صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | د ګمرکونو نړیوال سازمان د افغانستان د ګمرکونو په عصري کولو كې مرسته کوی

د ګمرکونو نړیوال سازمان د افغانستان د ګمرکونو په عصري کولو كې مرسته کوی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ګمرکونو نړیوال سازمان د افغانستان د ګمرکونو په عصري کولو كې مرسته کوی

د ګمرکونو نړيوال سازمان له افغانستان سره د ګمرکونو په عصري کولو او د سيمې له هېوادونو سره د دغه هېواد د ګمرکونو په نښلولو کې مرسته کوي.

د افغانستان د ماليي وزارت وايي چې د ګمرکونو په برخه کې اصلاحات د عوايدو د لوړېدو او د ټرانزيټ او سوداګرۍ د پياوړتيا لامل ګرځي.

د ماليي وزير اکليل حکيمي د يکشنبې په ورځ د ګمرکونو د نړيوال سازمان له سکرټر جنرال سره د همکاريو د يوه تفاهمليک د لاسليک غونډې ته وويل، افغان حکومت غواړي چې اصلاحات يې د ګمرکونو د نړيوال سازمان له معيارونو سره سم وي.

ښاغلي حکيمي د دغه تفاهمليک په اړه خبري غونډې ته وويل:

"هغه ژمنې چې افغانستان درلودلې، موږ د کيوتو له کنوانسيون سره نښلوي، کوم چې د کروشيا د کانوانسيون مطابق دي، هغه موږ لاسليک کوو او زموږ يوه ژمنه ده، لکه څنګه چې د ګمرکونو نړيوال سازمان په دې برخه کې د مرستو ژمنه کړې چې څنګه عصري سېسټم ولرو او د نورو هېوادونو له تجربو ګټه واخلو.

ښاغلي حکيمي وايي چې وار له مخه يې د ګمرکونو ځيني کارکوونکي هندوستان، اذربايجان او يو شمېر نورو هېوادونو ته لېږلي چې د هغو هېوادونو له تجربو زده کړې وکړي.

د افغانستان د ماليي وزارت وايي، د ګمرکونو په برخه کې اصلاحات په جدي ډول تعقيبوي چې له امله يې عوايد تر ۱۵۳ مېليارده افغانيو رسېدلي دي.

د ګمرکونو نړيوال سازمان چې ۱۸۲ غړي لري، افغانستان ته په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې غړيتوب ورکړ. د ګمرکونو په برخه کې د اصلاحاتو او د سېسټمونو د عصري کېدو خبرې داسې وخت کېږي چې د افغانتسان په ګمرکونو کې لا هم له فساده شکايتونه موجود دي.

خو د ګمرکونو د نړيوال سازمان سکرټر جنرال کنيو ميکوريا وايي چې له افغانستان سره د ګمرکونو په برخه کې مرستې به دا هېواد د سيمې د هېوادونو له عصري ټکنالوژۍ سره اشنا او ونښلوي.

کنيو ميکوريا زياته کړه: "موږ به معياري وسائل او ظرفيتونه چمتو کړو، تر څو افغانان له نړيوالو معيارونو سره سم خپل کارونه مخ ته يوسي او يقيني شي چې که پروسه داسې مخ ته ولاړه شي، له نورې نړي سره وصلېږو."

نوموړي ګمرکونه د افغانستان د عوايدو يوه مهمه سرچينه بولي او وايي، د ګمرکونو په برخه کې بايد ښه مديريت رامنځته شي.

افغان کارپوه سيد قياس سعيدي که څه هم د ګمرکونو معياري کېدل مهم ګڼي، خو وايي چې د عوايدو د لوړېدو او د فساد د مخنيوي لپاره بايد د څار قوي قوه او د مکافاتو او مجازاتو سېسټم رامنځته شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha