صفحه اصلی | eslah | مقالات | تذكره، د ملي منافعو هنداره

تذكره، د ملي منافعو هنداره

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د تاريخ كتنه او شواهد د دې څوګندوي دي، چې د اعليحضرت احمدشاه بابا په عصر ۱۷۴۷ كې چې د يو افغان امپراطورۍ د جوړولو بنسټ كيښودل شو، پر هغه مهال (درې امنيتي قوتونه) له سره راوټو كيدل يا زرغون شول.

د هر عسكر له پاره چې له كليو او بانډو څخه به د لويو خوانينو له خوا د بابا د خدمت له پاره راليږل كيده نو له هغه سره به يو (معرفي خط) ؤ، كله به چې د بابا په اردوكې ورګډ شونو د هغه موقعيت او پيژند ګلوي به د همدي ليك څخه مالوميده- چې دي دلګي مشر (ده باشي) يوذباشي (ټولى مشر) يا بيګاباشي (كندك مشر) او يا اميرلشكر (غونډمشر) شو يا به (لشكرماتوونكي زلمي) او د همدي برخي مشر، قللرآقاسي مقررشو. نو هماغه ليك (پيژندپاڼه) به له ده سره ترپايه وه، چي په حقيقت كي به دغه زلمي په اردو- يا به په ضبط احوالات  يا هر كاره باشي، يعنې (استخباراتو) كي كار كاوه او هم به يي په علنې (امنيه) ډګر كي خدمت كاوه.

چې خورا با اعتباره دولتې ادارې ګڼل كيدلي، د هغوۍ پيژندپياڼه په دوسيه كې ساتل كيدل او پيژند مدير مرستيايي معرفي كوونكي ؤ.

همدغه موضوع په ۱۸۶۳ – 1867 كالونو د اميرشيرعليخان او بيا د اميرعبدالرحمان خان او د اميرحبيب الله خان په زمان كي په رسمي توګه په كابل بالاحصار كي چاپ شوي دي.

پخپله اعليحضرت شاه امان الله غازي په رسمي توګه تذكره درلوده او د هغه په تذكره كي كښل شوې وه (نوم- د پلار نوم- د نيكه نوم، د زيږيدني تاريخ او كال- محل، سجايا يا بيلونكي نښي وې، لكه د پوستكي رنګ- د سترګو رنګ) مثلاً د شهزاده امان الله خان په رنګ كې سپين او د سترګو په رنګ كې شهلا نوشته شوې ؤ، چې د نرګسي رنګ يا ميشي رنګ مانا وركوي.

پرمخ- غوږ- پوزي او... ځايونو باندي كوم خال شته كي نه وروځي يي نښتې دي (پيوسته) دي او كه پرانستي.

دين- قوم- هستوګنه او يا ګرځنده هستوګنه لكه كوچيان دي او كه ده نشين- په همدې ډول د تذكري نمره- تاريخ د صكوكو نمره- د تذكرې بيه (۲ افغانۍ)- د تذكرې په پورته برخه كي شين خط (دولتي تصوير او لوګو) وه او يو مهريې درلود. په هر صورت همدغه تذكرې د جمهوري دولت 26/4/1352 پوري وي بيا د سردار محمد داوودخان په عصر كې كتابچه يي بڼه يي غوره كړه.

د كلي ملك امضا او يا د كوچيانو د سرخيل نوم او ګوته پكښي لګول كيدل او ښځينه وو او نارينه ووته ويشل كيدله، خو د ښځو له پاره د خپلي خوښې كارؤ. د افغانستان په ټولو حكومتونو كې د تذكري اخيستل داوطلبانه وه او دي- د ښځو حقوق په اماني ځلانده دوره‌كې له نارينه ووسره يي حقوق برابر ؤ چي بيا همدغه موضوع په ۱۳۴۳ كال كي په اساسي قانون كي هم راغلي وه.

په تيرو دوروكي همدغه موضوع او د خپلي خوښي د تذكرې درلودل د ښځو له پاره وه او دي. خو اوس مهال ډير اړين دي ۲۱ مه پيړۍ ده د هيواد سياسي، اجتماعي شرايط او مدني حالات بدل شوي ډيره ضروري ده او الزاماَ ښځينه او نارينه تذكري ته سخته اړتيا لري-

لازمي ده چې ټول تذكرې واخلي- ځكه چې د ټول ټاكنو او د ولسي جرګې ولسوالۍ شوراګانو د ښاروالۍ رياست او هم په ښوونځي- پوهنتون او نور ټولو دوايرو كې د تقرر او هم په محاكماتو او نورو دولتي برخو كي خورا اړين سند بلل كيږي. اوسني بريښنايي تذكره چې لومړنې قطعه يې د ۱۳۹۷ هـ ش  كال د غويي د مياشتي په ۱۳ چي د ۳/5/2018 سره برابره ده ولسمشر او د دولت مشرانو ته وويشل شوې او دا يونيك شايسته او ملي ستر كار ګنل كيږي.

ښايي له دې سترې ملي پروژې كوم چې د ملي ګټو- ملي كركټر او ملي روښانه انځور بيانوونكي او څرګندوكې ده د ملي ستر ګټو سره سم تړاو لري د ملي امنيت او ملي اقتصادي پروژو په تامين كې به اغيزمن تمام شي.

بايد له دې ستري ملي پروژې څخه ستاينه او حمايت وشي او هم رسنۍ او محترم ديني علما او متنفذ شخصيتونه او ټول ملت ورڅخه ښه يادونه او ستاينه وكړي او حمايت شي.

عبدالهادي قريشي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha