صفحه اصلی | eslah | مقالات | دسولې عالي شورا د پاکستان ديني عالمانو ته د اسلامي نړۍ له عالمانوسره دديني مبارزې بلنه ورکړه

دسولې عالي شورا د پاکستان ديني عالمانو ته د اسلامي نړۍ له عالمانوسره دديني مبارزې بلنه ورکړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

دسولې عالي شورا هغو پاکستاني عالمانو ته چې په افغانستان کې روانه جګړه جهاد بولي داسلامي نړۍ له عالمانو سره په غونډه کې دګډون بلنه ورکړه چې له هغوى سره مناظره وکړي .

دباختراژانس مفسر ليکي :

په دې وروستيو وختو کې دافغانستان دسولې په عالي شورا کې سرچينو ويلي دي هغه پاکستاني عالمان چې په افغانستان کې دمسلمانانو وژنه جهاد بولي بايد داسلامي نړۍ دعالمانو  په بين المللي  کنفرانس  کې ګډون وکړي .هيله کيږي چې داسلامي  نړۍ دعالمانو کنفرانس په افغانستان  او يا په سعودي عربستان کې جوړ شي .په دې کنفرانس کې به دافغانستان مسئله وڅيړل شي .

دغه کنفرانس ټيک په داسې وخت کې جوړيږي چې وسله وال طالبان  دافغان دولت په وړاندي دوسله والو مخالفانو داصلي ډلې په توګه د دولت پرخلاف په مذهبي   اوجهادي شعارونو سره په افغانستان کې خپلې جګړې ته دوام ورکوي .

طالبان په پاکستان کې  خپل ټاکلي او مشخص  ملاتړي لري  دغه ډله چې دپاکستان له ديني مدرسو څخه راپاڅيدلي دي ددغه هېواد دځينوعالمانوله لارښوونو او فتواڅخه زيانمن دي .

 سره له دې  چې طالبان په دوو برخو افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو جلا شوي دي خو په ښکاره دواړه يوه ستراتيژي او يو هدف چې دمسلمانانو ترمنځ ديوه اسلامي امارت جوړول دي، تعقيبوي  خو دپاکستان ديني عالمان دافغان طالبانو کړه وړه جهاد او دپاکستاني طالبانو کړنې بغاوت بولي .

افغان طالبان چې تور پرې لګول شوى دى چې دبې يونيفورم  عسکرو په توګه په افغانستان کې دپاکستان  نيابتي جګړه تعقيبوي دډيرو زړه بوږ نوونکو او ډارنو بريدونو  عامل دي  هغه ځانمرګي بريدونه چې طالبان هغه فدايي  او اشتهادي اويا شهادت غوښتوونکي بولي ، په افغانستان کې  دګڼ شمير بې دفاع مسلمانانو دمرګ ژوبلې سبب شوي دي آن ځانمرګي يرغلګر په مقدسه اماکنو  جوماتونو ، تکيه خانو دجنازو دښخولو په مراسمو چې ټول  او ټول دافغانستان خلکو ديني او معنوي ارښتونه اوباورونه دي، بريدونه کوي او دمسلمانانو دمرګ ژوبلې سبب شوي دي.

له بده مرغه دپاکستان هغه ديني عالمان چې په دغه هېواد کې په سياسي ګوندونو او جرياناتو پورې اړه لري د طالبانوجګړه په افغانستان کې جهاد بولي او له افغان طالبانو سره مالي او لوژستيکي ملاتړ يوه وجيبه ګڼي.

خو دپاکستاني عالمانو دغه خبرې په نورو هېوادونو کې  دديني عالمانو دخبرو برعکس دي .

افغانستاني عالمان ، دهند دديوبند عالمان ، دسعودي عربستان مفتي  عظم ،  دمصر د الاظهر  ټولنه او داردون ، ترکيې او قطر عالمان په دې ټينګار کوي چې افغانستان دارلحرب نه دى  او ددغه هېواد دحکومت اوخلکو پرخلاف جګړه شرعي مجوز نه لري .

  دافغانستان  ددولت او په  دغه هېواد کې دميشتو نړيوالو  ځواکونو پرخلاف دطالبانو دجګړې دوام او په همدې ترتيب  دالقاعده په ګډون له نړيوال تروريستي سازمانونوسره  ددغې ډلې اړيکې ددې سبب شوي دي چې دنړۍ په کچه له اسلام  سره دښمني زياته شي  او په پاى کې  به دمسلمانانو دهويت دکمزورتيا سبب شي .

  داسلام دمبين دين او په اسلامي  نړۍ کې دمسلمانانو او دديني عالمانو په وړاندې  دغه شان  غرضي پروګرامونه او توطيې دانديښنې وړ دي.

  په همدې دليل  په اسلامي نړۍ  کې عالمان غواړي چې په افغانستان کې دجګړې عوامل په يوه پراخه بين المللي  غونډه کې وڅيړي

په دې غونډه کې دهغو پاکستاني عالمانو ګډون چې په افغانستان کې روانه جګړه جهاد بولي ضروري دى.  آيا دوى به وکولاى شي چې خپل نظر داسلامي نړۍ دنورو عالمانو غوږونو ته ورسوي او په خپل استدال سره ثابته کړي چې  په افغانستان کې روانه جګړه جهاد دى .له دې پرته  بايد په نورو هېوادونوکې دديني عالمانو خبرې، ارشادات او خپلې نظرې به دديني حکمونو په استناد څرګندې کړي واوري او نور دې په افغانستان کې  له  ماجرا غوښتنو څخه لاس واخلي .

دلوى خداى ( ج )  واحد قرآن او دواحد پيغمبر دحکمونو په رڼا کې  نه شوکولاى دديني عالمانو ترمنځ اخلاقي  موارد پيداکړو که چيرې اخلاقي موارد هم شتون ولري دغه اختلافونه به سليقوي  وي چې نه شي کولاى له قرآن او شريعت څخه الهام واخلي .

له بده مرغه دپاکستاني عالمانو اختلاف هم سليقوي  اختلاف دى .

که چيرې دپاکستان دزيږون تيرو وختونو او عواملو  ته ځير شو  دغه هېواد درې اويا کاله مخکې داسلامي انګيزو پربنسټ  څرګند شو

په پاکستان او له هغه څخه په بهر کې  يوشمير سياسي  کارپوهان په دې عقيده دي چې په پاکستان کې اسلام له عقيدې   او ايمان مخکې په سياسي نظر سره تعقيبيږي  او په دغه هېواد کې سياستوالو تل هم له ختيځ  بلاک سره هغه هم دافغانستان  په قضيه کې دتقابل په وخت کې او هم له لويديځ  بلاک سره په تقابل کې ، اسلام وسيله ګرځولې ده .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha