صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳٫۶میلیارد افغانیو په ارزښت د سلما بند د برېښنا مزي د لېږد او فعالولو ترڅنګ ۱۹ نور قراردادونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳٫۶میلیارد افغانیو په ارزښت د سلما بند د برېښنا مزي د لېږد او فعالولو ترڅنګ ۱۹ نور قراردادونه منظور کړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳٫۶میلیارد افغانیو په ارزښت د سلما بند د برېښنا مزي د لېږد او فعالولو ترڅنګ ۱۹ نور قراردادونه منظور کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون په ارګ کې غونډه وکړه او د شاوخوا ۳٫۶ميليارد افغانيو په ارزښت يې ۲۰قراردادونه منظور کړل چې په لاندې ډول دي.

- د سلما بند څخه د کروخ تر سټيشن پورې د برېښنا د ۱۱۰کيلو واټه مزي د انتقال، ډيزاين، چمتو کولو، جوړولو، فعالولو، دغه راز د پښتون زرغون، اوبه، کروخ او چشت شريف ولسواليو ته د مزي لېږد او د ويش شبکه او يادو څلورو ولسواليو ته د برېښنا لېږدونکو توکو چمتو کولو قرارداد.

- د هرات ولايت د نورالجهاد سب سټيشن فعالولو او ډيزاين قرارداد؛

- په نورستان، غور، کنړ، زابل، سرپل او کابل ولايتونو کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو ۷قراردادونه،

- د روغتيا وزارت د اړتيا وړ د اوبو د تقطير او هيموډياليز د ماشين الاتو چمتو کولو قرارداد؛

- د ملي دفاع وزارت قطعاتو او جزوتامونو د اړتيا وړ د پخلي او پاکولو توکو قرارداد؛

- د کورنيو چارو وزارت د البسوي تجهيزاتو او قرطاسيې د دوه قراردادونو تمديد؛

- د ټاکنو خپلواک کمېسيون لپاره د زيرک (ټبليټ) سيستم تدارک؛

- سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د انتقال په خاطر د دوه الوتکو کرايه کولو قرارداد؛

- دلويي څارنوالى د نقليه وسيلو د خريدارۍ قرارداد د شرکت د مالياتي  تصفيې او بودجې له شته‌والي څخه د ډاډ ترلاسه کولو په شرط منظور شو.

- د افغان ټيلکام مخابراتي شرکت اړوند د حفظ او مراقبت تجهيزاتو قرارداد هم د شرکت د مالياتي تصفيې په شرط تائيد شو.

له بلې خوا ملي تدارکاتو کمېسيون د سمنګانو د کيلي او د بلخ ولايت د شاديان تنګي د اوبو بندونو د ډيزاين او جوړولو پروژو په اړه پرېکړه وکړه چې د هغو د تدارکاتو اوسني بهير دې فسخه شي او همدارنګه لارښوونه وشوه چې د جمهوري رياست، اجرائيه رياست، ملي شورا، ماليې وزارت، اقتصاد وزارت، اړوندو ادارو او په زيربنايي چارو کې د جمهوررئيس د ستر سلاکار دفتر څخه دې يو ترکيبي پلاوي جوړ شي تر څو کورني او بهرني معتبر او ظرفيت لرونکي شرکتونه د بندونو د پروژو د تطبيق په خاطر تشخيص کړي.

سربيره پر دې د ملي تدارکاتو کمېسيون د حيرتانو له بندر څخه د غنمو د لېږد قرارداد تمديد په اړه پريکړه وکړه چې د څيړونکو يو پلاوې دې ياد بندر ته ولاړ شي او ضمنا يې لارښوونه وکړه چې د ماليې وزارت دې د بندرونو د مسولينو بستونه اعلان ته ورکړي او په شرايطو برابر اشخاص دې په رقابتي ډول استخدام کړي.

له قرباغ څخه تر کندهاره د پنځو سب‌ستيشنونو د پروژو قرارداد په اړه د اقتصاد وزارت راپور چې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند دي، د کمېسيون له خوا و ارزول شو او پرېکړه وشوه چې د افغانستان بيا رغاونې څار امريکايي بنسټ، (سيګار) او د امريکا د متحدوايالتونو انکشافي ادارې يا ( USAID ) استازي، د لوې څارنوالې د استازي په مشرۍ د کورنيو چارو وزارت د درنو جرمونو سره د مبارزې عمومي رياست له استازو څخه جوړ شوي پلاوي دې مطرح شوې موضوع په هړ اړخيزه توګه وڅېړي.

په دغې غونډه کې اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله، د جمهوري رياست دويم مرستيال محمدسرور دانش، د ماليې، عدليې او اقتصاد وزيرانو او د ملي تدارکاتو ادارې مسئولينو، د سيګار او غوڅ ملاتړ سيستيکا څارونکو او همدارنګه د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمېسيون، د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسيون او له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس څارونکو هم ګډون درلود.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha