صفحه اصلی | eslah | فرهنگ و هنر | د انځورګرۍ د آثارو نندارتون جوړ شو

د انځورګرۍ د آثارو نندارتون جوړ شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د انځورګرۍ د آثارو نندارتون جوړ شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري د انځورګرۍ نندارتون په ملي نګارستان کې پرانست.

 په دې نندارتون کې د ليلا صالحي د انځورګرۍ پنځوس آثاره نندارې ته وړاندې شوي دي. د باختر آژانس د خبريال د خبرله  مخې : د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسموکې وويل چې په هېوادکې د فرهنګ او هنر په برخوکې زيات استعدادونه شته او بايد دغو استعدادونو ته وده ورکړ شي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له هنرمندانو څخه وغوښتل داسې آثار رامنځته کړي چې د هېواد له فرهنګ سره سمون ولري. دغه راز د ځوانانو د چارو معين ډاکتر کمال سادات په لنډو خبروکې وويل چې د ځوانانو او د ځوانو هنرمندانو ملاتړ د ځوانانو چارو د معينيت له مهمو دندو څخه د .د ملي نګارستان د آمرې صابرې رحماني د څرګندونوله مخې: د روان کال په بهيرکې  ٢٣ نندارتونونه په ملي نګارستان کې جوړ شوي دي چې دا په خپله  له هنرمندانو څخه د ملاتړ ښکارندوى دى. ميرمن ليلا صالحي چې آثار يې نندارې ته وړاندې شوي دي؛ وويل چې د دې  ټول آثار د رياليزم په سبک چمتو او په هغوکې د ټولنې حالت انځور شوى دى. د دې د څرګندونو له مخې: دغه ٥٠ آثاره چې نندارې ته وړاندې شوي دي؛ له آبي او روغني رنګونو څخه په استفادې سره برابر شوي دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha