صفحه اصلی | eslah | فرهنگ و هنر | د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوی معینې د هند د فرهنګي شورا له عمومي مشرې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوی معینې د هند د فرهنګي شورا له عمومي مشرې سره وکتل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوی معینې د هند د فرهنګي شورا له عمومي مشرې سره وکتل

په نوي ډيلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوي معينې د خپل کاري سفر په ترڅ کې د روان م کال د سپتامبر دمياشتې په ۱۱ مه نېټه د هند د فرهنګي شورا(ICCR) له عمومي مشرې، ريوا ګنګلي داس سره په خپل کاري دفترکې وکتل.

باخترآژانس ته د رارسيدلى خبر له مخې: د دې ناستې موخه چې پکې د سفارت فرهنګي اتشې

 اجمل عالم زي هم ګډون کړي وو د هند-افغانستان تر منځ د لمړنۍ فرهنګي اوونۍ د لمانځنې ، د دواړو هيوادونو د کلتوري مشترکاتو په اړوند ددي هيواد په تحصيلي، علمي او کلتوري مرکزونو کې د يو کلن کمپاين په لاره اچونه او ددي ترڅنګ د مختلفو کلتوري اود ظرفيت جوړوني مختلفي برنامې په لاره اچونۍ وي.

په پيل کې مژګان مصطفوي له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د هند له بي سارو مرستو څخه مننه وکړه، په همدي توګه مصطفوي د دواړو هيوادونو ترمنځ د فرهنګي ديپلماسي له لاري  په اوسنيو حساسو شرايطو کې د لازياتو کلتوري برنامو په لاره اچونه د دواړو هيوادونو لپاره ضروري وبلله.

مصطفوي زياته کړه چې بايد په کادري او مسلکي برخو کې د هند فرهنګي شورا د لنډ مهاله او اوږد مهاله بورسونو په اړوند خپله پاملرنه زياته کړي.

د (ICCR)  عمومي مشرې ګنګلي داس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معيني مژګان مصطفوي ته په نوي ډيلي کې له افغان سفارت سره د خپلو فرهنګي اړيکو او همکاري په اړوند معلومات وړاندي کړل. د هند د فرهنګي شورا مشرې همداراز د هوټلونو د منجمنت  او ګرځندوي په مختلفو برخو کې د اوږد مهاله او لنډ مهاله بورسونو او همکاريو ژمنه وکړه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha