صفحه اصلی | eslah | مقالات | له طالبانو سره سوله بهرنیانو ته له افغانستانه د وتلو زمینه برابروي

له طالبانو سره سوله بهرنیانو ته له افغانستانه د وتلو زمینه برابروي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، که چېرې وسله وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي او په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ريښې وچې شي، د بهرنيو ځواکونو وتلو ته به هم زمينه برابره شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، طالبان بايد له ورستي رامنځته شوي فرصته په استفادې سره، د خبرو ميز ته کيني.

د دغې شورا منشي امين الدين مظفري ازادي راډيو ته ويلي چې د خبرو ميز کې په ټولو مسئلو بحث کېږي او طالبان کولاي شي چې د سولې لاره خپله او خپلې غوښتنې په ازادانه ډول مطرح کړي.

د نوموړي په خبره، د سولې له پروسې سره د طالبانو په يو ځاي کېدلو او د ترهګرۍ د ريښو په وچېدو سره به، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته هم زمينه برابره شي.

نوموړي وويل:

"زه فکر کوم چې د بهرنيانو شتون دلته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره دي، کله چې د دولت وسله وال مخالفين دولت سره هوکړې ته ورسېږي او هغه ترهګر چې د نړۍ له ګوټ ګوټ راغلي او د نظام د مخالفينو تر څنګ ولاړ دي، ماته وخوري، بيا به نو د بهرنيانو د وتلو موضوع د بحث وړ وګرځي." مخکې تر دې يو شمېر رسنيو د سولې د عالي شورا د مرستيال عزيز الله دين محمد په حواله ليکلي وو چې طالبانو سره تر رسمي خبرو ورسته به د بهرنيو ځواکونو د وتلو په شمول، په ټولو مسايلو بحث وشي.

ښاغلي دين محمد دغه شان ويلي چې د افغان حکومت د سولې تر وړانديزه وروسته طالبانو په خپلو کې سلا مشورې پيل کړې دي.

ولسمشر غني تېره اوونۍ د کابل پروسې په دوهم پړاو ناسته کې وويل چې افغان حکومت له طالبانو سره پرته له کوم قيد او شرطه، د سولې خبرو ته چمتو دي. ښاغلي غني ټينګار وکړ چې د افغان حکومت د سولې پروسې په اړه ملي او نړيواله اجماع رامنځته شوې او له طالبانو يې وغوښتل چې د سولې لار خپله کړي. د ملا هبت الله په مشرۍ وسله والو طالبانو تراوسه د ولسمشر غني دې غوښتنې ته روښانه ځواب نه دي ويلي.

خو ځينو رسنيو د طالبانو د اړوندو سايټونو په حواله ليکلي چې دا ډله په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د حضور په صورت کې له افغان حکومت سره خبرو ته نه کېني. په ورته وخت کې د سياسي چارو څېړونکي شهزاده مسعود وايي چې طالبان په ظاهره کې بهرني ځواکونه له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو مهم خنډ بولي او په خبره يې، بايد دې موضوع ته پاملرنه وشي.

ښاغلي مسعود زياته کړه:

"کلونه کېږي طالبان ټينګار کوي چې بهرني ځواکونه بايد له افغانستانه ووځي، زما په نظر که چېرې وړانديز وشي چې دا موضوع هم د بحث وړ ده، زه فکر کوم چې په دې صورت کې به بين الافغاني خبرو ته لاره هواره شي. "

بل لورته په يوه خپره شوې ويډيو کې چې د طالبانو په ملا رسول ډلې پورې اړوند بلل شوې، ددې ډلې مرستيال ملا عبدالمنان ويلي چې دوي د افغان حکومت د سولې له وړانديزونو هرکلي کوي.

د يادونې ده چې د افغان حکومت د سولې له وړاندېزه په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه ملاتړ شوي، خو اوس هغه څه چې په دې برخه کې مهم بلل کېږي، هغه له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د طالبانو چمتو کېدل دي.

                                           نسيم شفق

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha