صفحه اصلی | eslah | فرهنگ و هنر | باوري: دابوريحان بيروني مقبره به بيا ورغول شي

باوري: دابوريحان بيروني مقبره به بيا ورغول شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
باوري: دابوريحان بيروني مقبره به بيا ورغول شي

دابوريحان محمد ابن احمد بيروني دنړيوال سيمينار دجوړولو کميسيون داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست پوهاند محمدر سول باوري په مشرۍ غونډه وکړه .

دباختراژانس دخبرله مخې، ددغې غونډې په پيل کې  دجمهور رييس ستر سلاکار ډاکتر همايون قديري وويل چې دجمهور رييس له لارښوونې سره سم دابوريحان محمد ابن احمد بيروني نړيوال سيمينار جوړيږي او جمهوري رياست په دې اړوند داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره مرسته کوي .

وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست طرحه کړه چې بايد دابو ريحان بيروني مقبره هم بيا ورغول شي؛ په داسې ډول چې داړونده دوران دمعمارى اصالت په پام کې وي .

ده وويل چې له ازبکستان څخه يوهيئت هم په دې کنفرانس کې دګډون لپاره هېوادته راځي .

دسیمينار دجوړولو او دابو ريحان بيروني دمقبرې دبيا رغاونې په باب هم له دغه هيئت سره خبرې کيږي .

غونډې پريکړه وکړه چې دڅيړونکو، پوهانو او ليکوالو تر څنګ ځوانان هم کولاى شي دابو ريحان بيروني دشخصيت، اثارو او ژوندانه په باره کې خپلې مقالې برابرې او کميسيون ته وليږي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha