صفحه اصلی | eslah | فرهنگ و هنر | په فرهنګي برخه کې د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک شو

په فرهنګي برخه کې د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په فرهنګي برخه کې د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري د فيروزکوه موسسې له رييس سره د هنرونو په برخه کې د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ .

د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخېد دغه تفاهم ليک د لاسليک کولو په مراسموکې په داسې حال کې چې د فرهنګ او هنر معينيت سلاکار هادي رحمان هادي، د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميمولو رييس ديپلوم مهندس عبدالاحد عباسي او د فيروز کوه موسسې يوشمېر مسوولين هم حاضر وو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست  څرګنده کړه چې د دغه تفاهم ليک له مخې د فيروزکوه موسسه  په بېلابېلو هنري برخو په تېره بيا لاسي صنايعو او صنعتي معمارۍ او دغه راز د روزنيزو پروګرامونو په برخوکې له دغه وزارت سره همکاري کوي .

  دغه راز د دغومراسمو په بهيرکې د ميراثي فرهنګونو په سازمان کې د ثبت په خاطر د يوشمېر آثارو او تاريخي آبداتو د پيژندنې او معرفي کولو، د هېواد لرغونپوهانو ته د روزنيزو پروګرامونو د جوړولو او د فرهنګي همکاريو په تېره بيا د معتبرو نړيوالو رسنيو او خپرونو له لارې د هېواد د برياليتوبونو د منعکس کولو په باب هم خبرې اترې وشوې .

 د فيروز کوه موسسې مسوولينو ډاډ ورکړ چې د افغانستان د فرهنګي او هنري برخو  د ودې او د دغه هېواد د فرهنګي ميراثونو د ساتنې او ملاتړ په خاطر له هيڅ راز همکارۍ او هلوځلو څخه ډډه نه کوي .

نظرات (2 نوشته شد)

avatar
asad 06/07/2017 13:21:29
ویاړم چې دهیواد مشهوره ورځپاڼه دانترنت په وسیله هم لولم ،مننه کوم له چلوونکو او همکارانو څخه يي په رښتیا چې دیوه فرهنګي چوپړ جوګه دي.دهیواد ورځپاڼی مطالب می خوښ شول ستاسو ټولو بریا له خدایه غواړم
avatar
eslah 06/07/2017 13:31:23
افتخار دارم که روزنامه اصلاح که یکی ازروزنامه های مشهور کشور را از ازطریق انترنت هم مطالعه می کنم این روزنامه مطالب دلچسپ وخواندنی یوده به همه دست اندرکاران ان موفقیت های مزیدی تمنا دارم اسدالله بلهارجلالزی
مجموعه نتایج: 2 | نمایش: 1 - 2

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha