صفحه اصلی | eslah | مقالات | دڅښاك د اوبو كمښت لـويـه ستونزه ده

دڅښاك د اوبو كمښت لـويـه ستونزه ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

اوبه نه يوازي دانسان د ژوند د بقا لپاره بلكي ټول هغه ژوي چي په وچه كي ژوند كوي ډير ارزښت لري او پرته له اوبو ژوند ناممكن دي. هر هغه څه چي په مځكه كي كرل كيږي يا را زرغونيږي لكه فصلونه، ځنګلونه او نور نباتات هم پرته له اوبو ژوندي پاتي كيدلي نه شي نوښكاره ده چي اوبه دژوند بقا او پايښت لپاره تر څه ضروري او دډير لوړ ارزښت در لودونكي ماده ده.

  له اوبو څخه نه يوازي د څښاك لپاره ګټه اخستل كيږي بلكي د ژوند ټولي اړتياوي په اوبو پوره كيږي لكه دكاليو پريمنځل. د ځان پريمنځل. د خوړو پخول او ډير نوري چي داوبو په نه شتون كي دغه ټولي چاري نه شي تر سره كيدلي او په خپل حال به پاتي وي.

داوبو د كمښت له كبله خلك له ډيرو لويو ستونزو او كړاوونو سره لاس او كريوان كيږي، فصلونه او بڼونه يي له منځه ځي د خوراكي توكو له جدي كمبود او دڅاريو رمي او ږلي يي هم. دتندي او د مرګ له خطر سره مخامخ كيږي.

دنړي په بيلابلو برخو كي دوچكاليو او د اوبو د كمښت له امله خلك د يوي سيمي وبلي سيمي ته كوچ كوي چي هلته د اوبو كمبود نه وي. ميشت شوي او خپل ژونديي له سره پيل كړي دي.

له اوبو څخه د كښت كر او بڼونو په خړوبولو كي نه يوازي ګټه اخستل كيږي بلكي د اقتصاد دودي لپاره هم په زړه پوري زميني برابرولي شي.

هغه هيواد وال چي په ښارونو كي هستوګنه لري د څښاك داوبو له جدي كمښت سره مخامخ دي او د دى ترڅنګ داوبو له ارزښت څخه ناخبره دي او په دي نه پوهيږي چې يووخت به دغه پريمانه اوبه وچي او د ژوند چاري به يي له ستونزو سره مخامخ شي.

داځكه چې داوبو په لګښت كي له حده زياته بي پروايي كوي او بي له احتياجه او ټاكلي اندازي چي ضرورت  ورته نه ليدل كيږي لګوي چي داكار يي يو وخت د  اوبو زيرمي په وچيدو راولي او بيا به حتي دڅښاك لپاره اوبه ونه مومي.

هېوادوال اصلا په دي نه پوهيږي چي دا وبو بي ځايه لګښت سره داوبو زيرمي وچيږي او يوه ورځ به داوبو دنه شتون سره مخامخ شي. په دي اړه اصلي مسووليت د اوبو د تنظيم كوونكو او مديريت كوونكو ادارو دي چي دعامه پوهاوي له لاري خلك وپوهوي چي د اوبو په لګښت كي له احتياط څخه كارواخلي او بي له ضرورته يوڅاڅكي اوبه بي ځايه ونه لګوي. همدااوس زموږ په ښارونو او كليو كې هرڅوك په خپل سر ژوري او نيمه ژوري څاګاني پرته د اوبو د تنظيم او مديريت د ادارو له مشوري څخه كيندي چي دا كار داوبو زيرمو ته سخت زيان رسوي او د وچيدو باعث يې ګرځي.بل لوي خطر چي د اوبو زيرمو اوچينوته متوجه دي هغه د سپيتك څاګانو غيرمعياري جوړل دي او هرڅوك په خپل سره او خپله خوښه پرته د ښاروالي د مسوولو كار كوونكو له اجازى لاس په كاركيږي چي د اوبو د زيرمو ككړيدو ته يي ترټولو لوي ګواښ او خطر متوجه كړيدي چي داكار چاپيريال هم ته زيان رسوي او د ځمكي لاندي داوبو زير مي په لوي لاس ككړوي او د ډول ډول ناروغيو سبب ګرځي چي ګڼ شمير وګړي ورسره مخامخ او زيان رسوونكي عمل ګڼل كيږي خو تر اوسه ددي كار د مخنيوى لپاره كوم عملى اقدام نه دي شوى بايد د اوبو د زيرمو د وچيدو او ككړيدو مخه په كلكه ونيول شى او ښاريان ته دى وهڅوى چى د اوبو لګښت كې له احتياطه كار واخلى او سپما رامنځ ته كړى او هم د سپتيك غير معيارى څاګانو مخه ونيول شى او د ښاروالى د فنى كاركوونكو په مشوره او نظر لانى جوړى كړى چې په راتلونكې كې د اوبو د زيرمو د ككړيدو سبب ونه ګرځى.

همداوس د كابل او د هيواد په نورو لويو ښارونو كې په ګڼ شمير كې ښاريان د دوامداره وچكالى او د غير معيارى څاګانو او په بي پراويى سره د اوبو لګول، د اوبو د جدى كمبود سره مخامخ كړۍ دي او تر دى حده د استونزه رسيدلى چې يو كس بايد د كورنى د اوبو د پوره كولو لپاره نور كارونه پريږدى او يوازى د كورنى د ضرورت وړ اوبه د ليرى واټن څخه په لاسي كراچيو او بوشكو كې په شا او سرونو باند تر كوره راوسوي چې دا كار پخپله د ورځنۍ ژوند له اساسى ستونزو څخه ګڼل كيږي.

نو د مسوولو ارګانونو څخه هيله داده چې د اوبو د زيرمو د وچيدو او ككړتيا مخنيوى په وړاندى عملى ګامونه پورته كړي او د دى حياتى مادى څارنه او ساتنه د بين المللى اصولو او نورمونو په رڼا د ځمكى د لاندى او د ځمكى په سر له اوبو څخه وکړي او هغه اوبه چې زمونږ له بهانده سيندونو او رودونو څخه په وړيا توګه ګاونډيو هېوادونو ته بهيږي په خپله خاوره كې د بندونو او سر بندونو په جوړولو سره مهار كړى او د هېواد په د ننه كې د كښتونو اوبڼونو په خړوبولو كې ترى ګټه پورته كړى چى د يوى خوا به بى روزګاره ځوانانو او هېوادوالو ته د كار په زړه پورى زمينى برابرى شي او د بل خوا دغلو دانو پريمانى او د اقتصاد ودى لپاره به ګټور تمام شي.

په همدى هيله

سنگين

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha