صفحه اصلی | eslah | فرهنگ و هنر | ډاکټر عبدالله عبدالله:له ستـونزو سـره سره، راتلـونکي ته هیله منـدي ډېره ده

ډاکټر عبدالله عبدالله:له ستـونزو سـره سره، راتلـونکي ته هیله منـدي ډېره ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ډاکټر عبدالله عبدالله:له ستـونزو سـره سره، راتلـونکي ته هیله منـدي ډېره ده

په افغانستان کې د «کابل؛ د بابرشاه په واکمنۍ کې د مغولو د پاچاهۍ زانګو» تر عنوان لاندې هنري اثارو نندارتون د هېواد اجرائيه رئيس له لوري پرانيستل شو.

دغه نندارتون د افغانستان لپاره د امريکا د مطالعاتو انستيتوت او کابل ښاروالۍ له لوري په بابر بڼ کې ترتيب شوي و.

د دې نندارتون د پرانستې په مراسمو کې د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د امريکا د مطالعاتو له مرکز، کابل ښاروالۍ، د امريکا او فرانسې له سفارتونو او پروفيسور مايکل بيري څخه مننه وکړه، چې د دې با ارزښته هنري اثارو نندارتون ته يې زمينه برابره کړې ده.

هغه وويل، چې دغه هنري اثار د کابل د سوله ييز ژوند او د متمدنې حوزې روښانه تاريخ بيانوي، چې نوي نسل ته پر ځان د بسياينې، اعتماد او هيله مندۍ زده کړې ورکوي.

اجرائيه رئيس وويل، دغه هنري اثار د کابل د زرين ژوند کيسې تازه کوي چې يو مهال د تمدني حوزې با ثباته او پرجماله ښار او د تمدنونو او همکاريو د عطف ټکي و.

ډاکټر عبدالله عبدالله زياته کړه، چې اوس هم په افغانستان کې نړيواله همکاري شتون لري، سره له دې چې ستونزې او ناخوالې شتون لري؛ خو ورسره د راتلونکي لپاره هيله مندي هم ډېره ده.

هغه د مايکل بيري له لوري د پخوانيو تاريخي اثارو څېړل او په فلزي تختو کې يې له سره رغول يو اساسي کار وباله او ويې ويل، چې ښاغلي بيري د افغانستان او افغانانو لپاره خورا ارزښتمنې ډالۍ برابرې کړي دي. اجرائيه رئيس وويل، چې دا کار نه هېرېدونکي دي.

اجرائيه رئيس زياته کړه، ننی نندارتون له افغانانو سره مرسته کوي چې د راتلونکي لپاره د ښه ژوند او سوکالۍ ښه پر ځان حاکم و اوسي او د تېرې با ارزښته زمانې اهميت درک کړي.

هغه دغه راز وويل، اطلاعات و فرهنګ وزارت ته يې دنده سپارلې چې په غزني کې د البيروني زيارت ورغوي او د هغه ياد تازه کولو لپاره علمي ناستې وکړي.

په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله- حبيبزي هم وينا وکړه او ويې ويل، چې يو مهال افغانستان د فرهنګي حوزې مرکز و، چې د دې فرهنګي او تاريخي اثارو حفاظت او هويت ساتل يې اساسي دنده ده.

هغه وويل، دمګړۍ د کابل د فزيکي رغولو ترڅنګ دوي هڅه کوي چې کابل له معنوي اړخه هم ورغوي، تاريخي او هنري اثار يې ورغوي او هم په راتلونکي کې د دې ډول فرهنګي اثارو نندارتونونه جوړ کړي.

حبيبزي زياته کړه، چې دمګړۍ د چهلستون قصر چارې پاي ته رسېدلي، د عيدګاه، پل خشتي جوماتونو او د دارلامان ماڼۍ چارې دوام لري.

نوموړي وويل، چې دوي د کابل د فرهنګي اثارو مطالعه بشپړه کړې او په دې برخه کې به نور هم اقدامات وکړي.

په ياده ناسته کې امريکايي څېړونکي مايکل بيري، په کابل کې د امريکا او فرانسې سفارتونو استازو او د افغانستان لپاره د امريکا د مطالعاتو د مرکز مشر هم ويناوې وکړې او د تاريخي کابل او هم د يادو تاريخي ـ هنري اثارو په اړه يې خبرې وکړې.

هغوي د هنري اثارو او نندارتونو د جوړولو ملاتړ وکړ او ويې ويل، چې په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha