صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | جمهوررئیس غني : د صنعتکارانو ټولې معقولې او مشروع غوښتنې به عملي شي

جمهوررئیس غني : د صنعتکارانو ټولې معقولې او مشروع غوښتنې به عملي شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئیس غني : د صنعتکارانو ټولې معقولې او مشروع غوښتنې به عملي شي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمداشرف غني په حضور کې پرون ماسپښين د کور او ښار جوړولو وزارت او د کانونو او صنايعو د نوې جوړې شوې خونې ترمنځ د همکارۍ قرارداد لاسليک شو.

په دغه مناسبت د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې جوړو شويو مراسمو کې چې د هېواد لومړۍ ميرمن، د اقتصادي سکتور يو شمېر مسوولانو او د هېواد د صنعتکارانو استازو حضور درلود، لومړي د کور او ښار جوړولو وزير سيدسعادت منصور نادري په خپلو خبرو کې له صنعتي پلوه د هېواد د خودکفايي په لور د جمهوررئيس له هڅو مننه وکړه.

 هغه وويل: دا په تاريخ کې لومړي ځل دي چې زموږ خصوصي سکتور او ودانيز صنعت دومره پرمختګ کړي دي او له بلې خوا لومړي ځل دي چې دغه سکتور د دولت له دومره ملاتړه برخمن دي.

ښاغلي نادري په تېرو دوو کلونو کې د کور او ښار جوړولو وزارت لاسته راوړنو ته په اشارې وويل، هڅه يې داده چې ښارونه بايد د کار او توليد په مرکزونو بدل شي او په دې برخه کې ښاري پلانونه او پروګرامونه لري چې د جمهوررئيس تر مستقيم نظارت لاندې پرې کار روان دي.

هغه وويل، دا چې د ۱۳۹۷کال له پيل سره به د ټولو دولتي ودانيو جوړول د کور او ښار جوړولو وزارت په غاړه وي، په دې کې به د کورنيو توليداتو کارول نه يوازې زموږ ودانيز صنعت لا پياوړي کړي، بلکې زرګونو خلکو ته به په کې کار پيدا شي او له دې لارې به دغه هدف ته نږدې شو چې افغانستان له وارداتي هېواده په صادراتي هېواد بدل کړو.

ښاغلي نادري ټولو صنعتکارانو ته ډاډ ورکړ چې د ټولو هغو ودانيزو توکو ليست يې ترتيب کړي دي چې په کور دننه توليديږي او په ودانيزو چارو کې به له دغو توليداتو کار واخيستل شي او د دغه هوکړه ليک په اساس به وکولاي شو چې د دولت او صنعتکارانو ترمنځ هر اړخيزو همکاريو ته لار اواره کړو.

ورپسې د صنعتکارانو د اتحاديې مشر شيرباز کمين‌زاده په خپلو خبرو کې وويل، سره له دې چې هېواد مو له سختې جګړې سره مخ دي او په داسې حساسو شرايطو کې مو جمهوررئيس صنعت ته پاملرنه کوي دا د ده د ژورې پوهې او درک نښه ده چې د کورنيو توليداتو له اهميت څخه يې لري او له دې امله يې د ټولو صنعتکارانو په استازيتوب ورڅخه مننه وکړه.

ښاغلي کمين‌زاده وويل، موږ په بېلابېلو برخو کې هېواد ته ژمن صنعتکاران لرو او دوي چمتو دي چې د هېواد وارداتي اقتصاد په توليدي اقتصاد بدل کړي او په خلکو يې غږ وکړ چې له کورنيو توليداتو څخه ملاتړ او استفاده وکړي او له جمهوررئيس څخه يې مننه وکړه چې خپله هم په داخل کې توليد شوي بوټان په پښو کوي او ټولو دولتي ادارو ته يې ويلي چې کورنيو توليداتو ته لومړيتوب ورکړي.

ښاغلي کمين‌زاده وويل، کله چې د اقتصاد عالي شورا لومړنۍ غونډه جوړيده موږ د صنعتکارانو په استازيتوب لس غوښتنې مطرح کړې، چې تر دې مهاله مو اوه غوښتنې عملي شوي دي او په پاتو هم کار روان دي.

 هغه د قوانينو د اصلاح، زيربناوو لپاره د ځمکو د ورکړې، د مالياتو او برېښنا د کموالي په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه مشخص وړانديزونه وکړل.

همدارنګه غونډې ته د هرات ولايت د صنايعو او کانونو خونې رئيس حميدالله خادم، د ننګرهار د صنعتکارانو د اتحاديې رئيس حاجي تورملنګ، د بلخ د صنعتکارانو د اتحاديې رئيس سيد محمد ظاهر روشن‌زاده، د کندهار د صنعتکارانو د اتحاديې مرستيال ګلنواز شيواني، د کابل د صنعت کارانو په استازيتوب د پيمان ايس کريم شرکت رئيس سخي احمد پيمان په خپلو خبرو کې د جمهوررئيس څخه د کورني صنعت د ملاتړ په خاطر مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې صنايعو او کانونو د جلا خونې په جوړيدو سره به يې ستونزې تر ډېره حده حل شي.

دغو ويناوالو په خپلو خبرو کې وويل چې دوي په ډېرو سختو شرايطو کې پانګونه کړي چې د کاميابۍ هيڅ چانس يې نه و، خو اوس يې چې دولت هم ملاتړ کوي او قوانين يې هم په ګټه دي خپلې هڅې به لا ګړندۍ کړي.

دوي په خپلو اړوندو ولايتونو کې په صنعتي پارکونو کې د کاناليزاسيون نشتوالي، چاپيريال ساتنې ته نه پاملرنه، د اطفايي نشتوالي، د دولتي خدمتونو کموالي، د برېښنا کمښت، د ځمکو عصب او د امنيت په اړه خپلې اندېښنې له جمهوررئس سره شريکې کړې او د هغې د حل په موخه يې د حکومت د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

دغو صنعتکارانو د حکومت د اقتصادي او انکشافي برنامو د ملاتړ تر څنګ له جمهوررئيس څخه وغوښتل چې را روان ۱۳۹۷کال دې د کورنيو توليداتو څخه د ملاتړ کال په نوم ونمانځل شي.

همدارنګه غونډه ته په فرهنګي چارو کې د جمهوررئيس سلاکار اسدالله غضنفر د صنايعو او کانونو خونې د جوړيدو په اړه د جمهوررئيس غني حکم ولوست چې له مخې به يې د سوداګرۍ او صنايعو له خونې څخه د صنايعو برخه جلا او د يو مستقل حقوقي شخصيت په توګه به د صنايعو او کانونو د خونې په نامه فعاليت پيلوي

ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني وينا وکړه وې ويل، نن واقعا يوه ځانګړې ورځ ده، د افغانستان دښمنان د مرګ خو د هېواد صنعتکاران د ژوند، سوکالۍ او پيوستون پيغام لري. هغه زياته کړه، صنعتکاران ډارن نه دي، بلکې اصلي جهاد دوي تمثيلوي او د دې خاورې په راتلونکي باور لري او په پرله پسې توګه نوې طرحې او مفکورې وړاندې کوي.

جمهوررئيس وويل، افغان صنعتکاران د تقسيم لامل نه دي، بلکې د افغانستان د وحدت لامل شوي دي.

افغان صنعتکاران د هېواد سوکالي غواړي او باور لري چې دغه پريمانه او ستره شتمنې چې خداي تعالي موږ ته راکړې ده، د افغانانو په خپل همت به د سوکالۍ، ثبات او د خلکو د ژوند وسيله جوړيږي.

جمهوررئيس د صنعتکارانو د ملي ژمنې څخه په مننې وويل، تاسې په حل لارو فکر کوي نه په مشکلاتو او د هغو لپاره ښه بېلګه ياست چې د يو غران لپاره يو ميليارد بربادوي.

جمهوررئيس غني دې ته په اشارې چې د مسلمانانو لارښود حضرت محمد (ص) سوداګر و، وويل: له همدې امله زموږ دين د نوښت، سوداګرۍ او صنعت دين دي.

هغه وويل، زه يو نجيبه مثلث د افغانستان د سوکالۍ او ثبات لامل بولم چې د دغه مثلث يوه څنډه صنعتکاران دي، ځکه تر هغو مو چې هېواد توليدي نشي، پرمختګ او ترقي امکان نه لري.

جمهوررئيس وويل، د دغه مثلث بله څنډه دولت دي او دولت بايد د صنعتکارانو اخلاقي سهمدار وي او د دولت پيسې بايد مصرفي نه وي بايد دا پيسې توليدي نقش ولري او دا نن چې څوک چغي وهي د دوي وارداتي ګټې په خطر کې دي.

جمهوررئيس د نجيه مثلث درېيمه څنډه خلک او په ځانګړي ډول ښځې وبللې وې ويل، هره ښځه بايد کورنيو توليداتو ته ترجيح ورکړي او دا کار بايد په يوې ملي ژمنې بدل شي.

جمهوررئيس د صادراتو په زياتوالي او د وارداتو په کموالي ټينګار وکړ وې ويل، دولت بايد د صنعتکارانو په خدمت کې د هغوي دوامداره شريک پاتې شي او صنعتکارانو ته د تقاضا شرايط، بازار او اسانتياوې برابري کړي.

هغه وويل، دوه کاله مخکې د صنعتکارانو او دولت ترمنځ اړيکه نه وه موجوده، خو اوس تاسې خپله وويل چې له لسو غوښتنو مو اوه عملي شوي دي او زياته يې کړه: د دولت او صنعتکارانو ګډ پلاوي دې جوړ شي چې ستاسو ټولې غوښتنې په کې وڅيړل شي.

جمهوررئيس د ځمکو په غاصبينو غږ وکړ چې يا غصب شوي ځمکې خوشي کړئ او يا دې د دولت جدي اقداماتو ته په تمه شي.

جمهوررئيس وويل، قوانينو کې بايد داسې تغييرات راشي چې پانګونه زياته شي او له صنعتکارانو يې وغوښتل چې يوه کمېټه جوړه او هغه کې ټول هغه قانوني موارد په نښه کړي چې بدلول غواړي.

جمهوررئيس ژمنه وکړه چې راتلونکي کال به له صنعت څخه د ملاتړ کال ونوموي او په ټول افغانستان کې به ونمانځل شي او يادونه يې وکړه چې واړه کانونه به ژر افغان صنعتکارانو ته په واک کې ورکول شي او د ښار جوړولو وزير ته يې لارښوونه وکړه چې د کورنيو توليداتو د يو دايمي نندارتون د جوړولو په خاطر لاس په کار شي.

همدارنګه جمهوررئيس وويل تر راتلونکي څلورو کلونو پورې به افغانستان د برېښنا له اړخه خودکفا شي او له صنعتکارانو يې وغوښتل چې راشي او د برېښنا د توليد په برخه کې پانګونه وکړي.

محمداشرف غني وويل، صنعتکاران زموږ د ټولو اقتصادي ليدلورو او پاليسيو يو اساسي رکن دي او زياته يې کړه، د صنعتکارانو ټولې معقولې او مشروع غوښتنې به عملي شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha