صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | ملي تدارکاتو کمېسیون د دوشي- بامیان سړک د شپږمې برخې جوړولو په ګډون څلور قراردادونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کمېسیون د دوشي- بامیان سړک د شپږمې برخې جوړولو په ګډون څلور قراردادونه منظور کړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ملي تدارکاتو کمېسیون د دوشي- بامیان سړک د شپږمې برخې جوړولو په ګډون څلور قراردادونه منظور کړل

د ملي تدارکاتو کمېسيون غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمداشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې ملي تدارکاتو کمېسيون د ۲ مليارد افغانيو په ارزښت د ۲۵ کيلومتره په اوږدوالي د دوشي-باميان سړک د شپږمې برخې د جوړولو تر څنګ درې نور قراردونه منظور کړل. په دې ناسته کې منظور شوي قراردادونه په لاندې ډول دي:

 د عامې روغتيا وزارت اړوند د طبي اکسيجن او د لوړو زدهکړو وزارت اړوند د تحصيلي بنسټونو د اعاشوي او لابراتواري تجهيزات تدارک؛

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د لومړۍ برخې کار د پيل په  اړه د اوبو او انرژۍ وزارت او نړيوال بانک د پيشنهادي طرحې منظوري. د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په دې برخه کې ، د پروژې د چاپيريال ساتنې او اجتماعي مطالعاتو سروې اړوند مسايل به هم تطبيق شي.

      د زراعت د مارکيټ زيربنايي پروژې اړوند
 د   پنځه 
بابه عصري مسلخونو ودانيو زماني تعديل او د جوړېدو طريقه يې چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پيشنهاد کړې وه.

دغه راز د ملي تدارکاتو کمېسيون په غونډه کې د عامې روغتيا وزارت اړوند د بستر تجهيزاتو پيشنهادي قرارداد رد شو او لارښوونه وشوه چې نوې پروسه دې د مقيدي سيالۍ له لارې وړاندې شي.

په دې غونډه کې اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ماليې او عدليې وزيرانو، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولېنو، دسيګار او غوڅ ملاتړ او د مشرانو جرګې د مالي ملي اقتصاد او بودجې کمېسيون څارونکو هم ګډون کړي وو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha