صفحه اصلی | eslah | فرهنگ و هنر | دتاريخي آبداتو دترميمولو او دفـرهنګي مـيراثونو دساتنې په موخه دهمکارۍ تفـاهـم ليـک لاسـليک شـو

دتاريخي آبداتو دترميمولو او دفـرهنګي مـيراثونو دساتنې په موخه دهمکارۍ تفـاهـم ليـک لاسـليک شـو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دتاريخي آبداتو دترميمولو  او دفـرهنګي مـيراثونو دساتنې په موخه دهمکارۍ تفـاهـم ليـک لاسـليک شـو

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري پرون دافغان فرهنګي ميراثونو دساتنې دمشورتي موسسې له رييس سره دهمکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ .

دباختر اژانس دخبرله مخې، ددغه تفاهم ليک دلاسليک کولو په مراسموکې په داسې حال کې چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دتاريخي ابداتو دساتنې او ترميمولو رييس ديپلوم مهندس عبدالاحد عباسي هم حاضر و داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  څرګنده کړه چې ددغه تفاهم ليک له مخې دافغان فرهنګي ميراثونو دساتنې مشورتي موسسه، دتاريخي ابداتو دترميوولو، دلرغونو ساحو دبيا رغاونې او د هېواد دفرهنګي ميراثونو دساتنې په برخو کې له دغه وزارت سره همکاري کوي .

ده څرګنده کړه چې دغه موسسه په لومړي ګام کې دپروان ولايت دتوپ  درې استوپې او دکابل دمرنجان غونډى داستوپې د تاريخي اثارو دترميمولو اوبيا رغاونې په برخه کې، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دلرغونپوهنې او دتاريخي ابداتو رياست تر نظر لاندې کار کوي .

دغه راز ددغه تفاهم ليک دلاسليک کولو په مراسمو کې دافغان فرهنګي ميراثونو دساتنې دمشورتي موسسې رييس انجنير عبدالحبيب نوري، داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره ددغې موسسې دزياتوهمکاريو ډاډ ورکړ .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha