صفحه اصلی | eslah | مقالات | دنامتو مؤرخ استاد احمد علي (کهزاد) په اړه دوه ورځنی نړیوال سیمینار پای ته ورسېد

دنامتو مؤرخ استاد احمد علي (کهزاد) په اړه دوه ورځنی نړیوال سیمینار پای ته ورسېد

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

هرڅه زوال لري او له منځه ځي ٬ خو يوازې هغه څه چې زوال نلري او له منځه نه ځي تاريخ او د تاريخ پاڼه ده ٬ تاريخونه د ملتونه هغه آئينه ده چې يو زمامدار او عام ولس خپله ماضي پکې ګوري نو ځکه تاريخ ليکنه او لوستنه په هرهېواد کې يو ضروري امردي اوهغه څوک چې په تاريخ او تاريخ لوستلو باورنلري بايد په ياد ولري چې حتمي به تاريخ تکراروي او کله چې تاريخ تکرارشو دا به دې مانا وي لکه يو کس چې دوه ځلې له يوې سوړې مار وچيچي

يو ځل بيا په دې خبره را تکيه کيږوچې تاريخ د تيروزمانو د  واقعاتواو ښکارندو د پند اوعبرت هغه آئينه ده چې د حال زمامداران دتجربې په بنا دپخوانيو زمامدارانو کړه وړه پکې ګوري اوخبله لاره تعينوي.  په رښتيا هم چې د هيچا کړنې د ويښو ملتو له نظره پټې نه پاتيږي، ضرور به ددوي په کړنو سالم او عادلانه قضاوت د ملت مورخينو ته پاتيږي نو بايد له خپلو کړنو داسې تاريخ جوړ کړي چې په راتلونکې کې تل د لوستلو وړوي .

 په تکرار سره وايوچې تاريخونه د مورخينو په ذريعه ليکل کيږي او موږ پردې وياړو چې په هېواد کې مو داسې خواخوږي مشران او واکداران شته چې د استاد احمد علي  کهزاد غوندې ريښتني مورخين او تاريخي څيرې يې په ياد دي او د ملک په ګټه دهغوي د نيکو ښو او په ځاي خدمتونو او فعاليتونوستاينه او يادونه د علمي غونډوپه ذريعه را تازه کوي، هغوي ته نړيوال سيمنارونه نيسي او د ملک په ګټه د فعاليتونو حق يې له مړينې وروسته ورادا کوي. په رښتيا هم چې استاد احمد علي کهزاد د هېواد د پوهانو اوټولو اهل خبره په متحد المال قول داسې مورخ او لرغون پيژاندي تير شوي چې په يو حرف ليکنه چې په هره برخه کې يې کړې ده اوس نيوکه نشي کېداي، ځکه د هغه ټول لرغوني تاريخي او ادبي آثار او فعاليتونه په واقيعتونو ولاړ مستند او ملي بڼه يې درلوده اوتل په خپلو ليکنو کې ملي وحدت ته ژمن وفاداراو هيڅکله يې قومي مسايلو ته لمن نه ده وهلې. هغه خپل ټول ژوند د لرغونو آثارو مطالعې او تاريخي څيړنو ته وقف کړي واو ديو شمير پوهانو وينا ده چې افغانستان مرحوم احمد علي کهزاد نړيوالو ته ورپيژانده او هغه څوک چې غواړي افغانستان وپيژني نو لومړي بايد احمد علي کهزاد وپيژني. استاد کهزاد به کله په ګډه او کله ځانګړي تحقيقات کول او دهېواد هر ګوټ ته به يې علمي او څړنيز سفرونه کول او بيا به يې د خپل سفر په مشاهداتو کتابونه ليکل.  استاد کهزاد تل هڅه کوله چې د تاريخي مسايلو ترڅنګ په داخل او خارج کې د افغانانو د ملي هويت د ځلولوپه خاطر مستندې مقالې وليکي په داخلي او بهرنيو نشراتي ذرايعوکې يې خپرې کړي، نو همدا وجه وه چې د استاد کهزاد د مټو په برکت په افغانستان کې د تاريخ انجمن جوړشو او همدارنګه کهزاد د نړيوالو تاريخي انجمنونو غړي هم شواو په لږ موده کې يې د افغانستان ملي او تاريخي هويت د منطقي استدلال په رڼا کې نړيوالو ته ورپيژانده، د افغانستان دتاريخ او لرغون پيژندنې لپاره د کهزاد فعاليتونه د لوړې ستاينې وړ دي او موږ په پيل کې دخپل هېواد له مشرانو څخه ددغه کنفرانس د جوړولو په خاطر چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مقام په امر او د افغانستان د علومو اکادمۍ د سرپرست رييسې ثريا پوپل په هدايت او لارښونه د استاد احمد علي کهزاد په اړه جوړ شو، د زړه له تله  مننه کوو ځکه ډاډه شو چې په هېواد کې مو د عالمانو فاضلانو د فعاليتونو ستاينه کيږي . دغه کنفرانس چې دوې ورځې يې دوام درلود په افغاني مورخينو ٬ ادب پوهانو٬  څيړونکو اومينه والو سربيره د تاجستان ٬  ايران ٬  روسيې ٬ پاکستان ٬ هند ٬ المان ٬  ازبکستان او ترکمنستان پوهان هم را غوښتل شوي و چې يو شميرله دغه پوهانو خپلې علمي مقالې په سيمنار کې واورولې. د مرحوم استاد کهزاد په اړه دغه علمي څړنيز سيمنار د عقرب دمياشتې په ۲۸ نيټه پيل شوي و او د۲۹ تاريخ د اځيګرترڅلورو بجو يې دوام درلود. لومړي ورځ يې د ارګ د سلام خانې په ماڼۍ کې د جمهور رييس اشرف غني٬ کابينې د غړو سفيرانو او پوهانو په ګډون ناسته درلوده چې د غونډې په پيل کې د افغانستان د علومو اکادمۍ مشرې ثريا پوپل د هېواد د جمهور رييس اشرف غني له دغه نيک اقدام څخه په مننې خپله وينا واوروله، وروسته شاغلي اشرف غني هم د مرحوم استاد احمد علي کهزاد په اړه اوږده وينا وکړه چې په يوه برخه کې يې وويل : «احمد علي کهزاد يو مخکښ مورخ و چې له نوي علم سره بلد او د تاريخ ليکنې له نويو ميتودونو سره آشنا وپه لومړي ورځ په ارګ کې تر ۱۵ پورې مقالې ولوستل شوې، دسيمنار دوهمه ورځ د افغانستان د علومو اکادمۍ په تالار کې وه چې په دې ورځ هم ګڼو مينه والو د کهزاد د شخصيت او فعاليتونو په اړه داسې علمي مقالې واورولې چې د احمد علي کهزاد شخصيت او فعاليتونه لا ښه پکې وځلول شول . دسيمنار په پاي کې پريکړه ليک ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې راغلي وه چې استاد کهزاد ته د علامه لقب ورکړل شي او دهېواد يو پوهنتون د هغه په نامه شي او د کابل ښار يو واټ د هغه په نوم ونومول شي اوهمدارنګه يو تالار دهغه د نامه وياړ پيدا کړي او دسيمنار چې دده په وياړجوړ شوي و د هغه مقالې د کتاب په بڼه چاپ شي چې د افغانستان د علومو اکادمۍ مشرې ثريا بوپل هغه ته دعلامه لقب او همدارنګه دده په نامه د علومو اکادمۍ د کنفرانسونو د تالارنومول اعلان کړل.

حیات الله حلیم

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha