صفحه اصلی | eslah | مقالات | اقتصاد او رسنۍ

اقتصاد او رسنۍ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په رسنيو کې د ورځـپاڼو په اعلانونو سربيره په اليکترونيکو او آنلاين ژورناليزم کې هم د کار موندنې خبرتيا خپريږي. دويم هم خـــــــــپله د رسنيو ادارو کې په سلګونو کارمندان په کار بوخت دي. چې په دوي کې رسنيزې اقتصادې سلاکار، د هغو مرستيالانو چې د رسـنيو ټول اقتصادي چارې ( لکه مارکيټنګ، د تبليغاتو د سمون مدير، مالي مدير، د بوديجې مدير او نور) مـخته بيايي.

که د رسنيو خبرونو ته ځير شو، نو وينو چې هره رسني په خبرونو کې اقتصادي برخې لري، چې په هغو کې د هيواد اقتصادې پرمختيا اوضعفونه په ډاګه کيږي.

اقتصاد پوه «تامس جفرسن» د رسنۍ د تبليغي رول په اړه وايي: رسنۍ دوې مهمې دندې ترسره کوي. خبررسونې او د فرصت ايجادول چې د جفرسن د نظريې پربنسټ اعلانات په رسنيو که اړينه ده.

د زيات لګښت څخه ډډه هم د رسنيو له دندو څخه ده، چې خپلو مخاطبينو ته پوهاوي ورکوي. او کولاي شي عامه خلکو ته د لګښت په اړه معلومات ورکړي. د فرهنګ او کلتور لوړوالۍ هم د رســـــنيو له دندې څخه دي. رسنۍ کله چې يو پيغام خپروي، نو ټول عام خلک د هغه خبرې ته پام کوي، او نـــــورو فرهنګې چارو سربيره آن دکاليو ، ځاي او ژبى د فرهنګ په سنبالولو کې اړين رول لوبوي.

دا هم شونې ده چې رسنۍ د نور هيوادونو فرهنګي هنجارونه زموږ هيواد ته انتقال کړي. د سارې په توګه کله چې  رسنۍ د نورو هيوادنو ډرامې، فلمونه او خپرونې خپروي د ځوانانو په فکر کې د نوې انګيزې د ايجاد لارې چارې برابروي.

که تاسې د کاليو د نندارتون خپرونې ګورئ، نو خواه مخوا به د هغه نندارتون د کاليو ډولونه پر تاســـــې اغيز وکړي. ښايي تاسې د يادو محصولاتو څخه واخلئ. دغه خبره په تفريحي خپرونې، ډرامې او فلمــونو هم شونې ده. چې په مستقيمه توګه پردي فرهنګونه انتقالوي.

د رسنۍ ترټولو اړينه دنده د عمومي افکارو مديريت دي. لومړي بايد په لنډه توګه د عمومي افــــکار په اړه بحث وکړو. عمومي افکار يعنى د عامو وګړو نظراوانديښنى په رسنيو كې ډيرارزښت لري.

د امريکې يو پخوانۍ ولسمشر ايزنهار وايي: تر ټولو ستره جګړه د عمومي فکر جګړه ده چې د خلکو د ذهــنونو نيونه کوي.

په پاي کې ويلاي شو چې رسنۍ يعنې څلورم ځواک چې هم په اقتصاد کې اړينه بــرخه لــــري او هـم په نورو ټولنيزو چارو کې.

په افغانســـــتان كې د رسنيو په وړاندې پرتې ستونزې

زموږ هيواد دنورو ستونزو سره سره د رسنيو له ستونزو سره هم مل دي. د دغو ســــــتونزو په لړ کې د تاوتريخوالۍ منځ ته راوړل، فرهنګي او دوديزي ستونزې، د کم تجربه کار کوونکو استخدامول، د منفعل مخاطب منځته راوړل، د ښوونې په لار کې د خڼدونو جوړول، د کورنۍ سره د ځوانانو د اړيکې پـــرې کول او داسى نور.

لکه څرنګه چې اوس د هيواد په ټولو ادارو کې اداري فساد شتون لري، رسنۍ هم  د دې ســـتونزو څخه بې برخې نه ده پاتې. اداري فساد د هيواد درسنيو يوه ستونزه ده، چې د بيان د آزادۍ په وده کې خڼدونـه جوړوي. اداري فساد په ټولو رسنيو کې نه، بلکې د ګوتو شمير رسنيو کې شتون لري.

د افغانستان رسنۍ د غربي رسنيو په تقليد سره ويرونکې او د تاوتريخوالې ډکې خپــــــــرونې، ډرامې او فلمونه خپروي. د دغو خپرونو اغيز په نيغه د ماشومانو په ژوند باندې اثر لرې شى. لکه څرنګه چې پوهيـــــږو د ماشومانو فکر د سپين کاغذ په څير دي. هرڅه چې زده کړي، ډير ژر يې په ذهن كې ځاى نيسى. په يوه څيړنه کې ښکاري، هغه ماشومان چې تراژيدي او د تاوتريخوالې څخه ډک فلمونه ويني. څرګـــــــنده شوي: کله چې د دغو ماشومانو څخه د فلم په هکله پوښتنه وکړو، نو دوي په فلم کې د جګړې، تراژيدي او د تاوتريخوالۍ کيسې کوي. د واقعي کيسې ترڅنګ خپل هغه ابهام چې د دوي په اند ښـــــه او په زړه پورې دي، بيانوي.

د رسنيو اغيزه نه يوازې په ماشومانو بلکې په ځوانانو او لويانو کې هم محسوسه ده. که يـــوې خبرې ته ځير شو نو ويلاي شوو چې خلک هغه څه مني چې د تلويزيونونو، راډيوګانو، ورځپاڼواو نورو رســــنيو څخه يې اوري، لولي يا هم ويني.

 د الفرد سوري په اند: رسنۍ خپل مخاطبان منفعل کوي يـا هـم مخاطبان د بيلابيلو خبرو منلو په پايله کې وروسته پاتې کيږي. او د دوي د انفعال او يا وروسته والۍ لامل هم دوي په خپله دي نه رسنۍ.

د الفرد سوري د نظر په پام کې نيولو سره ويلاي شو. چې رسنــــــــۍ په مستقيمه توګه په خلکو باندې اغيزه لري. د مخاطبانو دغـــه هــرکلـۍ د فرهنګـي، اسلامـــي، کورنـــي او ښوونيزو ستونزو لامل ګرځي.

د رسنيزو  ستونزو په لړ کې فرهنګي ستونزې رامنځته کول هم دي. د افغانــــستان رسنـــــــۍ د بهرني هيوادونو په تقليد ســـــــــره د هغوي خپرونې، چې زموږ د دين، فرهنګ او دودونو سره به ټکر کې دي، خپروي. د دغو خپور شوو خپرونو يوه لويه ستونزه هم د ځوانانو د خپرونو څخه تقليد دي، چې دوي هغه څه چې د رسنيو څخه اوري، ويني يا لولي بـــې لــــه کوم ځنډه يې خپل ژوند کې پلي کوي. انـــــترنت او ټولنيزي رسنۍ چې تر نورو رسنيو يې ډيره وده کړې ده، د ځوانانو په ژوند باندې اغيزه لري. ټولنـــيزې رسنۍ ځينې زيانونه هم لري لکه د ځوانانو د وخت ضايع کول او د دوي اړيکې د کورنۍ سره پرې کول دي. رسنۍ د ژوند دومره ډير وخت نيولې دي، چې د کورنۍ ترمنځ هغه پخوانۍ ميـــنه يې له منځه وړې ده.

 

ګيتي صديقي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha