۍ پر طرحې او د پرانيستي لاسرسي پاليسۍ د تجديد شوې طرحې د راپور په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.

جمهوررئيس غني وويل، په دې اړه او همدارنګه د اترا ادارې د وضعيت او شته ستونزو د ارزونې په اړه، ځانګړې غونډې ته اړتيا ده.

د اقتصاد عالي شورا له هراړخيزو بحثونو وروسته ياده پاليسي تائيد کړه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha