صفحه اصلی | eslah | مقالات | پاکستان ته د امریکا د سلګونو میلیونو ډالري مرستې د ځنډولو ګواښ

پاکستان ته د امریکا د سلګونو میلیونو ډالري مرستې د ځنډولو ګواښ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د امريکا حکومت وايي، تر هغې چې اسلام اباد په خپلو پولو کې د افغان طالبانو او حقانې شبکې پر ضد جدي اقدامات نه وي کړي، له پاکستان سره به شااوخوا يو ميليارد ډالره مالي مرسته وځنډوي.

د امريکا د سنا د بهرنيو اړيکو کمېټې جمهوري غوښتونکي سناتور باب کورکر ويلي چې د پاکستان حکومت له دوه مخو حکومتونو څخه تر ټولو دوه مخي دي چې دي په خپل ژوند کې ورسره ښکېل شوي دي.

ده ويلي چې پاکستان له حقاني شبکې ملاتړ کوي او يا هم دوي ته اجازه ورکوي چې په دغه هېواد کې خوندي ځايونه ولري او دا په داسې حال کې ده چې دغه ډلې امريکايي نظاميانو ته تر ټولو لوي خطر دي.

د پنجشنبې په سهار د پاکستان يوه جنرال اصف غفور د دې هېواد جيو ټلويزيون ته وويل چې اسلام اباد غواړي له امريکا سره همکارۍ ته دوام ورکړي، خو د دې لپاره به د خپل هېواد ملي ګټې او حيثيت نه قرباني کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيدر ناويرټ بيا د پنجشنبې په ورځ په واشينګټن کې خبريالانو ته وويل چې امريکا به تر هغه وخته پاکستان ته د يو ميليارد ډالرو مرستې وځنډوي چې پاکستان د سخت دريځو پر ضد جدي اقدامات نه وي کړي.

دې وويل چې طالبان او حقاني شبکه په پاکستان کې لا هم خوندي ځالې لري او د افغانستان د نا امنه کولو او په دغه هېواد کې د امريکا او متحدانو پر کارکوونکو بريدونه کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې له پاکستان سره د مرستو د ځنډېدو پر جزيياتو لا هم کار روان دي، خو د هغو پيسو اندازه چې د امريکا له خوا يې پاکستان ته د نه ورکولو پرېکړه شوې، نېږدې نهه سوه ميليونو ډالرو ته رسېږي.

راپورونه وايي چې په دې پيسو کې نهه سوه ميليونه ډالر د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د عملياتو لپاره مرسته شامله ده چې پنټاګون يې بايد پاکستان ته ورکړي.

همدارنګه ۲۵۵ ميليونه ډالر د پوځي وسايلو د اخيستلو لپاره د بهرنۍ پوځي مرستې په نوم اسلام اباد ته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا ورکول کېدې چې لا د مخه يې دې هېواد ته ورکول ځنډول شوې دي.

د امريکا د دفاع وزارت وياند د پنجشنبې په ورځ وويل، پاکستان ته ټوله ورکول کېدونکې ۹۰۰ ميليونه ډالره پوځي مرسته ځنډول شوې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې ۲۵۵ ميليونه ډالر چې د بهرنۍ پوځې مرستې په نوم دې وزارت له خوا پاکستان ته ورکول کېدل، لا د مخه د اګست د مياشتې راهېسې پر پاکستان د سخت دريځو وسله والو پر ضد د اقداماتو لپاره د فشار راوړلو په خاطر ځنډول شوي دي.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار اېچ ار مک مسټر هم ويلي، د پاکستان مشران انتخاب لري چې امنيت ټينګ کړي، يا که د شمالي کوريا غوندې دريځ خپل کړي.

افغانستان ته د امريکا پخواني سفير ډاکټر زلمي خليلزاد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، په واشنګټن کې په دې اړه خبرې روانې دي چې کوم پاکستاني نظاميان په تور ليست کې شامل شي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په دې وروستيو کې پاکستان ترورېستانو ته په پناه ورکولو تورن کړ، خو پاکستاني چارواکو د ټرمپ دا تور غندلي او رد کړي دي. پاکستان دې هر څه ته څه عکس العمل ښودلي دي؟

په پاکستان کې د امريکا د سفارت يوه وياند تأييد کړې وه چې د سې شنبې په ورځ پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې د امريکا سفير د اعتراض لپاره احضار کړي و.

د پاکستان يوې لوړپوړئ سناتورې د امريکا د دې پرېکړې په اړه ناخوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي چې دا به د پاکستان او امريکا پر اړيکو منفي اغېز وکړي.

نزهت صادق د پاکستان د پارلمان په ولسي جرګه کې د بهرنيو اړيکو د سنا مشره ده چې وايي، اسلام اباد د امريکا له مرستو پرته خپل کارونه پر مخ وړلاي شي، لکه په ۱۹۹۰يمه لسيزه کې.

صادق پرون د جمعې په ورځ وويل چې هغه څه چې امريکا کوي، د ترورېزم پر وړاندې يې د پالېسۍ پر ضد دي او ښه کار نه دي او دا به په سيمه کې د تل پاتې سولې لپاره هم ښه نه وي.

په امريکا کې د ويلسن تحقيقاتي مرکز مرستيال مايکل کوګلمن وايي، پاکستان ته د امريکا د مرستو ځنډېدل به د دواړو هېوادونو پر اړيکو دومره منفي اغېز ونه کړي، خو ښايي پاکستان سعودي عربستان ته مخ واړوي او له چين څخه د نظامي تجهيزاتو تر لاسه کولو لپاره مراجعه وکړي، خو د ده په وينا، پاکستان به د پرمختللو نظامي تجهيزاتو په خاطر له امريکا سره پاتې شي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په وينا، پاکستان ته د امريکا مرستې په ۲۰۱۱ميلادي کال کې کمېدل پيل شوې او دا وروسته له هغه چې د دې کال په سپټمبر مياشت کې د امريکا ځانګړو ځواکونو د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې وواژه او پاکستان د اقتصادي ملاتړ لپاره خپل شمالي ګاونډي هېواد چين ته مخ واړاوه. چين به په پاکستان کې د ټرانسپورټ په برخه کې ميليونونه ډالره پانګونه وکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha