صفحه اصلی | eslah | فرهنگ و هنر | دتاج کرکټ دکتاب ليکوال وستايل شو

دتاج کرکټ دکتاب ليکوال وستايل شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دتاج کرکټ دکتاب ليکوال وستايل شو

دځوانو خبريالانو بنسټ پرون دتاج کرکټ دکتاب ليکوال وستايه

  دکتاب ليکوال تاج ملک په دغه کتاب کې  په افغانستان کې دکرکټ دورزش  وده له  ١٣٧٤ کال څخه تر ١٣٩٥ کال پورې  څيړلې ده او هغه عوامل او انګيزې  يې په ګوټه کړي دي  چې ددغه ورزش دودې سبب شوي دي .دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسب جوړه شوې ده داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات خبرې وکړې او ويې ويل چې دتاج ملک  کړه وړه دستاينې او دځوانانو دچارو دمعينيت دملاتړ وړ دي.

ډاکتر سادات له نورو ځوانانو څخه وغوښتل  په هره برخه کې چې کولاي شي  کتاب وليکي. دځوانانو دچارو معين دهېوادله کرکټ بورد څخه وغوښتل چې ددغه کتاب دزياتې پيژندې لپاره غونډې جوړې کړي .وروسته دځوانو خبريالانو د بنسټ رييس محمد واصل وصال  خبرې وکړې او دتاج ملک کړه وړه يې وستايل  او ملاتړ يې وکړ.

ده دافغانستان له ټولو ورزشي ادارو څخه وغوښتل چې دافغانستان دورزشي خبريالانو له بنسټ سره همکار واوسي.وروسته دکرکټ بورد لوى  رييس شکر الله عاطف  مشعل خبرې وکړې او دغه کتاب يې دافغانستان دکرکټ په تاريخ کې يوتل پاتې اثر وباله اودکرکټ دبرخې له ښوونکو څخه يې وغوښتل چې وليکي او له دې لارې دهېواد ورزش  بډاى کړي .

په همدې ترتيب دافغانستان دالمپيک  دملي کميټې سرپرست  باور هوتک دتاج ملک دکتاب ليکل  دورزش په برخه کې يو برياليتوب وباله او دالمپيک دملي کميټې له سابقه لرونکو کارکوونکو څخه يې وغوښتل چې دورزش په برخه کې  ځوانان دکتاب ليکلو ته وهڅوي  او ستاينه يې وکړي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha