صفحه اصلی | eslah | فرهنگ و هنر | د افغانستان د ملي کتابتون د ودانۍ د جوړولو کار پيليږي

د افغانستان د ملي کتابتون د ودانۍ د جوړولو کار پيليږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان د ملي کتابتون د ودانۍ د جوړولو کار پيليږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي د ښار او کور جوړولو وزارت له ساختماني معين سره په کتنه کې د افغانستان د ملي کتابتون د ودانۍ د جوړولو د کار د پيل غوښتنه وکړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د څو کلونو را پديخوا هلې ځلې کوي چې د افغانستان ملي کتابتون چې د څلورو ميليونو ټوکو کتابونو ظرفيت به ولري، جوړ کړي.

د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې:

په دې کتنه کې د ښار او کور جوړولو وزارت ساختماني معين د دغې پروژې په باب په تفصيل سره خبرې وکړې او ويې ويل چې د دغه کتابتون نخچه بشپړه شوې ده او له مرستندويانو سره هم خبرې شوې دي.

دې زياته کړه: په هغه صورت کې چې مرسته کوونکي د هغه د لګښت په ورکولو موافقه وکړي، د ښار او کور جوړولو وزارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دغه کتابتون جوړوي.

د ښار او کور جوړولو وزارت د مسوولينو د څرګندونوله مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت پورې اړوند لس پروژې چې د کابل د عامه کتابتون ترميمول او د کونړ، غور، پکتيکا، پنجشير او د څو نورو ولايتونو د کتابتونونو جوړول پکې شامل دي، د پنځو پروژو قراردادونه بشپړ شوي او د پنځو نورو پروژو قرار دادونه په نږدې راتلوونکې کې بشپړيږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د عامه کتابتون ترميمول يو لومړيتوب وباله او د ښار او کور جوړولو وزارت له ساختماني معين څخه يې د غور د جام منار د ترميمولو په باب د معلوماتو غوښتنه وکړه.

ځکه چې د ښار او کور جوړولو وزارت د هغه د ترميمولو ژمنه کړې وه چې د ښار او کور جوړولو وزارت معين په دې باب هم معلومات وړاندې کړل.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha