صفحه اصلی | eslah | مقالات | دڅلور لارې لومړی سرک تر څلور لارې تېر شو

دڅلور لارې لومړی سرک تر څلور لارې تېر شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

اقتصادي پلان جوړول هغه څه دي چې يو څوک د يوه شي د جوړولو لپاره لومړي فکر کوي چې څه په څه ډول او څنګه او چېرته توليد کړي ؟ بازار يې څه دي اړتيا يې څه ده او ګټه يې څومره او څه ده ؟ انسان له کرنې پيل بيا تر ټکنالوژي پورې د ژوند ټول پړاوونه د وختونو په اوږدو کې ترسره کړي دي . نارويانو د ژوند لپاره د پلان طرحه وسنجوله چې روسانو تطبيق کړه .

سره له دې چې مصريانو له دې وړاندې پر تدابيرو کې تاريخ لري خو هغه مهال پلان د محاسبې له مخې نه سنجول کېده او نه هم د اړتياو پر بنا دغه چاره ترسره کېده .

پخوانيو فرعونانو د خپل حکومت د بقا لپاره په زور او جبر د خپلو اړتيا وو د پوره کولو لپاره زراعت لومړيتوب ګاڼه .

له کورنۍ واخله بيا د دولت ترکچې په ټولو چاروکې له توکو او امکاناتو څخه نا منظمه ګټه اخيستنه او ويش هغه څه وو چې ستونزې به يې زيږولې اوخو يواځيني څه چې ستونزې پاي ته رسوي د پلان په جوړول وو چې پکې ستونزه له منځه وړل کېدله، اوس چې په کومو هېوادونو کې غربت دي يو لامل يې خراب پلان دي چې له امله يې نه خپل ولس له ستونزو وويسته او نه هم له پردي احتياجه خلاص شول .

انساني ژوند ژوند دحيواناتو له ګاډيو او دهغوۍ لپاره د سرکونو او لارو جوړول وو په سيندونو د اوښتو لپاره په کښتۍ جوړولو لاس پورې کړ .

افغانستان هغه هېواد دي ، چې د ځان بسياينې لپاره يې لومړي ګامونه پيل کړل چې د نورو کارنو ترڅنګ يې په اقتصادي برخه کې په پلان جوړولو او بيا دتطبيق په اړه يې ګړندۍ هڅې د بريا تر سرحده درسېدو لپاره قاطع دريځ ته اړتيا لرله .

ولسمشر اشرف غني او د ده کاري ټيم تل پر دې ټينګار کړي چې د سيمې په کچه بايد ټول هېوادونه اقتصاد محوره سياست غوره کړي.

اوسني حکومت دغه چارې پيل کړي او د ټاپي پروژې څخه يې ګڼې اقتصادي موخې وې چې پردي او مرور حکومتونه يې سره کينول .

دغه پروژه چې دسيمې د څلورو هېوادونو شريکه پروژه ده موخه يې له سيمې سره د ګازو شريکول دي چې له يو پلوه به د ګازو اړتيا پوره کوي او له بل پلوه به څوک ګاز پلوري څوک به يې سوزوي او څوک به يې له ترانزيټه ګټه اخلي .

د ټاپي پروژې په پيلېدو سره افغانستان د لومړي ځل لپاره د دې امکان ترلاسه کړ چې د سيمې په کچه له خپل جغرافيايي موقعيته د پراخې ګټه اخيستنې کار پيل کړي.

ټاپي چې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د لېږد پروژه ده او ترڅنګ يې "ټاپ" چې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د مزي غځول دي، افغانستان په يوه سيمه ييز اقتصادي دهليز بدلوي.

اقتصادي همکاري اوس په دې سيمه کې دومره مهمه شوې چې د سيمې هېوادو د نظامونو مختلف جوړښتونه، د نړۍ له سترو هېوادو سره يې د مناسباتو څرنګوالي او ان داعش او طالبانو په اړه بېل ليدلوري يې هم پر وړاندې خنډ نه بلل کېږي.

ايران روسيې ته نژدې هېواد دي او افغانستان امريکا ته. پاکستان له هند سره سيالي لري او چين ته د نژدې کېدو په حال کې دي، خو له دې ټولو سترو توپيرونو سره سره دا ټول ياد هېوادونه په دې پوه شوي چې د اقتصادي ودې لپاره د افغانستان ټرانزيټي اهميت له پامه نه شي غورځولي او بايد يو له بل سره همکاري وکړي.

دغه پروژه به د رقيبو هېوادونو ترمنځ د شريکې ګټې اخيستنې او په سيمه کې دشريکو ګټو لپاره هڅه وکړي چې څنګه کولاي شي دغه جګړه ييز سياست په اقتصادي سياست واړوي.

په دې وروستيو کې له هندوستان سره هوايي سوداګريز دهليز پرانيسته او د هند دحکومت له خوا په افغاني سوداګريزو توکو د تعرفې معافولو او د چا بهار بندر په فعالولو افغانستان له هغه احتياجه خلاص کړي چې که لارې بندې شي نو له قحطۍ سره به مخ شو اوس افغانستان په هغه حالت کې نه دي چې کوم هېواد يې سوداګريزو توکو په وړاندې ستونزې جوړې کړی.

 حکومت هڅه کوي، چې افغانستان ته بديلې لارې پيدا کړي او افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان له انحصاره تر يوه بريده وويسته په زرګونو ټنه غنم د پاکستان په ګودامونو کې ګنده شول او ان تر دې چې ګڼې فابريکې يې په ټپه ودرېدلې. 

د پاکستان له لوري پر افغان توکو د ماليې لوړوالي افغان سوداګر اړ کړل چې د چا بهار له بندره ګټه واخلي خو د پاکستان حکومت له لوري سوداګرۍ اوسياست تړاو جوړولو له امله دغه هېواد له ګڼو ستونزو سره مخ کړ اوس پاکستان هڅه کوي چې دغه ستونزې څخه د ځان د خلاصون لپاره نرمښت راولي چې سره له دې چې يو کال وړاندې د پآکستانيو توکو لپاره د افغانستان بازارونه ښه وو اوس پاکستاني سوداګرو له حکومت غوښتي، چې له افغانستان سره په سوداګرۍ کې له نرمۍ کار واخلي.

دواړو هېوادونو ترمنځ کلنۍ راکړه ورکړه تر درې ميليارده ډالرو پورې رسېده؛ خو د چاه بهار بندر له پرانېستو وروسته دغه شمېره له يوه ميليارد هم راښکته شوې ده د پاکستان ناسم سياست له امله دغه هېواد هغه بازار بيخي له لاسه ورکړي چې له لسيزو راهيسې يې خپل کړي وو او زرګونو توکي يې پکي پلورل کېدل.

 افغان حکومت د چاه بهار بندر له لارې د غنمو بار لومړۍ کښتۍ د هندوستان څخه چاه بهار بندر ته راولېږدوله افغان سوداګرو مخکې ډېر توکي د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته رالېږدول؛ خو د چاه بهار بندر له پرانېستو وروسته اوس پر پاکستان ډېره تکيه نه کوي.

طاهرساپی

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha