صفحه اصلی | eslah | فرهنگ و هنر | د اسلامي هېوادونو د فرهنګي پلاﺯمېنې په توګه دغزني ولايت د نومول کېدو پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د اسلامي هېوادونو د فرهنګي پلاﺯمېنې په توګه دغزني ولايت د نومول کېدو پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اسلامي هېوادونو د فرهنګي پلاﺯمېنې په توګه دغزني ولايت د نومول کېدو پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د اسلامي هېوادونو د فرهنګي پلاﺯمېنې په توګه دغزني ولايت د نومول کېدو پنځمه کليزه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست وزير محمد رسول باوري او د لوړو زده کړو وزير سربېره زرګونو تنو ګډون کړى وو.

د باختر اژانس د سيمه يېز خبريال دخبر له مخې:

د غزني والي انجينر عبدالکريم جوړ شويو مراسمو ته په خپله پيليزه وينا کې د اسلامي هيوادونو د فرهنګي پلاميني په توګه د غزني ولايت نومول يوستر وياړ وباله.

هغه د اطلاعات او فرهنګ او د لوړو ده کړو له ويرانو څخه وغوښتل، څو د علم او فرهنګ پر مرکز د دغه ولايت د بدلولو په برخه کې غزني ته ځانکړې پاملرنه وکړي.

والي هيله څرګنده کړه چې د دغه ولايت په مرکز او ولسوالېو کې تاريخي ماڼۍ او يارتونه هم په اساسي توګه ورغول شي. هغه دغه را شته فرصتونو ته په کتلو هيله څرګنده کړه چې غزني به په يوه توريستي ولايت بدل شي. په همدې حال کې د اطلاعات او فرهنګ سرپرست پوهاند محمد رسول باوري، په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې ياد وارت به د دغه ولايت تاريخي آبدې په اساسي توګه ورغوي. د لوړو ده کړو وير ډاکټر نجيب الله خواجه عمري هم خپلو خبرو کې د غزني ولايت دوو دولتي پوهنتونونو ته د انکشاف ورکولو او له بهرنيو پوهنتونونو سره يې د وصلولو ژمنه وکړه.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha