صفحه اصلی | eslah | فرهنگ و هنر | دانځورګړى د آثارو نندارتون جوړ شو

دانځورګړى د آثارو نندارتون جوړ شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دانځورګړى د آثارو نندارتون جوړ شو

د«کودکان و صلح» تر عنوان لاندې دخدا بخش بلوڅ دانځورګرى داثارو نندارتون داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست پوهاند محمد رسول باوري له خوا، په ملي نګارستان کې پرانستل شو .

دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې نندارتون کې ددغه هنرمند له خوا اتلس انځور شوي اثارچې سولې ته د هېواد دماشومانو داړتيا څرګندوى دي نندارې ته وړاندې شوي دي .

په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت  جوړه شوې وه، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دهنرستان رييس محمد هاشم شارق وويل  چې خدا بخش  بلوڅ اماتور هنرمند دى او دنيمروزله ولايت څخه کابل ته راغلى دى چې خپل اثار نندارې ته وړاندې کړي .

وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست خبرې وکړې او ويې ويل چې هنر په کابل پورې محدود نه دى، دهېواد په بيلابيلوسيمو اوګوټ ګوټ کې هم يوشمير پياوړي او ټکړه هنرمندان شته .

ده زياته کړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او دهغو نورو بنسټونو دنده چې دفرهنګ او هنر په برخه کې  کار کوي د پټو استعدادونو پيژندنه ده .

په پاى کې خدا بخش  بلوڅ په لنډو خبرو کې وويل چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې له هنرمندانو سره همکاري وکړي او هغوى ته دې کاري زمينې برابرې کړي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha