صفحه اصلی | eslah | مقالات | چابهار د افغانستان لپاره يو ډيرګټور سوداګريز بندر

چابهار د افغانستان لپاره يو ډيرګټور سوداګريز بندر

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

داڅرګنده خبره ده چې د منځنۍ آسيا هيوادونه او افغانستان په سيمه كې په وچې كي محاط دي او آزاد و سمندري اوبو ته لاره نه لري. چې د كراچۍ بندر د افغانستان او پاكستان د سياسي ناندريواو ترينګليو شرايطو له كبله، پر افغانستان او د هيواد پر تجارت د سياسي فشار دو سيلی په توګه استعماليده او دا يوه غټه اقتصادي، تجاري، ترانزيتي ستونزه وه.

دوه نيم كاله وړاندي د افغانستان- هندوستان او ايران دولتونو مشرتابه يو معقول هوډوكړ، چې په ايران كې د چابهار تجاري بندر جوړكړي. په دې هكله هندوستان هم د ايران ترڅنګ ۳۵۰ ميلونه ډالرولګول.

نوموړي بندر ډير ژر جوړ او دادي ګټي اخيستني ته چمتو دي د (چابهار) په اړوندو سيمو كې ۲۵۰ جريبه ځمكه د افغان تاجرانو د مالونو (امتعه وو) د ډيپو كولو په پار د ۵۰ كالونو له پاره د افغان سوداګرو په واك كې وركړل شوي او دا مرسته ده. د يوه تازه خبر پر بنسټ د چابهار بڼدر د تاسيساتو دوهمه برخه د ۱۳۹۶ ل كال د ليندي (قوس) مياشتي په ۱۲ مه د يكشنبي په ورځ د ايران د جمهور رييس ښاغلي ډاكتر روحاني له لوري په داسي حال كې چې د ۱۷ هيوادونو او تجاري اقتصادي آزاد و خصوصي موسسو (ټولنو) سروالان او ليدرشيپ هم په پرانيستونكی غونډه كي حاضر وو. پرانيستل شوه.

د ښاغلي دكتور روحاني په خبرو كي څرګنده شوه چې د نوموړي تجاري ترانزيتي بندر تاسيساتو ظرفيت اته برابره لوړ شوي دي او د سوداګري لويو كښتيو (بيړيو) لنګر ځايونو له پاره ځانګړي ځايونه هم په پام كي نيول شوي دي، دغه بندر د ۲۸۰ كيلومترو په اوږدوالي له نورو بندرونو څخه افغانستان ته نږدي دي.

دا بندر د افغانستان له پاره ډير په ګټه دي او مونږ د هند، ايران او افغان وروڼو مليتونو او دولتونو دغه نيك شايسته عمل او همكاري د منطقوي مرستندوي او لاسنيوي په توګه پيژنو، ستايويي او بركت يې غواړو.

د يادښت وړ ده، چي كه د وريښمو لياره چي ۵۵۰۰ كاله مخينه (قدامت) لري او ۸۰۰۰ كيلومتره اوږده، ده د چين، هند او افغانستان څخه تر ايران- عربي هيوادونو څخه تر افريقا (مصر) او هم يورپ كې تر فرانسي پوري رسيږي، د آسيايي هيوادونو څخه له فلپاين سنګاپور- مالديف ويتنام- لاووس- نيپال- هند- چين بيا ترمنځني آسيا پوري او نوري  لويديځي نړي مال التجاره پكښي ليږداو راليږدول كيږي كه د نوموړي لاري په جوړولو لاس پوري شي دا به هم يو ستر اقتصادي عمل وي.په هر صورت شنونكي په دي باور دي چې چابهار- دوريښموستره جاده، ټايي شانګهاي- ريكا او نوري ستري پروژي د افغانستان د بسيايني- ترقي (پرمختګ) او د سيمي او افغانستان د سوكالۍ- د امنيت او ټيكاو له پاره پيغامونه له ځانه سره لري د ترقي لامل ګرځي او ښه ارزول كيږي.

عبدالهادي قريشي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha