صفحه اصلی | eslah | فرهنگ و هنر | دحکاکى او انځورګرۍ اته اثار داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ورکړى شول

دحکاکى او انځورګرۍ اته اثار داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ورکړى شول

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دحکاکى او انځورګرۍ اته اثار داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ورکړى شول

دخطاطى او انځورګرۍ اته اثار په ملي نګارستان کې دساتنې په خاطر داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري ته وسپارل شول .

   دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دهېواد دخطاطۍ او انځورګرى دبرخې دوو تنو هنرمندانو دخطاطۍ او انځورګرى او دانځورګرۍ او دخط دانځورګرۍ اته اثار په ملي نګارستان کې دساتنې په خاطر داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته ورکړل  چې له دې جملې څخه دخط دانځورګرۍ شپږ اثار داستاد علي بابا اورنګ او دانځورګرۍ يو اثر او دخطاطۍ  يواثر د استاد روزګاني دي .   ددغو اثارو دسپارلو  په وخت کې په داسې حال کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي اداري او ګرځندوى معينه، پوهنياره  سيده مژګان مصطفوي، دهنرستان رياست سرپرست سيد محمد صابر هاشمي او داغاخان دفرهنګي بنسټ استازى رحيم الله اماني هم حاضر و، استاد روزګاني ددغو اثارو د ورکړې موخه دملي نګارستان په بډاينه کې ونډه اخستنه وبلله او هيله يې وکړه چې دوى داکار دهېواد دنورو هنرمندانو ترمنځ په يوه فرهنګ بدل شي .

دغه راز استاد اورنګ يو ټوک کتاب چې په هغه کې دخطاطۍ ، انځورګرى او دخط دانځورګرى ١٢٨  اثار دده په واسطه ځاى پرځاى کړى شوي دي او داغا خان دفرهنګي بنسټ په ملاتړ چاپ شوى دى هم داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  ته ورکړ شو .

  پوهاند باوري  ددې تر څنګ چې دهېواد ددغو دوو تګړه هنرمندانو هنري کړنې وستايلې، څرګنده کړه چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دبيلابېلو برخو د هنر او هنرمندانو ملاتړ کوي . دغه راز په فرهنګي برخو کې دزميني دبرابرولو او ملاتړ په خاطر  يې داغاخان له فرهنګي بنسټ څخه مننه  وکړه او ټينګار يې وکړ چې دغه بنسټ  په فرهنګي برخو کې خپل کارونه داطلاعاتو اوفرهنګ له و زارت سره په همغږى کې تنظيم کړي او داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره يې د ددوى دزياتو همکاريوغوښتنه وکړه . داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دغه اثار دملي نګارستان استازي ته وسپارل چې په مناسب ځاى کې وساتل شي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha