صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | ملي تدارکاتو کمېسیون د دولس نیم میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۰قراردادونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کمېسیون د دولس نیم میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۰قراردادونه منظور کړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ملي تدارکاتو کمېسیون د دولس نیم میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۰قراردادونه منظور کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون په ارګ کې غونډه وکړه.

په دغه غونډه کې د دولس نيم ميليارد (۱۲,۵) افغانيو په حدودو کې ۲۰ قراردادونه منظور شول. چې مهم قراردادونه يې په لاندې ډول دي:

- د سروبي ولسوالۍ د ( ۲۰کيلوولټ /۱۱۰) سب سټيشن پروژې ډيزاين، لېږد، نصب او فعالول،

- له اقينې څخه تر اندخوي او شبرغان پورې د ۵۰۰کيلو واټه برېښنا د لېږد پروژه او همدارنګه په لوګر ولايت او د پکتيا ولايت ګرديز ښار کې د برېښنا د وېش شبکې فعالول،

- د کمال‌خان بند د درېيم فاز جوړول، د اقتصاد وزارت او په زيربنايي چارو کې د جمهوررئيس د ستر سلاکار د ارزونې په شرط منظور شو،

- د تخار ولايت له بنګي څخه تر اشکمش پورې سړک د لومړۍ برخې د درېيم فاز جوړول،

- د لغمان ولايت له مهترلام بابا څخه تر بادپښ ولسوالۍ پورې د سړک جوړول،

- د لوګر ولايت د خوشي ولسوالۍ په کنډو کلي کې د ۱۴کيلومتره سړک پخول،

-د نيمروز ولايت زرنج ولسوالۍ کې د ۹کيلو متره سړک بيارغاونه،

- د ترانس هندوکش د اتصالي سړک پروژې لپاره د مشورتي خدمتونو شرکت د قرارداد تعديل،

- د شهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي مرکز جوړولو پروژه،

- د چارو د عمومي ادارې رياست اړوند د معلوماتي ټکنالوژۍ ۳۶قلمه تجهيزات،

 -او د ملي دفاع وزارت اړوند د اعاشوي توکو، فرشونو، د پخلنځي وسايلو، طباعتي ماشين الاتو ۵ قراردادونه په کې شامل دي

ملي تدارکاتو کمېسيون د پنجشير ولايت، د تخار ولايت د چال او د بادغيس ولايت د آب شوره  ذخيروي بندونو د تخنيکي څيړنې پروژه د لا زياتې ارزونې په موخه بېرته ور وګرځوله.

په دغه غونډه کې د يو شمېر پروژو په ځانګړي ډول د روغتونونو او د وينې د بانکونو ټولنيزې، بودجوي او تخنيکي ستونزې چې له پخوا موجودې وې هم وارزول شوې.

غونډې د يو شمېر هغو پروژو په خاطر چې له مالي ستونزو سره مخ دي ماليې وزارت مکلف کړ، چې موضوع له تمويلوونکو سره شريکه کړي او حل لارې يې ولټوي. هغه پروژې چې له ټولنيزو ستونزو سره مخ دي د اړونده ولايتونو واليانو سره د تماس له لارې دې حل لارې وسنجول شي.

ملي تدارکاتو کمېسيون د افغانستان برېښنا شرکت او د فوايد عامې وزارت اړوند قراردادونو د منظورۍ پر مهال ياد بنسټونه مکلف کړل چې د قرارداد ګټونکو شرکتونو د اسنادو د کره‌والي او کليدي کارکوونکو د وړتيا په اړه غونډې ته ډاډ ورکړي.

په دغه غونډه کې د جمهوررئيس دويم مرستيال محمدسرور دانش، اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ماليې، اقتصاد او عدليې وزيرانو، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولانو، د سيګار، د مشرانو جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمېسيون، اداري فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس او د غوڅ ملاتړ د سيستيکا ادارې څارونکو ګډون کړي
 وو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha