صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | جمهور رئیس غني: زرنج به د افغانستان دويم وچ ترانزيتي او سوداګريز بندر وي

جمهور رئیس غني: زرنج به د افغانستان دويم وچ ترانزيتي او سوداګريز بندر وي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رئیس غني:  زرنج به د افغانستان دويم وچ ترانزيتي او سوداګريز بندر وي

افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني د مشورتي ناستو په لړ کې د هلمند، ارزګان، فراه، دايکنډي او نيمروز ولايتونو واليانو، مشرانو او د ملي شورا، ولايتي شورا او مدني ټولنې يو شمېر استازو سره په جلا جلا کتنو کې په امنيتي، انکشافي او اجتماعي برخو کې د يادو ولايتونو ستونزې واورېدې.

په دغو جلا ناستوکې چې په ارګ کې ترسره شوې، په پيل کې قومي مشر امير حفيظ الله، مدني فعال سردار محمد همدرد او د ولايتي شورا وکيل عبادالله عليزي د هلمند د والي کړنې او په عدلي او قضايي ارګانونو کې مثبت بدلونونه او اصلاحات وستايل او د هلمند او کندهار-لښکرګاه لويې لارې امنيتي ستونزې يې له جمهور رئيس سره شريکې کړې.

يادو ويناوالو اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د والي د صلاحيتونو د زياتوالي، د پوليسو په ليکو کې د اصلاحاتو او په هلمندکې د امنيت د تامين په موخه د تصفيوي عملياتو د پيلولو وړانديزونه وکړل.

جمهور رئيس غني له يادو ويناوالو څخه له دې امله مننه وکړه، چې د هلمند ولايت د ولسونو ستونزې يې په وضاحت ورسره شريکې کړې او همدارنګه يې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د هلمند ولايت د شهيدانو په حق کې دعا کړه. هغه زياته کړه، په امنيتي، انکشافي او اجتماعي برخو کې د شته ستونزو د حل په موخه به اړوندو مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړي او په دې برخه کې يې د ولسونو مرسته او همکاري هم مهمه وبلله.جمهور رئيس د کورنيو چارو وزير ته لارښوونه وکړه، چې دپوليسو په ليکو کې د لازمو اصلاحاتو لپاره پلان ترتيب او له جمهوري رياست سره شريک کړي. هغه زياته کړه، د هلمند والي ته به د يوې طرحې له مخې د اصلاحاتو په موخه په هلمند کې د ادارو د ارزولو، د تغيراتو او اصلاحاتو راوړلو  صلاحيت ورکړي.

د هېواد جمهور رئيس د ملي دفاع وزير ته دستور ورکړ چې د ۲۱۵ميوند قول اردو مسوولينو ته  د تصفيوي عملياتو د ترسره کولو په موخه د امنيتي پلان د برابرولو دنده ورکړي.

ورپسې په بله جلا ناسته کې د ارزګان ولايت د ولايتي شورا رئيس اميرخان بارکزي، د ولايتي شورا غړي عبدالله حقبين او قومي مشر حاجي معلم رحمت الله د ارزګان ولايت او لويو لارو امنيتي، د کلينيک، ښوونځيو او انکشافي برخو کې شته ستونزې له جمهور رئيس سره شريکې کړې او د پوليسو په ليکو کې يې د زياتو اصلاحاتو او همدارنګه د مکافاتو او مجازاتو د اصل د تطبيق غوښتنه وکړه.

جمهور رئيس غني له دوي څخه د اصلاحاتو او مثبتو بدلونونو د غوښتلو له امله د مننې پرمهال د ارزګان ولايت د شهيدانو په حق کې د فردوس جنت دعا وکړه اود اصلاحاتو په برخه کې يې د مشرانو، علماو او د بېلابېلو اقشارو د استازو او ولسونو مرسته مهمه وبلله.

جمهور رئيس د ارزگان والي ته لارښوونه وکړه، چې په اړوندو ادارو کې د اصلاحاتو په موخه دې يوه طرحه ترتيب کړي چې د هغې په رڼا کې به د اصلاحاتو عملي پلان ترتيب او د والي صلاحيتونه زيات او واضح شي.

محمد اشرف غني وويل، ولسوالان بايد ولسي پوهه او اړيکې ولري، تر څو د خلکو ستونزې په ښه توګه حل کړي. هغه زياته کړه، د امنيتي او دفاعي ځواکونو تر منځ به همغږي لا زياته او واحده قومانده به ايجاد شي.

وروسته جمهور رئيس محمد اشرف غني د نيمروز خلکو سره په جلا کتنه کې حاجي نعمت الله صديق، حاجي محمد صديق چخانسوري او حاجي عبدالله نورزي د نيمروز د خلکو په استازيتوب خبرې وکړې او له جمهور رئيس څخه يې نيمروز ولايت ته د ځانګړې پاملرنې له امله مننه وکړه. هغوي وويل، د کمال خان دويم فاز کار بشپړ شوي او د خلکو د څښاک د اوبو ستونزه تر يوه حده هواره شوې ده.

  هغوي وړانديز وکړ چې د نيمروز ولايت امنيتي تدابير دې ټينګ شي، د کمال خان بند د دريم فاز کار دې پيل شي، په نيمروز ولايت کې د بندونو او سربندونو، د زرنج حلقوي سرک او د ابريشم پل تر څنګ د دويم پل جوړولو ته دې پاملرنه وشي.

جمهور رئيس غني د دوي د غوښتنو او وړانديزونو له اورېدلو وروسته وويل، مسوولينو ته يې د ابريشم پل تر څنګ د دويم پل د جوړولو امر کړي چې ډېر ژر به يې ابتدايي کارونه پيل شي. هغه زياته کړه، کمال خان بند د نيمروز او افغانستان د خلکو ۴۰۰ کلنه ارزو ده چې ژر به دغه ارزو پوره شي.

د هېواد جمهور رئيس وويل، زرنج به د افغانستان دويم وچ ترانزيتي او سوداګريز بندر وي او مقدماتي کارونه يې هم پيل شوي دي. هغه زياته کړه، د اورګاډي کرښې په ګډون نورې زيربنايي او انکشافي پروژې هم په پام کې دي چې په نيمروز ولايت کې به تطبيق شي.  

جمهور رئيس غني همدارنګه نن مازديګر په ګلخانه ماڼۍ کې د فراه ولايت مشرانو او استازو سره وکتل. په دې کتنه کې د ولايتي شورا مرستيال حاجي خير محمد نورزي، د ولايتي شورا منشي دادالله قانع، مدني فعال فريد هيبت او د ولايتي شورا استازي ګل احمد فقير د نورو په استازيتوب خپلې امنيتي ستونزې له جمهور رئيس سره شريکې کړې او د بخش اباد بند د جوړولو تر څنګ يې د ادارو د ارزونې په موخه ياد ولايت ته د يو باصلاحيته پلاوي د ور استولو غوښتنه وکړه.

يادو ويناوالو په امنيتي ارګانونو کې د اصلاحاتو تر څنګ د ښارګوټو جوړولو د ځمکو د انتقال غوښتنه هم وکړه او وړانديز يې وکړ چې د پرچمن ولسوال سره دې د اداري اصلاحاتو او انکشافي پروژو د تطبيق په برخه کې همکاري وشي.

جمهور رئيس غني د دوي د غوښتنو او څرګندونو له اورېدلو وروسته د افغانستان ټولو شهيدانو په ځانګړي ډول د فراه وروستيو شهيدانو ته دعا وکړه او د هغوي کورنيو ته يې يو ځل بيا تسليت ووايه. هغه وويل، د امنيت تامين او د انکشافي برنامو تطبيق د حکومت له مهمو لومړيتوبونو څخه دي.

جمهور رئيس وويل، ملي اردو کې اصلاحات راغلي او د ملي پوليسو په ليکو کې اصلاحات تر لاس لاندې دي. هغه زياته کړه، واحده قومانده به ايجاد او د ۲۰۷ ظفر قول اردو لپاره به هم قوماندان وټاکل شي.

د هېواد جمهور رئيس وويل، د فراه ولايت د ادارو د ارزونې په موخه به يو باصلاحيته پلاوي واستوي او د ياد پلاوي د ارزونو په رڼا کې به په فراه ولايت کې تغيرات او اصلاحات راولو او همدارنګه به د مجازاتو او مکافاتو اصل هم تطبيق شي.

جمهور رئيس غني د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مسوولينو ته د پرچمن ولسوال سره د اداري اصلاحاتو او انکشافي برنامو د تطبيق لپاره د همکارۍ لارښوونه وکړه. هغه زياته کړه، د ځمکو د انتقال برخه کې دې عدالت تامين شي، ځکه د ځمکو غصب د منلو وړ نه دي او تر ډېره يې مخه نيول شوې، همدارنګه په تېرو دوه کالو کې زرګونه هکتاره ځمکه له غاصبانو څخه ګرځول شوې ده.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس نن ماښام د دايکنډي ولايت له مشرانو او استازو سره په ناسته کې د ياد ولايت د خلکو او ولسونو ستونزې او غوښتنې واورېدلې. په دې کتنه کې وکيل رحيم زاده، د ولايتي شورا مرستيال نايبي او جواهري د هوايي ډګر، د اوبو د بند، سرک او معتادينو ته د روغتون جوړولو، د اداري واحدونو د ارتقا او د ملي پوليسو د تجهيز په اړه د دايکنډي د خلکو غوښتنې او وړانديزونه له جمهور رئيس سره شريک کړل.

يادو ويناوالو وويل، د دايکنډي والي دې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍبرخې  ته زياته پاملرنه وکړي . هغوي جمهور رئيس ته وړانديز وکړ، چې د دايکنډي ولايت د ادارو د ارزونې لپاره دې يو باصلاحيته پلاوي ور واستوي.

جمهور رئيس غني د دوي د وړانديزونو له اورېدلو وروسته وويل، يوه معتبره کمپنۍ راتلونکي پسرلي له دره صوف څخه تر باميانو پورې د سرک جوړولو کار پيلوي او همدارنګه به د هوايي ډګر د جوړولو چارې هم پيل شي.

د هېواد جمهور رئيس وويل، د مرکزي سيمو د امنيت د تامين په موخه امنيتي ارګانونه خپل پلان جوړوي او د دغه پلان له نهايي کولو وروسته به لازم اقدامات وشي. هغه زياته کړه، والي بايد د جمهور رئيس د استازي په توګه کار وکړي او په سياسي جريان پورې به تعلق ونه لري.

جمهور رئيس غني وويل، ملي يووالي حکومت ښې حکومتوالۍ ته ژمن دي. ستاسو وړانديزونه واورېدل شول او موږ به دايکنډي ولايت ته د اصلاحاتو د تطبيق په موخه يو باصلاحيته پلاوي واستوو. د ولايتي شورا له استازو او مشرانو څخه وغوښتل چې له ولايتي مسوولينو سره د اصلاحاتو او چارو په ترسره کولو کې هر اړخيزه مرسته وکړي، تر څو هغوي خلکو ته د لا ښو خدماتو د وړاندې کولو جوګه شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha