صفحه اصلی | eslah | مقالات | طالبان دانتخاباتو دبهير دسبوتاژ په لټه کې

طالبان دانتخاباتو دبهير دسبوتاژ په لټه کې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

دخندق په نامه دطالبانو خپل سرى عمليات، سربيره پردې چې ديوه پوځي مانور اجرا کول دي، دانتخاباتو دسبوتاژ لپاره يوه حرکت هم شميرل کيږي .دباختراژانس مفسر ليکي: دطالبانو تروريستي ډلې دثور دمياشتې په لومړيو وختو کې دخندق په نامه خپل پسرلني عمليات پيل کړل .

طالبانو په هغې اعلاميه کې چې دخندق دعملياتو دپيلولو په اړوند صادره کړې ده،  ټينګار کړى دى چې په دغو عملياتو کې به په بهرنيو ځواکونو او افغان پوځيانو تمرکز وکړي او نوي او پيچلې تاکتيکونه به ترلاس لاندې ونيسي

  سره له دې چې ددغو عملياتو له پيل څخه څو ورځې تيريږي، خو هغه پټې زاوېې او موخې چې طالبان يې په دغو عملياتو کې تعقيبوي لاپسې روښانه کيږي دهغوى زيات تمرکز په هېواد کې دانتخاباتو په سبوتاژ کولو دى او هغوى دغې موخې ته درسيدو لپاره له هرې لارې استفاده کوي او دې ته حاضر دي چې دانسانيت پولې ماتې کړي او له بشري قاموس څخه سرغړونه وکړي .

دطالبانو دخندق دعملياتو له پيل کيدو وروسته، دغې ډلې تراوسه پورې دراى ورکوونکو دنوم ليکنې په مرکزونو زيات تمرکز کړى دى .

هغوى په کابل کې دتذکرو دويش په يوه مرکز بريد وکړ او څه دپاسه څلويښت تنه يې  ووژل، په ننګرهار کې يې په يوه جومات چې دراى ورکوونکو دنوم ليکنې ځاى و بريد وکړ اوبيا هم يې وينه تويه کړه او وړمه ورځ يې دخوست ولايت په يوه جومات کې دغه شان  يو ناوړه عمل تکرار کړ او بيايې  هم هغه خلک  په وينو ولمبول چې دنوم ليکنې  لپاره دغه جومات ته چې  دراى ورکوونکو دنوم ليکنې مرکز پکې و، ورغلي وو .

دغه راز  دوى تر خپل  نفوذ لاندې سيمو کې دشبنامې  په خپرولو سره خبر دارى ورکړى دى هغه کسان چې دراى ورکولو لپاره نومونه وليکي اويا تذکره يې اسکينر ولري، مجازات به کړي . دا ټول ښيي چې طالبان دانتخاباتو له بهير  څخه سخته ويره لري او دخلکو په وړاندې  خپله ناکامې حتمي بولي .

  طالبان چې په مدني ژوندانه ، په موکراسي او ولسواکۍ باور نه لري، ټولنيز او سياسي ژوندانه ته دتوپير له تنګې او تورتمې دريڅې  څخه ګوري او هرې مسئلې ته امارتي نظر لري او هلې ځلې کوي چې ملي او وګړني بهيرونه له ماتې سره مخامخ  کړي او په خپله دقدرت  او زور  له لارې صحنې  ته ورودانګي .

که چيرې  داسې نه ده او له خلکو او دخلکو له قضاوت څخه  ويره نه لري  کولاى يې شول دانتخاباتو له تګلوري  څخه سياسي صحنې ته ننوځي او دخلکو په راى او دخلکو په ملاتړ ځان ددې هېواد دسياسي برخليک خاوند کړي .

  خو داسې نه ده، تحجر، بربريت او دمنځنيو پيړيو نظريې  دغه شان په طالبانو کې ژوندى دي چې له هغوى څخه يې دخلکو اعتماد اوباور اخستى دى او طالبان په ښه توګه په دې پوه شوي دي چې ديوه ملي بهير له تګلوري څخه نه شي کولاى دهېواد په سياسي  برخليک کې شريک شي.

هغه څه چې وويل شول او هغه څه چې رامنځته شول دطالبانو متحجرانه او بربريت غوښتونکى کار دى چې نه شو کولاى  له هغوى څخه ګيله وکړو .

اوس دخلکو ګوټه په امنيتي بنسټونو او په انتخاباتي کميسيونونوکې مسوولانو ته متوجه ده .

طالبانو ديوه ملي بهير دګډوډولو  لپاره لستونې رانغاړلي دي خو مسوولان دې بايد په دې پوه شي که چيرې  حالت دغه شان دوام ومومي په هېواد کې ددموکراتيکو ارزښتونو په نسبت  به دخلکو نظر کمښت ومومي .

په داسې حال کې چې له دموکراتيکو وسايلو څخه ناهيلې کيداى شي  يو دردونکى ناتار رامنځته کړي .

دنظام مسوولان دې بايد دانتخاباتو په بهير کې دخلکو دامنيت او ددغه بهير دشفافيت ډاډ ورکړي او د طالبانو خپل سري او لوړتيا غوښتنه چې دګوټې په شمار اجيرانو پرته بل څه نه دي کمې کړي چې خلک دتړون په نوي کولو او په پراخ نظر سره په انتخاباتو کې ګډون وکړي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha