صفحه اصلی | eslah | فرهنگ و هنر | له عامه کتابتون سره د کتابونو مرسته وشوه

له عامه کتابتون سره د کتابونو مرسته وشوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له عامه کتابتون سره د کتابونو مرسته وشوه

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د کاپي رايټ امريت، د عامه کتابتون د بډاينې او دکتاب لوستلو فرهنګ د رواجولو په خاطر د عامه کتابتون رئيس ته شپږ سوه ډول ډول کتابونه ورکړل.

دباخترآژانس دخبرله مخې؛ دغه کتابونه په بيلابيلو علمي، فرهنګي، هنري  او ادبي برخو کې دکورنيو ليکوالانو له خوا چاپ او د کتاب د نړيواله شمېره يا  شابک ( آى اس بي ان)  شمېر ه پرې ليکل شوې ده.

د عامه  کتابتون رئيس  وحيدالله شهراني دغه کار دهېواد د خلکو د معلوماتو د زياتوالي او بډاينې په لاره کې ګټور ګام وباله  اوله ټولو خلکو څخه يې وغوښتل چې عامه کتابتون ته په مراجعه  کولو سره  د دغو کتابونو له محتوياتو څخه ګټه واخلي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دکاپي رايټ امريت د جوړيدو له وخت څخه تراوسه پورې په مجموعي ډول په ټولنيزو، سياسي، فرهنګي، هنري او ادبي برخو کې دوه زره ټوکه کتابونه عامه کتابتون ته ورکړي دي .

دآثارو په  چاپ او خپرولو کې دکتاب د نړيوال معياري شمير يا (شابک)  يا ( آى اس بي ان  ) له شمير څخه په استفادې برسيره پردې چې په ملي او نړيواله  کچه دناشر او خپرونې مشخصات معرفي کوي او ادبې آثارو ته نړيوال باور ورکوي په سيمه کې  د ناشر اوليکوال د فعاليتونو د ودې سبب هم کيږي او په نړيوالو نندارتونونو کې دچاپ شويو اثارو دګډون زمينه برابروي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha