صفحه اصلی | eslah | مقالات | میلیونونه افغان ماشومان د ګڼو ستونزو له امله له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي

میلیونونه افغان ماشومان د ګڼو ستونزو له امله له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

ناامني، ماينونه، د جګړو په ليکو کې ورڅخه استفاده، بې‌وزلي، خوارځواکي، له زده‎کړو محروميت، بې‌سرپرستي، جنسي ځورونې، درانه کارونه او داسې نور هغه څه دي چې د ميليونونه افغان ماشومانو ژوند ګواښي.

دې ستونزو ته په کتو د افغانستان په ډېرو سيمو په تېره بيا لويو ښارونو کې ماشومان درنو کارونو، سوال کولو او رنګا رنګ استفادې ته مجبور شوي دي.

د کابل د شهرنو په سيمه کې يوه مور چې فوزيه نومېږي له مجبورۍ يې د خپلو درېيو ماشومانو څخه په استفادې د سوال ځولې غوړولې.

نوموړې وويل: "زما سره درې ماشومان، يو هلک دوه نجونې دي. زه له مجبورۍ دلته راغلې يم، زما مجبوري دا ده چې هوا سړه ده ماشومان مې ګرم لباس نهلري، بوټان نهلري او په کور کې د خوراک څه نهلرو. موږ مجبور يو چې ټول راووځو او په دې ډول ژوند وکړو."

اغلې فوزيه وايي، د خپلو اولادونو په خير ښېګڼه پوهېږي او له دې سره چې راتلونکي ته‌يې اندېښمنه ده مجبوره ده دوي له ځان سره له کوره وباسي.

دي وايي، د ماشومانو پلار يې په روانو جګړو کې قرباني شوي دي.

دا يوازې فوزيه نهده چې د بشري حقونو د ټولو کنوانسيونونو خلاف ماشومان‌يې په کمکي عمر کې د سوال لپاره راويستلي او يا پرې کار کوي بلکې د افغانستان په لويو لارو او ښارونو کې ورته زرګونه نمونې شته.

د افغانستان د بشري حقونو د ماشومانو د برخې دفتر وايي، دا وخت شپږ نيم ميليونه افغان ماشومان له بې‌وزلۍ سره مخ دي.

له دې سره د درېيو کلونو راهيسې د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي چې په افغانستان کې شااوخوا ۴۰ فيصده ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

له فقر، بې‌وزلۍ او نورو ستونزو ورهاخوا د افغان ماشومانو ښوونه او روزنه بله هغه ستونزه ده چې د ماشومانو د راتلونکي په اړه‌يې اندېښنې راپارولې دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د دغه هېواد شااوخوا درې نيم ميليونه ماشومان له زدهکړو محرومه دي.

د ياد وزارت د نشراتو رئيس کبير حقمل وايي:

"له نېکه مرغه د اوس لپاره زموږ 9.24 ميليونه ماشومان ښوونځيو ته ځي، خو له بده مرغه درې نيم ميليونه ماشومان له زدهکړو محرومه هم دي. د دوي د محروميت يوازني علت دا نهدي چې موږ ورته خدمات نهدي برابر کړي بلکې ناامني، اقتصادي ستونزې او کلتوري خنډونه دي چې دا ماشومان‌يې محروم کړي دي."

له دې ورهاخوا د افغان ماشومانو څخه د نشهيي موادو په قاچاق، د کانونو په کېندلو، بچه بازۍ او جنګ کې استفاده هغه موارد دي چې د تنکيو ماشومانو ژوند ګواښي.

د افغانستان د نشهيي موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، ۱۰۰ زره افغان ماشومان په نشهيي توکو روږدي دي.

د دې تر څنګ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، په روان کال کې يې ۶۰ داسې موارد موندلي چې په امنيتي ليکو کې د شاملو ماشومانو څخه جنسي استفاده شوې ده.

د کورنيو چارو او دفاع وزارتونه بيا د افغان ځواکونو په ليکو کې د ماشومانو د موجوديت ادعا ناسمه بولي.

د افغانستان د عدليې وزارت بيا روان کال د سرطان په مياشت کې دا ډول موارد د جزا په کوډ کې شامل کړل او په وينا يې له دې وروسته
د بچه بازۍ فعل ته سزا تعيينه شوې ده.

له دې ورهاخوا د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت د شمېرو له مخې درې ميليونه افغان ماشومان په کار لګيا دي.

د دغه وزارت وياند عبدالفتاح احمدزي وويل، د حکومت له ټولو هڅو سره سره دا يوه لوړه شمېره ده.

ښاغلي احمدزي زياتوي:

"شااوخوا درې ميليونه ماشومان له کار او ستونزو سره مخ دي او د دغې ډلې څخه 1.2ميليونه په درنو کارونو لګيا دي دا کمه شمېره نهده بلکې بايد پر وړاندې يې ډېر کارونه وشي."

خو له دې ټولو سره د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، افغانستان د تېرو ۲۰ کلونو راهيسې چې د ماشومانو د نړيوال کنوانسيون غړيتوب‌يې اخيستي د ماشومانو د وضعيت يو راپور ملګرو ملتونو ته لېږلي دي.

د دغه کمېسيون د ماشومانو د حقونو مسؤل نجيب‌الله ببرکزي وويل:

"له هغه وخته چې افغانستان دا کنوانسيون لاسليک کړي بايد په هرو دوو کلونو کې يې ملګرو ملتونو ته د ماشومانو د وضعيت راپور لېږلي وي او له پنځو کالو وروسته بيا بل دوراني راپور خو دا کار نهدي شوي. دوي په ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ کې هم راپور نهدي لېږلي او يوازې يو راپور يې ورکړي دي."

افغانستان په ۱۹۹۴ ميلادي کال کې د ماشومانو د نړيوال کنوانسيون غړيتوب اخيستي چې د قوانينو له مخې د دې کنوانسيون د موادو تطبيق پرې الزامي دي، خو ليدل کېږي چې افغان حکومت د هغې لپاره ډېر څه نهدي کړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم مني چې د افغان ماشومانو د وضعيت ډېر راپورونه ملګرو ملتونو ته نه‌دي وړاندې شوي.

د دغه وزارت د وياند مرستيال صبغت‌الله احمدي په دې اړه وويل:

"ټاکل شوې چې تر شااوخوا يوې مياشتې پورې په دې اړه يوه غونډه راوبلل شي او د ماشومانو د کنوانسيون اړوند دوهم او درېيم راپور جوړ او ارائه شي."

دي وايي، په دې راپور کې د افغان ماشومانو رښتيني تصوير وړاندې کېږي او افغان حکومت ۶۰ فيصده هغه سپارښتنې پوره کړي چې د کنوانسيون له مخې مکلف دي.

افغان حکومت سږ کال د ماشومانو د حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت يو ۱۰ ورځني کمپاين په پام کې نيولي تر څو د ماشومانو وضعيت د ښه کېدو لپاره هر څوک لاس په کار شي.

خو د ماشومانو بد وضعيت افغان کورنۍ، ټولنه او افغانستان په کوم لوري بيولاي شي؟

د اروا پوهنې استاد اسدالله کليوال وايي، د افغان ماشومانو روان وضعيت افغانستان له هغه واټنه ليرې کوي چې ورته هڅې کېږي.

نوموړي وايي:

"د ماشومانو دغه اوسني وضعيت په نورو ماشومانو او هم په غټانو ناوړه رواني اغېز کوي، نو که ماشومان سم ونه‌روزل شي او د دوي اړتياوو ته پاملرنه ونه‌شي ښکاره خبره ده چې په راتلونکي کې به زموږ ټولنه هغه ځاي ته چې موږ يې غواړو ونه‌رسېږي."

خو ښاغلي کليوال ټينګار کوي چې د ماشومانو ژوند او د هغوي ديني او بشري حقونو ته پاملرنه کولاي شي افغانستان ته د پرمختګ لوري ورکړي.

                     يوسف خان ځدراڼ

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha