صفحه اصلی | eslah | فرهنگ و هنر | پوهاند باوري: محصلان او زده کوونکي دې بايد ملي موزيم وګوري

پوهاند باوري: محصلان او زده کوونکي دې بايد ملي موزيم وګوري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پوهاند باوري: محصلان او زده کوونکي دې بايد ملي موزيم وګوري

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري دامريکا دشيګاګو پوهنتون د ختيځ پيژندنې انستيتوت له رييس سره وکتل .

دامريکا دشيګاګو پوهنتون دختيځ پيژندنې انستيتوت دافغانستان  دتاريخي ابداتو اولرغون پوهنې په برخو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په همکاري کار کوي .

دباختراژانس دخبرله مخې، دامريکا دشيګاکو پوهنتون رييس دافغانستان دملي موزيم په باب په  ٢٠١٤ ميلادي کال کې دکنفرانس دجوړولو يادونه وکړه او ويې ويل چې ددغه کنفرانس نظريې، مقالې او وړانديزونه په نږدې راتلونکې کې چاپيږي .

  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دامريکا  دشيګاکو پوهنتون دختيځ پيژندنې انستيتوت له رييس څخه وغوښتل چې دهېواد دښوونځيو زده کوونکي او دپوهنتونونو محصلان دمنظم پروګرام له لارې ملي موزيم وګوري.

ديوبل خبرله مخې ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري دالمان  دنړيوالو همکاريو ددفتر له استازي سره وکتل . په دې کتنه کې دفرهنګي ميراثونو او دتاريخي ابداتو دساتنې په برخه کې دهمکاريو په باب خبرې وشوې .

  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست يادونه وکړه چې څه موده مخکې دغه وزارت  دتاريخي ابداتو او لرغونپوهنې په برخو کې  دالماني ماهرانو دهمکاري غوښتنه وکړه چې تراوسه پورې دغې مسئلې تحقق نه دى موندلى .

  دنړيوالو پرمختيايي همکاريو ددفتر استازي ژمنه وکړه چې دلرغونپوهنې ددفتر دجوړيدو دپنځوسمې کاليزې دنمانځنې  دغوڼدې تر جوړيدو پورې دغه هدف ترسره کيږي .

  په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې ځوان انځورګر نيلاب چې ګونګى دى خپل څو انځور شوي اثار داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ته وښودل   داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دملي ګالرى ادارې ته لارښوونه وکړه چې ددغه ځوان هنرمند دانځورګرى داثارو  دنندارتون دجوړولو زمينه برابره کړي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha