صفحه اصلی | eslah | مقالات | امريکا د داعش پر ضد مبارزې لپاره افغانستان ته نور روزونکي او تجهيزات استوي

امريکا د داعش پر ضد مبارزې لپاره افغانستان ته نور روزونکي او تجهيزات استوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د امريکا متحده ايالات په پام کې لري چې د جګړو په راتلونکي فصل کې د داعش ډلې پر ضد د مبارزې د چټکولو لپاره افغانستان ته نور محارب روزونکي او اضافي بې پيلوټه الوتکې او تجهيزات واستوي.

د سپينې ماڼۍ او پنټاګون چارواکو وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ته ويلي دي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتيژۍ لهمخې شاوخوا زر تنه اضافي پوځي روزونکي او ګڼ شمېر جنګي او کشفي بې پيلوټه الوتکې افغانستان ته استول کېږي، څو په هوايي حملو او استخباراتي عملياتو کې کار ترې واخېستل شي.

افغانستان ته د اضافي امريکايي روزونکو او پوځي تجيزاتو استول، د متحد ايالاتو او افغانستان د رسمي سرچينو لهخوا تراوسه نهدي اعلان شوي، خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د داعش ډلې پر ضد په پوځي عملياتو کې د امريکا د پوځ ترڅنګ د افغان هوايي ځواک ونډه هم مهمه ده.

د دفاع وزارت مرستيال وياند جنرال محمد رادمنش ازادي راډيو ته ويلي چې د افغانستان او متحد ايالاتو پوځونه د خپلو نويو ستراتيژيو له مخې همکاري سره کوي.

دي وايي:

"د امريکا متحد ايالات به له دې ټکنالوژۍ څخه په هغو ځايونو کې کار واخلي چې موږ ورته اړتيا لرو. البته له هغو الوتکو څخه چې موږ ته يې راکړي، هم د داعش او نورو ترورېستي ډلو پر ضد په عملياتو کې کار اخېستل کېداي شي. دې مسئلې هم زموږ او هم د متحدو ايالاتو په ستراتيژۍ کې انعکاس کړي دي."

افغانستان ته د نورو امريکايي سرتېرو او د بې پيلوټه الوتکو په ګډون د اضافي پوځي تجهيزاتو د استولو راپورونه په داسې حال کې ورکول کېږي چې امريکايي روزونکو د افغان هوايي ځواک د بې پيلوټه الوتکو لپاره د پوځي پرسونل روزنه لا پخوا پيل کړې.

نيوزويک مجلې د چهارشنبې په ورځ د امريکا د پوځي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د افغان هوايي ځواک پرسونل د امريکايي سلاکارانو لهخوا روزل کېږي، څو داعش ډله او وسلهوال طالبان په نښه کړي.

په افغانستان کې د ژمي له رارسېدو سره سم اکثرا په جګړو کې کموالي راځي او د پسرلي له راتلو سره سم د وسلهوالو حملې او د افغان پوځ عمليات زياتېږي.

سږکال د ژمي له پيل سره-سره داعش ډلې خپلو بريدونو ته دوام ورکړ او يو زيات شمېر افغانان چې ډېري ملکي وګړي وو، په دې حملو کې مړه او ټپيان شول. 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha