صفحه اصلی | eslah | فرهنگ و هنر | پوهاند محمد رسول باوري دلرغونپوهنې او د تاريخي ابداتو د پروژو په عملي کولو ټينګار وکړ

پوهاند محمد رسول باوري دلرغونپوهنې او د تاريخي ابداتو د پروژو په عملي کولو ټينګار وکړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پوهاند محمد رسول باوري دلرغونپوهنې او د تاريخي ابداتو د پروژو په عملي کولو ټينګار وکړ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري په کابل کې ديونسکو دفرهنګي برخې له رييس سره وکتل .

دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې کتنه کې په داسې حال کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دتاريخي ابداتو دساتنې او ترميمولو رييس ديپلوم مهندس عبدالاحد عباسي او ددغه وزارت دلرغونپوهنې رييس نوراغا نوري هم برخه لرله، دجام دڅلي دترميمولو او ټينګښت، دلرغونپوهنې او دتاريخي ابداتو په برخو کې ديولړ پروژو دعملي کولو، دملي فرهنګي پاليسۍ په غونډو کې ديونسکو داستازي په ګډون، دهغه سيمنيار دموافقه ليکونو دعملي کولو په خاطر دکميسيون دجوړولو چې په توکيو کې جوړ شوى و  او دغه راز دهېواد دملموسو تاريخي ميراثونو د نوملړ دڅرنګوالي په اړوند خبرې وشوې .

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ددې تر څنګ چې دلرغونپوهنې او دتاريخي ابداتو دپروژو په عملي کولو ټينګار وکړ، په فرهنګي برخوپه تيره بيا دتاريخي ابداتو او لرغونپوهنې په برخه کې ديونسکو او دنړيوال بانک  دکړو وړو او فعاليتونو له امله قدرداني وکړه او داطلاعاتواوفرهنګ له وزارت سره يې ددغه بنسټ د زياتو همکاريو غوښتنه وکړه .

دغه راز په کابل کې ديونسکو دفرهګي برخې رييس ددغو موضوعګانو په اړوند داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره په همغږۍ  کې ديونسکو دهمکاري ډاډ ورکړ .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha