صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | د ملي تدارکاتو کمېسیون له دوه نیم میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۱ قراردادونه منظور کړل

د ملي تدارکاتو کمېسیون له دوه نیم میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۱ قراردادونه منظور کړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ملي تدارکاتو کمېسیون له دوه نیم میلیارد څخه د  زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۱ قراردادونه منظور کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کميسيون په غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، له دوه نيم ميليارد څخه د زياتو افغانيو په ارزښت ۱۱ قراردادونه منظور شول.

په منظور شويو قراردادونو کې د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت اړوند له ازبکستان هېواد څخه د ۱۰۰ زره ميټرک ټنه غنمو د تدارک د بيې د زياتوالي د تعديل قرارداد، د کورنيو چارو وزارت اړوند په نهو زونونو او نهو برخو کې د کاناليزاسيون او اوبو رسونې سيستم د ساتنې او بيارغونې پروژه، د ملي دفاع وزارت اړوند په اوه، ولايتونو کې د ملي اردو د ساحوي قول اردوګانو د مرکزي واحدونو او قطعاتو لپاره د اړتيا وړ ۱۳۵ قلمه ظروفو او پخلنځي سامان تدارک او د ۱۳۹۶ مالي کال لپاره د ملي اردو د ساحوي، مرکزي ادارو، موسساتو، واحدونو او قطعاتو لپاره د اړتيا وړ خوراکي توکو د قرارداد تدارک او داسې نور، د فوايد عامې وزارت اړوند د بغلان ولايت د ده صلاح ولسوالۍ څخه تر شاشان سيمې پورې د سړک د بيارغونې پروژې قرارداد سربېره د کابل ښاروالۍ د ګردنه سخي د سړک د پخولو پروژې قرارداد شامل دي.

همداراز ملي تدارکاتو کميسيون د کورنيو چارو وزارت اړوند دوه قراردادونه د تخنيکي ستونزو له کبله بېرته وروګرځول.  د ملي تدارکاتو کميسيون د ۱۳۹۶ مالي کال په دې لومړۍ اوونيزه غونډه کې د ملي دفاع  او فوايد عامې وزارت اړوند ځينې تړونونه په مشروط ډول منظور کړل.

په دې غونډه کې  اقتصاد وزارت او د زيربناوو په چارو کې د جمهوري رياست  ستر سلاکار ته دنده وسپارل شوه چې د فوايد عامې وزارت اړوند د بغلان ولايت د ده صلاح ولسوالۍ څخه تر شاشان سيمې پورې د سړک د بيارغونې پروژې د ګټونکي شرکت د کليدي کارکوونکو خلص سوانح دې وارزول شي.

د ملي تدارکاتو کميسيون په دې نوبتي غونډه کې د کميسيون او د ملي تدارکاتو ادارې پر غړيو سربېره د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کميسيون، د مشرانو جرګې د مالي، بودجې او ملي اقتصاد کميسيون، اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پارلماني کاکس او سيستيکاغوڅ ملاتړ  څارونکو حضور درلود.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha