صفحه اصلی | eslah | فرهنگ و هنر | د ملي تياتر يوشمېر کارکوونکو خپلې ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته بيان کړې

د ملي تياتر يوشمېر کارکوونکو خپلې ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته بيان کړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ملي تياتر يوشمېر کارکوونکو خپلې ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته بيان کړې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکترکمال سادات د ملي تياتر له کارکوونکو سره په کتنه کې د هغوى ستونزې او غوښتنې واوريدې د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:

په دې کتنه کې د ملي تياتر يوشمېرکارکوونکوخپلې يولړ ستونزې او چلنجونه  د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت  له سرپرست سره  طرحه کړې او د خپلو کاري چارو د ښه والي په خاطر يې د مناسبو  وسايلو او امکاناتو د برابرولو غوښتنه وکړه . دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هنر او هنرمندانو او په تېره بيا  په هېوادکې د تياتر د ممثلانو نقش ارزښتناک وباله او څرګنده يې کړه  چې له محدودو امکاناتو سره سره د بېلابېلو برخو په تېره بيا د تياتر هنرمندانو زيات کړاوونه ګاللي او د خپلو هنرونو په برخه کې ښه ځليدلي دي .  دغه راز ده د دې ترڅنګ چې  ټينګار وکړ چې هغوى په خپلو اړوندو کاري برخو کې  زياتې هلې ځلې وکړي؛ د ملي تياتر  کارکوونکو او ممثلانو ته يې  ډاډ ورکړ  چې د هغوى د ستونزو په لرې کولوکې به لازم  اقدامات وشي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha