صفحه اصلی | eslah | مقالات | پاكستاني مارشالايان د ملكي حكومت پر خلاف

پاكستاني مارشالايان د ملكي حكومت پر خلاف

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

- د ۱۳۹۷ هـ . ش كال د وري د مياشتي په ۱۷ نيټه د پاكستان لومړي وزير ښاغلي شاهد خاقان عباسي د افغانستان د جمهور رييس ښاغلي محمد اشرف غني په رسمي بلنه كابل ته راغي. هدف دا وه، چي د دوه ګاونډيانو په منځ كي د سياسي انجماد او يخي پرځاي- تاوده روابط وي، د تقابل په عوض سياسي ګرم معادلات، د دشمني پرځاي وروري، د جلايني اوليري والي په عوض نږدي والي وي. چي دا ټولي د اقتصادي – سياسي او فرهنګي اوښه ګاونډيتوب د پراختيا، پرمختيا او محبت لامل ګرځي.

ښه سياسي تعاملات او راښه درښه لاخره په سياسي- اقتصادي كاروبار، هم د وګړو او حكومتوالو روحيه ژوندي ساتي،مورال لوړوي د فكري انارشيزم پرځاي منطقوي كلكتويزم (سياسي ملګريتوب او وحدت) لازياتوي پر اقتصاد هم ښه اغيزشندي او د دواړو هيوادونو د پرمختګ، رغاوني او د منازعاتو او تقابل پرځاي د سياسي خبرو،ديالوګ ښه تعامل او ستونزو د هواري سبب ګرځي.

پاكستان د خپل پنځېدو (تولد) له مهاله ۱۹۴۷ م كال را په دي خوا په دوامداره توګه د خپلو ګاونډيو په اړه ناوړه چلند،ناړامي او د بدنيت په نوم مشهور دي چې د سيمې د پوځي ژاندارم او تشنج په هدف تولد او لوي شوي دي.

سياسي استراتيژيك هدفونه يې: په افغانستان او اخوا پښتنو د ۱۸۹۳ م كال د نوامبر ۱۲ مې د ډيورنډ د نامنل شوې كرښي جبري تپل او په دې اړه د دوه ګاونډيو هيوادو ترمنځ د متنازع فيها مسالې (ديورند) زخم څخه د پښتو او بلوڅانو پرضد عمليات كول او ناوړه ګټه اخيستل، لر او بر افغانان قربانې كول. د پښتنو بلوڅانو، سياسي خپلواكۍ حذف او له منځه وړل، ترښكيلاك او سامراجې جغ لاندې يې ساتل او استثمارول.

له هندوستان سره د تقابل سياست او د دغه ناوړه سياست په اړه پر افغانستان فشار راوستل او د تفاهم، ديالوګ پرځاي د پوځي، استخباراتي تقابل دريځ غوره كول.

-       په افغانستان کي لاسپوڅي ګوډاګي حکومت واکداري ته رسول، کوم چي د پاکستان د سياست په لومه کي ګيروي.

-       د منځني اسيا بازارته په ازاده توګه لاسرسي.

-       د سند پر ايالت د پنجاب اغيزمنتيا، ښكتييا او زبيښاک د بلوڅانو پر آزادي او اقتصادي تاسيساتو خيټه اچول.

-       له ايران سره هم د اقتصادي او پوځي برلاسي سياست غوره کول.

-       د سعودي په وړاندي د مطيع سياست در لودل.

-     د ګاونډيو د فقيرساتلو (فقير سازي همسايه) سياست پرمخ وړل. شاله خواد نايفنګ يا خنجر وهلو سياست پلي کول او په دي اړه د ترهګري او سبوتاژ جرړي او مرانډي تازه او تاندي ساتل او عملي کول.

-     دمذهبي اورپکو ساتل، د پوځي بشري ځواک په توګه يي د ګاونډيو په وړاندي استعمالول د جنګي بشري ابزارو په توګه يي په وړيا ډول قرباني کول.

-       د اقتصادي دهليز تړول او يا ترخپل اغيزلاندي راوستل.

-       د ناوړه پروبيګنډي کول او ډيماګوژيک سياست خپلول.

-     په دننه هيواد کي (پاکستان) کي د پښتنو او بلوڅانو د بيسوادي ساتلو په لومه کي د ديموکراسي پاني په تحليلي بڼه (ديكتاتوري-دموکراسي) د
 (
جمهوريت) په نوم پر عوامو تحميل او پلي کول.

-       د ملکي حکومت سپکاوي او پرستيژ (حيثيت) يي په کمه سترګه ګڼل.

نو داټولي هغه سياسي- پوځي موخي دي چي پر خپل ملت او همه يي دبهرنيانو د فشار له مخي پرافغانستان پلي کوي او د خپلو ايجنټانو د پنځمي ستني ناميي پليدو کسانو او هم دترهګرو ( طالبانو-داعشيانو او القاعدي ) د بشري ځواک په واسطه يي د نيابتي اجاره يي جګړي په واسطه پر افغانستان يرغل راوړل چي جنګ جګړه تحميلوي، افغانستان او ملت يي د نفاق، شقاق او بد مرغي جګړي به اور کي سوځوي.

نوځکه د تيري جمعي ورځي د پاکستان صدراعظم افغانستان ته رسمي سفري ته يي په سپكه سترګه وکاته داچي حاکميت او حکومت د پوځي ډلي په لاس کي دي د ژمنو پرخلاف د ګاونديتوب د اصولو، اخلاقو، حقوقو او تعاملاتو پرخلاف يي يوځل بيا ړانده توغندي وويشتل او هوايي بمباري پرکونړ دانګام او سرکاڼو ولسواليو وکړي.

دافغانستان له دي نازک او سختو حالاتو څخه يي ناوړه ګټه پورته کړه. نو داسي عواقب به ولري چي دهغه هيواد د تجزيي لامل به وګرځي.

ژور فکر پکاردي اوس ملتونه بيداره دي، په افغانستان کي د هغوي ايجنټان د رسوايي او ناکامي په درشل کي دي او هلته پښتانه اوبلو ځان هم لاويښ شوي او هم يي له ايران او هندوستان سره حالات تريګلي دي، چي داټول دهغه هيواد پر سياسي، اقتصادي، امنيتي اونظامي حالاتو بداغيز شندي او په تجريد او انزوا کي دريږي.

عبدالهادي قريشي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha