صفحه اصلی | eslah | فرهنگ و هنر | دوه تاريخي اثر داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شول

دوه تاريخي اثر داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شول

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دوه تاريخي اثر داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شول

دپکتيا ولايت يوه ځوان دوه تاريخي اثر داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري ته وسپارل .

دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،  دپکتيا ولايت  اوسيدونکى حبيب نوري دوه تاريخي اثر داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  سرپرست ته وسپارل او دغه اثار دساتنې په  خاطر  ملي موزيم ته وسپارل شول .

پوهاند باوري  دحبيب نوري  دښه احساس له امله دقدرداني تر څنګ  له نورو هېوادوالو څخه  وغوښتل  که چيرې  دهېواد  لرغوني اثار له دوى سره وي، هغه دې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته وسپاري .

دملي موزيم درييس  دڅرګندونوله مخې، ددغو اثارو تاريخي لرغونتيا په لومړي  ميلادي پيړۍ  پورې  اړه لري .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha