صفحه اصلی | eslah | مقالات | ډیورنډ مړ دی او کرښه یې یوه حل شوې موضوع ده

ډیورنډ مړ دی او کرښه یې یوه حل شوې موضوع ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانانو په ګڼو ستونزو کې يوه دا هم ده چې ډېر مهم، حياتي موضوعات يې پرې ايښي دي او خپله ډېره انرژي يې د فرعي، بې ارزښته يا کم ارزښته، ضمني، بې ګټو او حتي تاواني موضوعاتو شاربلو ته وقف کړې ده. په دې وروستيو کې هغه موضوع چې ډېرې خبرې او ليکنې پرې کېږي، سياستوال مو ځان مجبور ګڼي چې پرې اعلاميې خپرې کړي، ځوانان مو ورته اور او لمبه دي، د ډيورنډ کرښه او د پاکستان له خوا د دغې کرښې په اوږدو کې د موانعو ايجادول دي.

په کابل کې د يوه، د جوړوونکو په وينا، علمي څېړنيز سيمينار په مناسبت ما ته هم بلنه راکړل شوه چې څه ووايم. هغه څه چې دلته يې ويل غواړم نه يوه علمي مقاله ده او نه د يو څېړنيز کار پايله ده. دا د يو عادي افغان چې د خپل هېواد او خپل ولس برخليک ورته بې تفاوته نه ښکاري فردي نظر دي. هر څوک يې د نقد کولو، ردلو، منلو او نه منلو حق لري ځکه چې زه يې ځان ته د ويلو حق ورکوم.

د ډيورنډ کرښې په اړه خبرې کول، که له تاريخي چوکاټه بهر وي، د وخت ضايع کول دي.

د ډيورنډ کرښه يوه حل شوې موضوع ده. لږ به په دقت ورته زير شو چې زما په نظر ولې دا موضوع حل شوې ده.

۱ – د افغانانو له پاره:

د افغانانو له پاره دغه کرښه واقعي وجود نه لري، د کاغذ پر مخ يوه کرښه ده او د افغانانو له پاره همدومره اهميت لري لکه پر سالنګ چې واوره وښويېږي. د تلو را تلو پر مهال يې له ستونزو سره مخ کوي، نور هېڅ.

څرنګه چې د افغانانو له پاره دغه کرښه يو فرضي، موهوم مفهوم دي نو په اړه يې اوږدو بحثونه ته ضرورت نه شته. د افغانستان په تاريخ کې د ډيورنډ کرښې په نامه يوه موضوع مطرح شوې چې يوازې د يوې تاريخې ښکارندې په حيث پرې بحث کېدلاي شي او ممکن دغه بحث بې ګټې هم نه وي خو د يو سياسي واقعيت په توګه پر دې موضوع بحث هېڅ ډول توجيه نه لري.

افغانان، د يو ملت په توګه، د خپلې جغرافيې پر يوې برخې له واکه محروم شوي دي. لکه ګوزڼ وهلي ته چې دا مهمه نه ده چې د بدن هغه برخه چې دي يې له کنتروله محروم دي، دقيقاً کومه برخه ده هماغسې استعمار ځپلي افغانستان ته دا مهمه نه ده چې دقيقاً د خپلې ځمکنۍ بشپړتيا د محدوديت کچه معلومه کړي، بلکې دا ورته مهمه ده چې څنګه له دغه رنځه خلاصېداي شي.

په تاريخ کې ډېر ځله ليدل شوي چې د يو اجبار له مخې ولسونه سره بېل شي. دلته بيا ولسونه کولاي شي بېل بېل غبرګونونه وښيي. يا خپل دغه بېلتون د يو ارزښت په توګه و ساتي او د وخت په تېرېدو زاړه روابط په نوو، متفاوتو اړيکو بدل شي. يا دا بېل شوي ولسونه خپل يو والي د يو ارزښت په توګه وساتي او که چې اجبار له منځه ولاړ شي بېرته سره يو ځاي شي.

په همدې وروستويو څو لسيزو کې موږ د يوشمېر دغو ډولونو جوتې نمونې لرو:

-           د برلين دېوال په نړۍواله کچه منل شوي بين المللي سرحد و خو المانانو خپل ملي يو والي تر سرحدونو اخوا و ساتلاي شو او کله چې د اجبار کرښې له منځه ولاړې د برلين دېوال ونړېد، المانان سره يو شول. خو د همدغو المانانو تر منځ د جرمني او اطريش تر منځ بېلتون لا تر اوسه پاتې دي او يو بل ته د دوو بېلو ملتونو په سترګه ګوري. همدغه راز د چين او هانگ کانگ بېلتون د چين د حکومت او د هانګ کانگ دوګړو په ګډه پرېکړه ختم شو.

-           اسراييلو د پلستين خاوره اشغال کړې ده، نه پلستينيانو دا اشغال منلي، نه نړۍوالې ټولنې په دې سيمه کې اوسنۍ د بېلتون کرښې منلې دي خو د اسراييلوحکومت په وچ زور پر خپل دريځ ولاړ دي او د پلستين ازادي غوښتونکي نهصتونه د خپلو ځمکو د بېرته ګټلو په موخه لا هم په جهاد لګيا دي.

-           د شمالي او سوېلي کوريا تر منځ د بېلښت کرښه که څه هم د دوو حکومتونو د واک ساحه سره وېشي خو تر اوسه هېڅ کوم قانوني يا شبه قانوني سند د کوريايانو تر منځ بېلتون نه دي توثيق کړي.

نو د افغانستان ولس به هم خپلې وارې ته ګوري او په مناسب وخت کې به مناسبه پرېکړه کوي.

يوه خبره چې واضحه ده هغه دا ده چې د حق اخيستلو له پاره بايد لازم ځواک موجود وي. د ولسونو تر منځ دا لازم ځواک يا نظامي ځواک دي، يا اقتصادي او يا دواړه.

د افغانستان او پاکستان تر منځه د ځمکنۍ بشپړتيا دعوه په نظامي ځواک نه شي حل کېداي، يواځينۍ لار يې دا ده چې افغانستان له اقتصادي پلوه نه يوازې دا چې پر ځان تکيه شي بلکې د کرښې اخوا پرتو ولسونو ته د جاذبې مرکز هم شي.

تر څو چې افغانستان د خپلې ځمکنۍ بشپړتيا له پاره لازم ځواک پيدا کوي تر هغو ورته د ډيورنډ د کرښې په اړه هر ډول خبرې او د حل تجويز نه ګټور دي او نه ممکن.

د دې لنډکي بحث نتيجه دا ده چې اوس د افغانانو له پاره د ډيورنډ معضله ځکه حل شوې بلل کېداي شي چې افغانان په شعوري توګه پر دې موضوع له هيچا سره، هېڅ ډول خبرو ته حاضر نه دي.

۲ – له کرښې اخوا افغانانو ته:

د کرښې اخوا افغانان خپل افغاني هويت ډېر ښه پېژني او په ساتلو کې يې د چا لارښونې ته اړتيا نه لري. هغوي خپل افغانيت له هېڅ کومې دولتي دستگاه سره نه دي تړلي.

د سياسي جوړښت له لحاظه هغه افغانان د پاکستان په سياسي جغرافيه کې واقع دي ټول هغه خدمات چې يو حکومت او يو دولت يې بايد خلکو ته وړاندې کړي د پاکستان له حکومته غواړي. بله هېڅ داسې مرجع هم نه شته چې دا افغانان د خپلو انساني ټولنيزو اړتياوو د رفع کولو له پاره مخ ورواړوي.

د افغانستان حکومت په تېرو ۱۲۴ کلونو کې هېڅکله د افغان ملت دې برخې ته د هېڅ ډول خدماتو د تامينولو له پاره کوم وړانديز نه دي درلودلي او نه يې نن لري نو هغوي په خوښه، يا له مجبورې ورځې، له خپل پاکستاني تابعيت سره ګوزاره هم کوي او ساتي يې هم. له لوړو حکومتي مقاماتو اخوا، کله هم چې د افغانستان افغانان د کرښې اخوا افغانان يادوي نو ځان يې «مشر ورور» بولي خو په څه باندې يوه پېړۍ کې يې د مشرتابه هېڅ ډول مسووليت ته غاړه نه ده ايښې.

د پښتونخوا او بلوچستان سياسي ګوندونه هم په يو درې ګوني جال کې نښتي دي: له يوه لوري بايد د يو موجود حکومتي جوړښت دننه خپل مدني هويت تثبيت کړي او د پرېکړو په دولتي او حکومتي مراکزو کې د غږ پورته کولو ځاي ولري، له بل لوري بايد د خپلو ولسونو له پاره د خپلو سياسي ايډيولوژيو مطابق د ژوند امکانات و پلټي او په دريمه مرحله کې بايد خپلې تاريخي او فرهنګي جرړې خوندي کړاي شي. د دوي له پاره هم دا کرښه د يو ځمکني واقعيت په توګه د محدوديتونو يوه سرچينه ده، خو د اوس له پاره پرې ديو څو احساساتي څرګندونو اخوا - څه ويل او څه کول په ګټه نه بولي.

په دې شرايطو کې د کرښې اخوا افغانانو ته د کرښې ماهيت ښه پوره واضح دي چې د حکومتونو د حاکميت ساحه يې سره بېله کړې خو د انسانانو پر ژوند چندان اغيز نه لري نو ځکه د کرښې په اړه سوال هم ورسره نه مطرح کېږي.

۳ – د افغانستان دولت او حکومت ته:

د افغانستان حکومت هم هېڅکله دغه کرښه د دوو ملتونو تر منځ د بېلښت د کرښې په نامه نه ده پېژندلې. د تاريخ په بېلابېلو مقاطعو کې يې دا کرښه فرضي بللې ده. د لويو جرګو په کچه د دې کرښې شتون رد شوي دي.

له بده مرغه د افغانستان حکومتونو په تېرو يو سل او څلېرويشت کلونو کې د افغانستان دې ستونزې ته هغه توجه نه ده کړې لکه چې په کار وه. خو دا زموږ د هېواد يواځينۍ ستونزه نه ده چې حکومتونو ورته توجه نه ده کړې: د افغانستان اوبه، د افغانستان کانونه، د افغانستان ځنګلونه، د افغانستان کرهڼه، د افغانستان صنعتي پر مختګ، په افغانستان کې د بې سوادۍ، د بې کورۍ، د ناروغۍ او په لسګونو نورې ستونزې هم د افغانستان د حکومت له نظره لوېدلې دي. لکه څومره چې د بېلاېلو حکومتونو او حاکمانو کړنې او دريځونه د هېواد د نورو بنسټي ستونزو په اړه مهم دي، هماغومره د حکومتونو او حاکمانو دريځونه د ډيورنډ د کرښې په اړه هم د پام وړ دي. قضاوت پرې کولاي شو، غندلاي يې شو، حتي د نه پاملرنې له پاره ريښتيا او دروغ دلايل يې هم تراشلاي شو خو د يو جوت، مثبت، عملي سياست نوم نه شو ورکولاي.

په تېرو څو کلونو کې چې د کرښې په اړه هر ډول اوازې خپرې شوې دي، د افغانستان د حکومت چارواکو، د بهرنيو چارو د وزير، د ملي امنيت د سلاکار، اجراييه رييس او حتي د ولسمشر له خوا دا خبره په خورا صراحت شوې ده چې دوي هېڅکله، په هېڅ رسمي او نا رسمي ناسته کې، له هيچا سره د افغانستان پر سرحدونو خبرې نه دي کړي او په لسګونو دوه اړخيزو تماسونو کې د پاکستان له لوري هم پر دې موضوع تماس نه دي نيول شوي.

د يو غوڅ دريځ له نه شتون سره سره همدغه څرګندونې کفايت کوي چې پر ډېورنډ کرښې بحث کول منتفي وبلل شي يا په بل عبارت افغانستان په دې نامه د خبروکومه موضوع نه پېژني.

۴ – د پاکستان له پاره:

د افغانانو تر منځ يوه حاکمه خوشباوري دا ده چې ګوندې د پاکستان حکومت له افغانستانه غواړي چې کرښه په رسميت وپېژني. د پاکستان حکومت په واورو وارو، په صراحت سره ويلي دي چې هغوي د ډيورنډ د کرښې په نامه کومه بين المللي لانجه نه پېژني، له افغانستان سره د پاکستان پوله مشخصه ده، او په نړۍواله کچه منل شوې ده. که د پاکستاني مقاماتو له خوا په تېرو څو لسيزو کې له افغانستان سره د سرحدونو خبره کله مطرح شوې هم ده د دې په نامه وه چې د اسلامي نظام په چوکاټ کې موجود افغانستان هم په پاکستان کې مدغم شي. په لنډو، که د پاکستان حکومتي مشرانو د خپل شمالي سرحد له پاره کوم خط ټاکلي هم وي، هغه د ډيورنډ کرښه نه، د آمو سين يا کم له کمه د هندوکش څوکې دي.

په دې توګه په وضاحت سره ويل کېداي شي چې د پاکستان له پاره ډيورنډ يوه حل شوې موضوع ده چې د هېڅ ډول خبرو او مناقشې ځاي په کې نه شته.

په ځينو ځايونو کې پاکستاني پوځيان د افغانستان ځينو ولسواليو ته راننوتي دي خو دا کار يې په پټه خوله کړي دي. که په ځينو سيمو کې د پاکستان حکومتي چارواکو افغانانو ته «شناختي کارډونه» هم وېشلي دي په دې نامه يې وېشلي چې د دغو سيمو پر وګړو خپله سياسي واکمني تثبيت کړي.

دا به د پاکستان د سياستوالو له پاره سخته خامي وي چې هغه څه چې دوي يې خپل ګڼي، نړۍوال يې هم د دوي بولي، له ګاونډي هېواد څخه په سوال يا چل يا زور وغواړي.

۵ – نړۍوالو ته:

نړۍوال، د پاکستان له ايجاد راهيسې د دغه هېواد موجودې پولې يا د نړۍوال سرحد په نامه پېژني او يا يې په کشمير کې د کنټرول د کرښې په نامه پېژني. د پاکستان او افغانستان ترمنځ کرښه د نړۍ د ټولو هېوادونو او ټولو نړۍوالوسازمانونو له خوا د بين المملي پولې په حيث منل شوې ده او حتي امريکا چې د خپلو نظامي عملياتو له پاره پر کرښو سترګې پټوي د افغانستان او پاکستان تر منځ شته کرښې ته د يو نړۍوال سرحد په حيثيت قايله ده.

خلاصه:

که له هرې زاويې ورته وګورو، د ډيورنډ کرښه منلې وي او که نا منلې يوه حل شوې موضوع ده چې بحث پرې هېڅ منطقي توجيه نه لري.

په افغانستان کې ځينې سياسي څېرې داسې ښيي چې ګواکې په افغانستان کې د پاکستان د تخريبي فعاليتونو انګېزه دا ده چې افغانان د ډيورنډ کرښه په رسميت و پېژني.

 دا سياسې څېرې په دريو کورنيو تقسيمولاي شو:

-           لومړۍ کورنۍ هغه سياسي کړۍ دي چې د لوي، خپلواک مقتدر افغانستان په چوکاټ کې واک ته د رسېدو له پاره خپل امکانات محدود بولي. دا کړۍ، چې د شلمې پېړۍ له دريمې لسيزې را په دې خوا په بېلابېلو نومونو په افغانستان کې فعالې دي، حتي د افغانستان له نامه او ملي هويت سره هم ستونزې لري او منلو ته يې تيارې نه دي. دوي د افغانانو يو ملت ګڼلو ته هم اماده نه دي، د قومونو تر منځ کرښې وباسي او د افغانستان او افغانانو د وېشلو له پاره هلې ځلې کوي. د دوي هدف دا نه دي چې د ډيورنډ په پېژندلو به د افغانستان ستونزې هوارې کړي بلکې پر لا وړو ټوټو د افغانستان د وېشلو له پاره د يوې تاريخي مخينې د پيدا کولو په هڅه کې دي.

-           دويمه کورنۍ هغه خام سياستوال دي چې د لومړۍ کورنۍ له پټو اهدافو بې خبره دي خو ظاهري استدلال (د پاکستان د جنګې انګېزې تصور) ورته د منلو وړ ښکاري. دوي په ناپوهۍ کې غواړي چې د افغانستان د وجود د يوې برخې د قربانولو په بيه به وکړاي شي چې د خپل واک د تداوم لارې پرانيزي.

-           دريمه کورنۍ هغه احساساتي افغانان دي چې فکر کوي چې اوس د افغانانو تر منځ بېلښت هغه حد ته رسېدلي چې نور يې د يو ځاي کېدلو هيله نه شته نو بايد - د واقعبينۍ په مقتضي هغه افغانان پر خپل حال پرېښودل شي او د پاتې هېواد غم وخوړل شي. په دې کورنۍ کې هغه کسان هم شمېرل کېداي شي چې د ناسم سياسي درک له مخې خپلې شخصي عقدې د هېواد د برخليک په اړه بحثونو کې راسپړي.

ځمکني واقعيتونه:

د کرښې اخوا ساحه عملاً د پاکستان تر حاکميت لاندې ده. سره له دې چې په پښتونخوا، سندهـ او بلوچستان کې بېلتون پلوي جريانونه شته خو لا يوه هم په څرګڼدو ټکو کې تر بېلتانه وروسته د خپلې اړوندې سيمې د سياسي برخليک په اړه واضح تصوير نه دي وړاندې کړي.

له کرښې دې خوا هم که د حاکميت مظاهرو ته وګورو د افغانستان د حکومت عملي کمزورۍ د افغانستان ملي حاکميت له سترو ننګونو سره مخ کړي دي. د هېواد په ګڼو ولايتونو کې د ګاونډيو هېوادونو په اسعارو پېر او پلور کېږي. په ګڼو خصوصي ښونځيو کې د ګاونډيو هېوادونو نصاب تطبيقېږي. د عدالت د تطبيق په برخه کې بيا کورني مخالفين پراخه ونډه لري، د رسنيو تمويل د پرديو په لاس کې دي او نور هېوادونه د دولت په چوکاټ کې له بېلابېلو لارو پراخ نفوذ لري. د ملي حاکميت دا ټول محدوديتونه، هر يو پر خپل ځاي د افغانانو له پاره يوه ننګونه ده خو بنيادي ستونزه يې نه شو بللاي. په همدې عنوان، د افغانستان د ملي جغرافيې وېشلي حالت (د افغانستان پر يوه برخه خاوره او يوه برخه وګړو د بل هېواد عملي حاکميت) د ملي حاکميت د محدودتيا يوه بڼه ده خو د هېواد بنيادي ستونزه نه شي ګڼل کېداي.

د افغانانو معقول ځواب:

د افغانانو له خوا د ډيورنډ د کرښې په اړه د يو معقول دريځ د موندلو په هڅه کې لاندې ټکو ته توجه حتمي ده:

۱ – زموږ سياسي ادبيات:

کله چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ښو او بدو اړيکو خبرې کوو، په کار ده چې زموږ ژبه زموږ د سياسي مدعا په خدمت کې وي.

-           د ډيورنډ کرښې ته بايد په هېڅ ليکلي متن، او شفاهي تبصرې په ترڅ کې د پولې، سرحد، Border، صفري ټکي، يا زموږ په خپلو ژبو او بهرنيو ژبو کې دې ته ورته مفاهيم و نه کارول شي.

-           د کرښې اخوا خاوره بايد په هېڅ وجه پاکستان و نه بلل شي: که پاکستاني ځواکونه زموږ پر کلو او خلکو باندې ډزې او بمباري کوي دا ويل به درست نه وي چې د پاکستان له خاورې پر افغانستان ډزې وشوې. بايد ووايو «د پاکستان پوځيانو ډزې وکړې». که موږ په پښتونخوا يا بلوچستان کې زده کړې کړې وي بايد و نه وايو چې «په پاکستان کې مو زده کړې کړې دي»، پر ځاي مناسبه وينا دا ده چې وويل شي «په پاکستاني پوهنتون، پاکستاني ښوونځي، پاکستاني علمي بنسټ کې مو زده کړې کړې دي». که موږ پېښور ته د تداوي له پاره ځو، که څه هم په پاسپورت او ويزه به ورځو، خو په خپلو څرګندونو کې بايد و نه وايو «پاکستان ته د تداوۍ له پاره ځو» مګر ويلاي شو چې په پلاني پاکستاني روغتون کې مې درملنه وکړه.

-           کله چې پاکستاني ځواکونه د افغانستان د کومې ولسوالۍ په حدودو کې دننه کېږي. بايد و نه ويل شي چې پاکستان د افغانستان خاورې کې مخې ته راغلي يا يې د افغانس

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha