صفحه اصلی | eslah | فرهنگ و هنر | سلطان محمود صلاح اووه ټوکه کتابونه پوهاند محمد رسول باوري ته ورکړل

سلطان محمود صلاح اووه ټوکه کتابونه پوهاند محمد رسول باوري ته ورکړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
سلطان محمود صلاح  اووه ټوکه کتابونه پوهاند محمد رسول باوري ته ورکړل

استاد، ليکوال او تاريخ ليکونکي سلطان محمود صلاح پرون اووه ټوکه کتابونه چې، داسلامي فرهنګ او تاريخ په برخو کې يې ليکلي دي پوهاند محمد رسول باوري ته ورکړل .

دغه اثار چې، دبخاري، رحيق مختوم سيرت، درسونه  او عبرتونه ، داسلام د تاريخ  مړاوې پاڼې، اسلامپال ولې ناکامې، د قرانکريم په اړه ځواب او دعوت او تفسير توپير  لنډه ژباړنه  پکې شامله ده .

د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، دغه اثار د هېواد د پياوړي استاد ليکوال او تاريخ ليکونکي سلطان محمود صلاح له خوا په پښتو ژبې اړول شوي کتابونه دي چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  ته ورکړ شول .

  سلطان محمود صلاح د باختراژانس خبريال ته وويل چې، تراوسه پورې يې دوه اويا تاريخي، اسلامي اوفرهنګي اثار پښتو ژبې ته  اړولي دي .

  سلطان محمود  صلاح پخوا د شهادت ورځپاڼې د مدير، دالموقف مجلې د مسوول مدير په توګه چې په عربي ژبه  خپريده او دغه راز د هېواد مجلې او دافغان ټولنې دجريدې د مسوول په توګه دندې ترسره کړي دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha