صفحه اصلی | eslah | مقالات | په هېواد کې په خبريالانو دبريد په وړاندې غبرګونونه

په هېواد کې په خبريالانو دبريد په وړاندې غبرګونونه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

دروان کال دثور دمياشتې په لسمه نيټه ددوشنبې په ورځ تروريستانو مخکې له مخکې په يوه طرحه شوي برنامه کې درسنيو په يوشمير کارکوونکو او ملکي وګړو بريد وکړ،هغه کسان چې بريد پرې وشو، ديوې پيښې دپوښښ لپاره دکابل ښار دشش درک ساحې ته ورغلي وو .په دې پيښه کې دفرانسې دخبري اژانس عکاس شاه مري فيضي، دطلوع نيوز تصوير اخستونکى يار محمد توخي، ديک تلويزيون دشبکې خبريال غازي رسولي، ديک تلويزيون دشبکې تصوير اخستونکى نوروزعلي رجبي، ازادى راډيو خبرياله ميرمن محرم درانۍ، دازادۍ راډيو خبريال عبدالله حنانزي، دمشعل دتلويزيوني شبکې خبريال سليم تلاش، دمشعل دتلويزيوني شبکې تصوير اخستونکى علي سليمي او د ازادى راډيو خبريال سباوون کاکړ ووژل شول اوشپږ تنه نور خبريالان او تصوير اخستونکي ټپيان شول .

  دغه پيښه په خوست ولايت کې دبي بي سي  دخبريال احمد شاه له ترور او په قندهار ولايت کې ديوبل خبريال له وژل کيدو سره جوخته وه. په افغانستان کې په رسانه يي کارکوونکو بريدونو چې داعش دهغو د مسووليت ادعاکړې ده، يولړغبرګونونه راپارولي دي .

جمهور رييس محمد اشرف غني دغه بريدونه جنګي جنايت بللى دى او ټينګار يې کړى دى  چې په ملکي وګړو  او خبريالانو  بريد نه بخښوونکي جنايت دى . ده ويلي دي چې دبيان ازادۍ دافغانستان دخلکو او حکومت يوه مهمه لاس ته راوړنه ده  اوپه ټول  توان او قدرت سره به ددغې لاس ته راوړنې اوارزښت دفاع اوساتنه وشيا .جراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم ددغو بريدونو په غبرګون کې وايي چې دغه شان بريدونه ښيي چې طالبان او نورې ورته ډلې په ټوليزه توګه دافغانستان له ټولنې سره کينه او دښمني لري په همدې دليل  په هيڅ ډلې او قشر رحم نه کوي .  په افغانستان کې  دملګروملتو دسازمان دمعاونيت دفتر يوناما دغه بريدونه چې دمطبوعاتو دنړيوالې ورځې په درشل کې وشول دبيان په ازادۍ بريدبولي او دعدالت ميز ته ددغه شان پيښو دعاملانو دراکښلو غوښتنه کوي .په افغانستان کې دميشتو نړيوالو ځواکونو قوماندانۍ ددغې پيښې په غبرګون کې ويلي دي چې دافغانستان دخلکو تر څنګ ودريږي  او دډار اچوونکو په وړاندې به دافغان امنيتي ځواکونوملاتړ وکړي .دوى ټينګار کوي چې ډار اچوونکي په خپلو دغه شان  بريدونوسره بريالي کيداى نه شي .

په کابل کې دامريکا سفارت وايي چې له خطر سره  دمطبوعاتو مخامخ کيدل دبشري حقوقو ترګواښ لاندې نيولو مانا لري او امريکا له تروريزم سره دمبارزې په کار کې دافغانستان دخلکو تر څنګ دريږي . دبخښنې نړيوال  سازمان دغه پيښه دجنګي جنايت په توګه بللې ده او ددغې پيښې دعاملانو په محاکمه کولو يې ټينګار کړى دى .

دامريکا دبهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې دغه شان بريدونه دافغانستان دخلکو دغږ دغلي کولو په موخه ترسره کيږي او ښيي چې دافغانستان دخلکو پرخلاف  دامنيتي ګواښونوکچه هماغه شان له انديښنو ډکه ده او امريکا هماغه شان دافغانستان دخلکو  تر څنګ  پاتې کيږي . دامريکا دبهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي دي چې ددغه جنايت  عاملان دې بايد محاکمه شي

دملګروملتو دسازمان دمعاونيت  دهيئت دفتر يوناما په کابل ښار کې په ملکي سيمو ځانمرګي بريدونه وغندل .دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان دسرمنشي  ځانګړي استازي تداميچي ياماموتو په دې اړوند ويلي دي دغه بريدونه افغان کورنيو ته دزياتو مصيبتونو سبب شوي دي يوناما دغه بريدونه په کلکه غندي .  دملګروملتو دسازمان سرمنشي  هم تينګار کړى دى چې ددغو پيښو  عاملان دې بايد دقانون منګولو ته وسپارل شي.

دبحرين دبهرنيو چارو وزارت هم ددغو پيښو دعاملانو په مجازاتو ټينګار کړى دى او هغه يې دبشري جنايت  په توګه بللى دى په کابل کې داروپا داتحاديې سفير هم ددغه جنايت دعاملانو  دمجازاتو غوښتنه کړې ده . دهند دبهرنيو چارو وزارت له ډار اچووني سره دمبارزې  په کار کې د نړيوالې اجماع  ټينګار کړى دى دغه راز له نړيوالو سازمانونو او هېوادونو څخه يې غوښتي دي چې د ډار اچوونکو د تمويل په سرچينو دې تمرکز ولري . په افغانستان کې هم سياستوالو، دبشردحقوقو ددفاع سازمانونو، مدني فعالانو او دخبريالانو اتحاديو ددغو پيښو دعاملانو د مجازاتو غوښتنه کړې ده.  دازادو خبريالانو ملاتړى بنسټ  ( نى )  وايي چې دغه پيښې دې بايد ديوه بې پرې بنسټ له خوا دجنګي جنايت په توګه تعقيب ش .دغه بنسټ وايي چې دافغانستان دولت  ددغه شان پيښو دڅيړنې توان نه لري ضروري ده چې نړيوال بنسټونه  په دغه شان پيښو کې  مداخله وکړي .په قندهار، هرات، غور، ننګرهار، بدخشان، بلخ او نورو ولايتونوکې هم خبريالانو ويلي دي چې بايد دخبريالانو دکارى مصوونيت لپاره ګټور او اغيزمن  پروګرامونه جوړ شي  او ددغه شان جنايتونو عاملان  دې مجازات شي .  په همدې حال کې په کابل او دهېواد په ځينو نورو برخوکې يوشمير خبريالان په دې ټينګار کوي چې يواځې غندنې اومحکوميت کافي نه دي چې بايد ددغه شان جنايت په عاملانو دلاسرسي اومحکمې ته د هغو دمعرفي کولو لپاره په ملي او نړيواله کچه  قوي ژمنه او همکاري رامنځته شي تر څو هغه کسان چې خپلو موخو ته  درسيدو لاره تحجر او بربريت بولي په دې قانع کړى شي چې دعدالت لاس به دنړۍ په هر ګوټ کې ددوى  ګريوان ونيسي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha