صفحه اصلی | eslah | فرهنگ و هنر | د نوروز د لرغوني جشن د جوړولو لپاره د تياري کميسيون غونډه وکړه

د نوروز د لرغوني جشن د جوړولو لپاره د تياري کميسيون غونډه وکړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د نوروز د لرغوني جشن د جوړولو لپاره د تياري کميسيون غونډه وکړه

د نوروز د لرغوني جشن د جوړولو لپاره د تياري کميسيون، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست پوهاند محمدرسول باوري په مشرۍ غونډه وکړه .

د باخترآژانس دخبريال دخبرله مخې؛  دغونډې په پيل کې پوهاند محمدرسول باوري وويل چې، دغه کميسيون د جمهور رئيس د لارښوونې له  مخې جوړ شوى دى چې يوويشت غړي لري او هدف يې په پرتمين ډول د نوروز نمانځل دي.

د ده د څرګندونوله مخې؛ د نوروز جشن  يو سيمه ييز فرهنګ دى چې هرکال د نوروز حوزې د هېوادونو له خوا نمانځل کيږي او سږکال به د سيمې په کچه ترکيه يا آذربايجان کوربه وي.

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست زياته کړه چې د ښېې همغږۍ په خاطر اړتيا ده هغه ادارې چې نوروز نمانځي مشخصې شي، څو په همغږۍ سره په پرتمين ډول ونمانځل شي.

ده دغه رازټينګار وکړ چې، د نوروز د نمانځلو په مراسمو کې دکتاب او دلاسي صنايعو نندارتون جوړيږي او ورزشي نندارې ته  وړاندې کېږي.

پوهاند باوري د کميسيون له پتې څخه د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ټولو رياستونو ته هم لارښوونه وکړه چې، دغه کميسيون دې د ولايتونوپه کچه هم جوړ شي، څو له دغې ورځې څخه د نمانځنې په برخه کې همغږي رامنځته شي .

د کميسيون غړو د دغې ورځې د نمانځنې په خاطر په رسنيزو خپرونو ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې، دنيالګيو دايښودلو پروګرام دې هم ترسره شي.

دوى د نوروز په نمانځلو کې داړوندو ادارو همغږي اړينه وبلله او طرحه يې کړه چې بايد دغه ورځ د فرهنګي عرف په توګه  ونمانځل شي .

دکميسيون غړو پريکړه وکړه چې د ښيې همغږۍ په مقصد دې راتلوونکي غونډه د چهارشنبې په ورځ  جوړه شي.

د راتلوونکي کال د نوروز جشن
 ( يو نيالګى د ځان لپاره او يو نيالګى د سمسور افغانستان لپاره )  تر شعار لاندې  نمانځل کېږي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha